محمدمعصوم هوتک لنډه پېژندنه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حبیب الله غمخور
  • 1158

محمد معصوم هوتك  د حاجي محمود زوى پر ١٣٢٦ل كال د سلواغې دمياشتي پر شپاړسمه نېټۀ د كندهار ښار د کابل بازار د ملاگل داد په کوڅه کي زېږېدلى دى . لومړنۍ دينی زده كړې يې دخپلې كورنۍ له مشرانو څخه ترسره كړي .

په ١٣٤٦ ش کال دکندهارله ميرويس ليسې څخه فارغ سو اولومړی ئې  دکابل پوهنتون دحقوقوپه پوهنځي کي درس پيل کړ، بيا د کابل پوليتخنيک وساختماني څانګي ته تبديل سو، د دغه پوهنځي په دوهم ټولګي کي ناروغ سو،چي ناروغۍ ئي شاوخوادوه کاله دوام وکړ  . دوه کاله وروسته د کندهارعالي دارالمعلين ته شامل اود ساينس له څانګي څخه فارغ اوتر هغه وروسته دکابل پوهنتون دساينس پوهنځي دريم ټولګي ته دشامليدو چانس واخيست . خوکورني مشکلاتو پرېنښود چي تحصيل ته ادامه ورکړي . په ١٣٥٣ش کال د کندهار په مشرقي ليسه کي دښوونکي په توګه مقررسو . په ١٣٥٨ش کال د کابل انصاري ليسې ته تبديل سواوتر١٣٦٠ش کال پوري يې هورې د تدريس وظيفه سرته رسوله او پرڅنګ يې د اطلاعاتو اوکلتوررياست دباخترآژانس په پښتوڅانګه کي دبالمقطع اجيرپه توګه کارکاوه چي بياوروسته په (١٣٦٦ش) په دغه څانګه کي درسمي غړي په  توګه کار پيل کړ .په باختر آژانس کي يې دکار په جريان کي د ارواښادپوهاند علامه رشادپه لارښوونه دسهارله خوادکابل پوهنتون دادبياتوپوهنځی تعقيبوله اودماپښين له خوايې په اژانس کي کارکاوه . 
په ١٣٦٦ ش کال دکابل پوهنتون دژبواوادبياتوپوهنځي له پښتوڅانګي څخه فارغ سو . دپوهنتون د علمي شورا دفيصلې له مخي په علمي کدرکي شامل اودادبياتوپوهنځي ته داستاد په توګه معرفي سو. معصوم هوتک وايي دوخت واکمنو ورته بيوروکراتيک مشکلات پېښ کړل اودتقررمخه يې ونيوله . په ماموريت کي دعادي دندي داجرا په دوام کښي ترڅلرمي رتبې ورسېد .
ديوې پوښتنې په جواب کښیي وايي : پښتوشعرمي لومړی وارپه ١٣٤٤ش کال په طلوع افغان اخبارکي خپورسوی دئ خومنظم مي تعقيب کړی نه دئ اوکله کله خوداسي هم پېښه سوې ده چي څوکاله مي يو فرد ترخولې نه دئ وتلئ .
 په ١٣٦٨ ش کال له هيواده مهاجراوله ۱۳۷۱ش کال راهيسي دکاناډا د په ټورنټوپه ښارکي له خپلي کورنۍ سره  اوسي . دوه زامن (ذکي او اتل) او دوې لوڼي (کوچۍ او تنکۍ) لرم
ديادولووړده چي ښاغلي مُصوم هوتک په افغانستان اوتر افغانستان بيرون دنړۍ په مختليفو هيوادونوکښي په علمي کنفرانسونواوسمينارونوکښي برخه اخيستي اوپه يوشمير هغو غونډوکچې دده په وياړ جوړي سوې دغونډودکوربه اونور وعلمي اوفرهن گی ټولنولخوا ستايل سوی دی .
تراوسه يې دغه لاندي آثارچاپ سوي دي  :
١ / سرامني اوښکي (شعري مجموعه) دچاپ کال ١٣٦٩ ش  کراچي
۲.پاشلي ويناوي ــ د مولوي صالح محمد هوتک ـــ سريزه اوحاشيې ــ ١٣٦٩ ل = ١٩٩٠ ز. کراچي (يادونه : مولوي صالح محمدهوتک زما د مور پلار دئ)
 ۳.د ميرزاحنان بارکزي دېوان ــ سريزه ــ سمون اولغتنامه اوخطاطي ــ ١٣٧٠ ل = ١٩٩١ ز. کراچي
 ۴.پوخ کاڼی ــ پټه خزانه يوواقعيت دئ ـــ ١٣٧٥ ل کال  . ټورنټو
 ۵.احمدشاهي کندهار ـــ لومړی چاپ ـــ ١٣٧٥ ل  کال  . ټورنټو
 ۶.ميرزاعبدالودودهوتک ـــ ١٣٧٧ ل  کال  . صحاف نشراتي موسسه
 ۷.پښتني قبيلې اوروايتي شجرې ــــ ١٣٧٩ ش کال . دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه ــ جرمني
۸ .احمد شاهی کندهار –  دوهم ټوک چاپ ــــ ١٣۸۵ ش کال دعلامه رشاد خپرندويه ټولنه 
 ۹.سل بگړۍ يوپوړنۍ – دهوتکو ملي ،روحاني ،علمی ،ادبی اوټولنيزي څېړنې ۱۳۸۴ش کال دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه ــ جرمني  
١٠.  روڼې شپې  (شعري مجموعه ) ١٣٨٤ ش کويټه
١١ . دپولادي اميرترسيوري لاندي  فرانک مارتين (پښتوژباړه ) ، ١٣٨٣ ش کال دافغانستان دکلتوري ودې
ټولنه ، جرمني
١٢ . احمدشاهي کندهار  دوهم چاپ  ١٣٨٣ ش ، دعلامه رشادخپرندويه ولنه ، کندهار
١٣ . درنه کورنۍ دعلامه حبيب الله کندهاري کورنۍ ،دعلامه حبيبي څېړنومرکز، کابل  ٢٠٠٣ ع
١٤.   شين ستري مستخدمين په افغانستان کي  ١٣٨٥ ش،کويټه
١٥ . ښکاراوکندهار ـــ ١٣٨٢ ش کال،کويټه 
١٦ . بحرالعلوم  ددوست محمد خټک ( لومړی ټوک)سريزه ،تحشيه  ١٣٨٣ ش کويټه
١٧.   دملااميرد وان  سريزه ، ترتيب ، تحشيه  دکندهارمجلې  ضميمه چاپ
١٨ . ميرويس نيکه-  دارواښادعبدالروف بينوا،سريزه ، تحشيه اوله سره کتنه  دافغانستان دکلتوري ودې
ټولنه ، جرمني
ناچاپ اثار
 ۱.د لوی احمد شاه بابا دېوان ـــ دڅوخطي اوچاپي نسخوله مخي ـــ سريزه ـــ سمون اولغتنامه
 ۲.د هوتکونوميالي 
 ۳.د بې ادبه ادب څېړنه
 ۴.پرتليزکليز ــ دهجري قمري اوعيسوي سنواړونه اورااړونه
 ۵.د غره ود وره ( ژوندپېښي )
 ۶.کچکول ـــ دمقالومجموعه ــ ۴ ټوکه
۷.  کندهاري سرداران
۸ .  انتالوجي ( دافغانستان دپښتنو، تاجکو، ازبکو، ترکمنواوبلووشاعرانوتذکره  زرمخه    
۹. دمخلص کندهاري دکلام لغوي ز يرمه
۱۰.   ساندي ( مرثيې) 
١۱  . تتمه البيان دسيدجمالدين افغان-  سريزه ، تحشيه، ترچاپ لاندي . 
١۲. دکندهارياداښتونه (دوه ټوکه)  دعلامه رشاد،  ترتيب ، سريزه اوبشپړ وني ، ترچاپ لاندي.
۱۳.صاحبزاده  عمرجان
۱۴.  دشمس الدين کاکړ دې وان  سريزه،  تصحيح ، لمنليکونه ، لغتنامه
۱۵.  دلويديځي لهجې لغتونه