- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- عزت الله شمسزی
- 1464
زما لپاره د ښه شعر او یا ښه شاعر یو معیار دا هم دی چې په ذهن کې مې نوی انځور جوړ کړي او په زړه کې مې ویده احساسات وتخنوي. دغه هنر چې زه یې د شعر له یوه ښه پنځوونکي تمه لرم دومره اسانه هم نه دی، ځکه زما په ژبه کې کلونه کلونه شاعري شوې او لا هم په فیس بوک، ویبپاڼو، ویببلاګونو، کتابونو او مجلو کې د شعر په نامه هره ورځ ډېر څه لولم، په ټلویزیون او راډیو کې نظمونه او شعرونه ګورم او اورم، هره اوونۍ په ادبي بنډارونو کې هم زما غوږونه د شعر له اورېدو نه وزګارېږي. هغه څه چې مې پخوا اورېدلي که هغه راته په سوونو ځله بیا بیا وویل شي او یا ولیکل شي خو چې د ویلو انداز او لاره یې د شاعر خپله ځانګړنه نه وي خوند نه راکوي. ښایي همدا یې لامل وي چې ماته اوس په شعر کې ډېر حسي تصویرونه او منظومې خبرې داسې ښکاري لکه یو څوک چې راته په ورځنۍ مکالمه کې ووایي، سوړ ژمی دی، سوزنده ګرمي ده، یا په ټلویزیون کې کله ولیکل شي تازه خبر، تاوده بحثونه او یا نور...
هغه څه چې اوسمهال د شعر، موعظې، خطابې، تبلیغ یا شعار ترمنځ پوله ټاکي هغه دا ده چې شاعر له لوستونکي یا اورېدونکي سره د هنري کلماتو، حسي تصویرونو او تمثیلونو په وسیله اړیکه ټینګه کړې وي او له دې لارې هغه کیفیت او تجربې ته لوستونکی هم ورسوي چې په خپله شاعر ترې تېر شوی دی. لامارتین وایي: شعر یوه بشپړه ژبه ده، یوه داسې عالي ژبه چې په یو ځل د انسان شخصیت تر اغېز لاندې نیسي، اروا یې د احساساتو له پلوه تصرف کوي، غوږونه یې د موسیقۍ په څېر نازوي او د تخیل ځواک یې تخنوي. ښه شاعران همدغه کمال لري، کله چې یې شعر لولو یا اورو زموږ په زړه کې د پټو احساساتو توپان په خوځښت راولي. هارلیت هم وایي چې شعر د انځورونو او تاثیراتو ژبه ده.
دغسې شعرونه چې نوې هنري ځانګړنې ولري زما په څېر خلکو ته کله کله پرې لیکل هم ګران شي. د ښاغلي ځلاند لپه کې رڼا ته مې پوره دوه میاشتې وکتلې، خو ددې لیکنې تر لیکلو پورې هم راته ګرانه وه چې ددې رڼا په سیوري کې پر ویدو ښکلاو پوره خبرې وکړای شم. دی چې د غزل په نازکیو، دودونو او رمزونو ښه خبر دی او ددې فن په ارتقایي سفر یې یو کتاب هم لیکلی، په خپله لپه کې یې دشعر داسې ډیوه بله کړې چې د موضوعاتو، تصویرونو او خیالونو رنګینې وړانګې ترې پورته کېږي. ده ښایي په لپه کې په دې خاطر رڼا نیولې وي چې د ښار په تیارو کې ورک نه شي، مګر ماته په کې نور ډېر څه هم تر سترګو کېږي:
دوهم تور ځنګل دی، ښار تنها په کې اوسېږم له مودو
نیولې مې طایره دې دپاره ده په لپه کې رڼا
ده که په هر نیت رڼا په لپه کې نیولې وې خو هغه څه چې دده په لپه کې ماته ډېر بارز ښکاره شو او زما نظر یې وخت ناوخته ځانته جلبوه هغه دده په ازادو شعرونو او غزلونو کې د ژوند ورځینو عادي پېښو او واقعاتو ته هنري او تصویري ژبه پیدا کول دي:
تا پسې وژاړم د زړه کلی مې داسې ښکاري
لکه باران نه پس جانانه چې فضا تازه شي
له بارانه پس به ډېرو خلکو د فضا د تازه والي ننداره کړې وي او له ژړا نه وروسته مو ښایي کله خپل زړه ته هم پام شوی وي چې څومره د غم له وریځو پاکېږي. ارواپوهان وایي هغه انسان چې دردېدلی وي پرې یې ږدی چې وژاړي، تر هغې وژاړي چې زړه یې سپک شي او د زړه غوټه یې خلاصه شي، ددوی په اند که چېرې انسان د غمجنتیا په وخت کې ونه ژاړي نو غمونه یې په عقده بدلېږي، غوټې یې په زړه کې جوړې شي او ان د رواني ناروغیو لامل یې شي. ځلاند هم چې کله ودردېږي نو همدې وسیلې یانې ژړا ته مخه کړي او بیا نو تر ژړا وروسته یې د زړه کلی داسې صاف او سوتره شي لکه له بارانه وروسته چې فضا تازه کېږي. دی په نورو بیتونو کې وایي:
حرارت مې د جذبو زړه کې محسوس کړ
چا مې ونیول لاسونو کې لاسونه
---
هسې نه لامده شي بارانونه دي
جیب کې مې طایره تصویرونه دي
د ځلاند دې بیتونو ته ښه ځیر شئ، کټ مټ لکه موږ یو تصویر ته ګورو، یو څوک دی چې پام یې نه شته او بل چا یې ناڅاپه لاس په لاس کې نیولی، ده سترګې پټې کړي، د مینې حرارت او جذبې د زړه په وسیله محسوسوي، ځلاند کولای شول دلته له بصري حس نه ګټه پورته کړي او ووایي چې تکه سره شوه، پښتنه شوه، و شرمېده، یا هم چې ما ور وکتلې سترګې مړې واړولې، مګر له دغو ټولو تکراري پېښو تېرېږي، دمینې دجذبو اندازه د زړه په زور لګوي، دمینې دیوې داسې خوندورې شېبې خوند ته یې سترګې پټې کړي، د لامسې احساس یې پرېښی چې دغه خوند زړه ته ولېږدوي. موږ چې یې کله لولو کټ مټ د شاعر په څېر له هماغه پروسې نه تېرېږو او هماغه کیف ترې اخلو. په دې بیت کې موږ د ځلاند د یوه بل بیت/ چا مې لاس ونیوه دا زړه مې پرې راټول غوندې شو/ په څېر نفسیات هم لیدلی شو، او نفسیات بیا هغه څه دي چې د شعر یوه ښه سرچینه ده.
په بل بیت کې شاعر یوه ساده خبره کوي، دا صحنه کېدای شي موږ په یو شمېر فلمونو کې لیدلي وي او یا مو هم په عاشقانه لیکونو کې لوستې وي، مګر شاعر همدغه تکراري او ورځنۍ خبره د خپل هنر په زور زموږ په ذهن کې تلپاتې کوي، کمال یې په دې کې دی چې دیوې عاشقانه صحنې خبره راته په تصویري او مکالماتي ژبه کوي، که دا بیت لږ اوږد وای کېدای شي دومره خوند یې نه وای کړی، مګر کله چې یو څوک په باران کې ایسارېږي، خبره راته په داسې منډه، لنډه او روانه لهجه کوي ته به وایي همدا اوس په باران کې منډې وهي او ورسره روان ملګری له خپلې اندېښنې خبروي چې جیب کې یې تصویرونه دي هسې نه چې لامده شي، بیا به نو ددې تصویرونو بیا را پیدا کول هم ورته ستونزمن وي. ما دا بیت اورېدلی و چې: څه وکړمه لوند رانه د اوښکو په باران شو/ بل تصویر راولېږه. مګر هلته خپلې مینې سره بې پروایي ښودل کېږي او دلته تصویر ته دومره پاملرنه چې ان د پسرلي له زړه خوشحالوونکي بارانه هم د جانان د تصویرونو د لمدېدو په خاطر منډه وهل کېږي. ددې بیت بله ځانګړنه داده چې ځوان احساسات تر موږ رالېږدوي، یو ځوان مین، یو ځوان محصل، یو ځوان شاعر زموږ په ذهن کې مجسم کېږي، ځکه دسینې په سر جیب کې د یار د مینې تصویر ایښودل په خپله یو سپېڅلی جنون او افاقي مینه انځوروي.
د ځلاند په شاعرۍ کې ډېر داسې احساسي انځورونه لیدلای شو چې زموږ په ذهن کې تخیل پنځوي. په شعر کې تصویر جوړونه دتخیل او تشبیې نه جلا هنر دی. د تشبیهاتو او استعارو په وسیله تخیل پنځونه تقریباً زموږ په زیاتره کلاسیکه او معاصره شاعرۍ کې موجوده ده او په مکرر ډول ترې ګټه پورته شوې، مګر ځلاند بیا د تخیل، استعارو او تشبیهاتو ترڅنګ په شعر کې هڅه کړې پېښې او واقعات په هنري ډول انځور کړی، هغه عادي خبرې چې هره ورځ دده په ژوند کې پېښېږي په ژوندۍ ډول یې خلکو ته وړاندې کړي. پېښو ته په شعر کې روح ورکړي تر څو د لوستونکو په ذهن کې هم لکه د سینما یا ویډیو په څېر یو یو تېر شي. کله چې موږ ټلویزیون ته وګورو هرڅه راته داسې ښکاري لکه موږ چې هلته موجود یو، همدغسې د ځلاند د تصویر جوړونې هنر هم دده شعرونو ته روح وربخښلی، کله چې یې لوستونکی لولي له هر شعر سره له هماغو رواني کیفیتونو نه تېرېږي.
د شعر ښه پیل: د ځلاند د شاعرۍ یو کمال دا هم دی چې کله کله یې ازاد شعرونه یا نظمونه په ډراماتیک ډول پیل کېږي، په دغسې هنري انداز د شعر پیل کېدل په خپله شعر ته دا ځواک ورکوي چې لوستونکی لکه دیوې کامیابې لنډې کیسې په څېر په ځان پسې روان کړي. دا باید هېر نه کړو چې شعر کله کله د ابهام فضا ته هم اړتیا لري، په دغه ابهام کې بیا کله کله د شعر له مفاهیمو او توکیو نه دمانا لږ ځه ځنډېدل، نږدې یا لرې کېدل پرته له دې چې شاعر یې غواړي رامنځته کېږي. زما وطاق په نامه نظم په همداسې یو ډراماتیک انداز پیل کېږي، دی د پخوانیو کلاسیکو شاعرانو په څېر مقدمې نه غږوي او نه هم په شعر کې له ماضي نه حال ته راځي، دی چې په نثر کې هم کامیابه روان دی، کله کله د نثر له ټکټیکونو نه په شعر کې هم ګټه پورته کوي، خپله خبره لکه د داستانونو په څېر له حال نه پیل کوي او بیا ماضي ته ځي. دی اول د خپلې زړه تنګۍ خبره کوي:
چې دښار له شورو شره مې زړه تنګ شی
احساسات مې دفکرو سره په جنګ شی
دوطاق ورکړمه ځان پسې راپورې
تر غوږونو مې دا ستا دبنګړو شرنګ شی
دی چې کله موږ ته دخپلې زړه تنګی خبره پیل کوي، نو په دې زړه تنګۍ کې دخبل یوازیتوب، د روان ژوند کشمکش، په خیال کې د جانان د بنګړو شرنګ او ډېر نور حسي تصویرونه زموږ مخې ته ږدي، ان تر دې چې بیا مو له ځان سره خپل کلي، خپل ماضي ژوند ته بیایي او هغه پروني او ننني حالات په مقایسوي ډول زموږ مخې ته ږدي. یوه خبره چې شعر پوهان د ځينو نفسیاتي شعرونو په اړه کوي هغه دا ده چې دا ډول شعرونه یو څه شخصي وي او ټولنه له شاعر نه لرې کوي، خو ځلاند په خپل دې نظم کې هڅه کړې خپلې خبرې یوازې د ځان لپاره ونه کړي، بلکې په لاندې بیتونو کې نوره ټولنه هم ځان سره د ځان په کیفیتونو، اندېښنو، هیلو او غوښتنو کې شریکوي:
په غنمو به تک شین کلی سمسور و
او شړشم به وو ولاړزیړ زیړ ګلونه
ټول ځوانان به له مستۍ نه لیوني وو
وو شلیدلي به دژڼو ګریوانونه
په دغه بیت کې سر تر پایه د ښار ژوند او د کلي ژوند سره مقایسه شوي، که څه هم د ټولنیزو علومو له مخې دغه دوه موقعیتونه د پرتلنې وړ نه دي، ځکه هر یو ځان ته خپلې ځانګړنې، سهولتونه او خوندونه لري. دی د ښار پر ښکلاګانو د کلي د پټیو، شړشمو، غنمو او درمندونو منظرو ته برتري ورکوي، تر دې ستړي ژوند هغه د ځوانانو مستانه ژوند او شلېدلي ګرېوانونه ښکلي ګڼي، دلته د ښار له ښکلو سره سترګې جنګول ورته په کلي کې له سترګې څلورکېدلو نه بې خونده ښکاري او ډېرې نورې داسې خبرې راته کوي چې په پای کې بېرته هغه یوازیتوب ته راځي او همدلته یوه چاودنه رامنځته کوي وایي ښایي په دې یوازیتوب کې لېونی شم، همدلته نو خپل مخاطب یا لوستونکی له شعر سره پرېږدي.
په شعر کې سمبول جوړونه: ځلاند په خپلو شعرونو کې سمبول جوړونې ته هم پام کړی دی، خو زه به یې د غزل د نورو ځانګړنو په څېر یوازې ښې بېلګې نه بلکې یو څو معترضې بېلګې راواخلم. د ژوند د کشمکش په اړه درویش درانی خپل شعر کې د هوا او رڼا دوه سمبولونه راخیستي هغه وایي:
بیا په جنګ ښکاري هوا او څراغونه
خدایه بچ ساتې رڼا او څراغونه
درویش د هوا او رڼا د جنګ پایلې ته دومره خوشبینه نه دی، ځکه خو دعا کوي چې خدایه څراغونه او رڼا له هوا نه وساتې چې مړه یې نه کړي، مګر ځلاند بیا همدغه د هوا او څراغونو سمبولونه په خپل یو بیت کې را اخلي، خو موضوع یې توپیر لري، دی لږ څه ډاډمن دی، نه پوهېږم ولې ډاډمن دی چې له یو ناممکن کار نه د ممکن تمه لري، ځکه روایت داسې دی چې هوا په رڼا زوروره ده لکه اوبه په اور، خو دا نو بیا د کمیت او څرنګوالي پورې هم اړه لري، خبره که هرچېرته وي خو ځلاند چې کله د هوا ګانو په جنګ وځي نو له ځانه سره څراغونه را اخلي، ښایي له دغې رڼا نه به د ځلاند مراد ماډرنه رڼا وي، دی چې ځوان دی فکر کوي چې اوس د ډیوې وخت نه دی، نور داسې وسایل هم راوتي چې رڼا د هوا له زوره ساتي، دی د ښاغلي صدیق پسرلي په مصداق یو له هغو ځيرکو ځوانانو دی چې په تاوده جنګ کې هم سنګر بدلوي هغه وایي:
نه زوړ منطق چلېږي دلته نه زاړه فکرونه
ځیرک زلمي په تاوده جنګ کې هم سنګر بدلوي
دی چې کله د هوا جنګ ته وځي نو وسایل بدلوي، رڼا په ماډرنو وسایلو په لاس کې اخلي ځکه خو له هوا څخه نه ویرېږي او وایي:
بیا د هواګانو په جنګ وتی یم
بیا مې په لاسو کې څراغونه دي
د سمبول یا علامت په اړه مې یو ځای کې اورېدلي وو چې ځینې سمبولونه د شاعر انو مستقل وي، هوا او رڼا هغه څه دي چې د دروېش په شاعرۍ کې ډېر ځله یاد شوي، زما په نظر دا به د دروېش هم نه وي، ځکه تر هغه پخوا د اردو ژبې شاعرانو ډېر زیات استعمال کړي او دروېش چې په اردو ژبه زده کړې کړې دي نو تر یوه حده به یې د هغو شاعرانو اغېز منلی وي. اوس دلته زه نه پوهېږم چې د هوا ا و رڼا د سمبولونو په زیات کارولو ځلاند د دروېش تر تاثیر لاندې دی او که د اردو ژبې پراخې مطالعې پرې اثر کړی دی. دی همدا ډول دوه نور سمبولونه تور او سپین چې درویش دراني په خپل شعر کې ځای کړي، د ځلاند په شاعرۍ کې هم په لږ بدلون سره لیدل کېږي ، درویش وایي:
زړونه یې وګوره چې تور نه وي د کفر په شان
مخ ته یې مه ګوره چې سپین لکه ایمان دي خلک
او ځلاند بیا وایي:
باطن یې وګورئ چې څومره بدرنګيانې لري
ظاهره ښکاري زمانه په لباسونو ښکلي
توپیر یوازې همدومره دی چې درویش د انسانانو زړونه ګوري او ځلاند له یوې بلې زاویې د ټولې زمانې په باطن شکمن دی، دلته که له زمانې مراد خلک واخلو بیا هم د موضوع وحدت لیدل کېږي. په دغو دواړه بېلګو کې پر سمبولونو سربېره د موضوع یووالی هم لیدل کېږي چې ښایي د موضوع روایت یې وبولو. همدغه د هوا ، څراغ او رڼا سمبولونه په څو نورو ځایونو کې هم کاروي:
که په یو لوري څراغ په بل هوا وي
خو زما قبله به دواړو کې رڼا وي
او یا هم:
مړه په هره لاره څراغونه دي بادونه دي
څه وکړو زموږه مزلونه دي بادونه دي
او یا دې بیت کې هم د باد یادونه چې وایي:
اوس هم لا شېبه د اضطراب ده د خزان د کال
شپه ده، خاموشي ده، سړکونه دي بادونه دي
باد او یا هوا د دروېش او د ځلاند په شعرونو کې زیاد یاد شوی. باد په ډېرو فرهنګونو کې بېلابېل تعبیرونه لري. د باد د ننني انقلاب له امله بادونه د بې ثباتۍ، ناپدارۍ او بې استحکامۍ نښې دي. باد که له یوې خوا د باران یانې ژوند راوړونکی دی له بلې خوا توپان هم دی، په هندي ګروهه کې باد یا [وایو vayo ] په نامه خدای هم شته او باد دعالم په هستۍ پورې اړونده یوه نفخه بلل کېږي. په زبور کې بیا باد الهي استازی او د پرښتو همڅنګ بلل شوی او ان روح القدس هم ورته ویل شوی. په اوستایي قوانینو کې باد د نړۍ د اخلاقي توازن د ملاتړي او تنظیموونکي دنده لري، په اسلامي عرفان کې بیا باد د خدای جل جلاله د غوښتنو او قدرت ښکارندویه دی. د ځلاند او دروېش په شعرونو کې بیا باد نه د توپان یا هغه ځواک تعبیر اخیستل شوی چې رڼا وژني، بې ثباتي راولي، کورونه او ښارونه ورانوي، ژوند ختموي. همداسې دده په شعر کې د رڼا او تیارو یادونه هم ډېره شوې ده چې په ادبیاتو او د زردشت په فلسفه کې د خیر او شر [اهورا او مزدا] کنایه ده. همداسې د ځنګل، باران، سیند، تیاره، شپه، خاموشۍ او نورو ډېرو سمبولونو سره هم مخ کېږو چې په مناسبو ځایونو کې په هنري ډول ترې ګټه پورته شوې. .
نفسیات: د ځلاند په شعر کې د غزل د نازک صنف یو بل روایت هم ډېر ښه پالل شوی چې هغه انساني نفسیات دي. د نفسیاتو پالل موږ په کلاسیکه شاعرۍ کې دومره نه وینو، کله کله ځينې شاعران ورته توجه کوي، ځکه د ارواپوهنې د مشهورو استادانو فرایډ او زیګمونډ فرویډ له تحقیقاتو وروسته انساني نفسیاتو او په لاشعور کې نغښتو مسایلو ته د انسانانو پام زیات واوښت. ځلاند چې کله نفسیات په شعر کې ځایوي نو له ګڼو حسي او ګډوله حسي تصویرونه په ځواک یې موږ ته انځوروي او یو نفسیاتي کیفیت راباندې راولي، هماغه پورتنی بیت به مثال راوړو چې پورته یې په عاطفوي، تصویري ښېګڼو وغږېدو:
حرارت مې د جذبو زړه کې محسوس کړ
چا مې ونیول لاسونو کې لاسونه
او یا هم:
چا مې لاس ونیوه نو زړه مې پرې راټول غوندې شو
څوک شو له ما سره روان څېره مې ونه لیده
او یا هم:
اوس هم لا شېبه د اضطراب ده د خزان د کال
شپه ده، خاموشي ده، سړکونه دي بادونه دي
دغه درې نمونې موږ ته دشاعر د نفسیاتي کشمکشونو او روحي ناکراریو یو تصویر مخې ته ږدي. وایي ښه ادب باید د انساني فطرت او نفسیاتو پوره هنري عکاسي وکړي، ځلاند همدغه هڅه کوي او ښه والی یې دادی چې په دې برخه کې خپل انفرادیت هم ساتي، دی چې کله خپل نفسیاتي کشمکشونه او څپې شعر کوي نو تصویري ژبه ورته پیدا کوي.
شاعرانه تعالي یا ځان ستاینه: په غزل کې ځان ستاینه یا تعالي هغه موضوع ده چې د ځینو کلاسیکو او معاصرو شاعرانو په شعرونو کې لیدل کېږي. له خوشحال خټک نه رانېولې تر حمیدبابا، کاظم خان شیدا او نورو پورې هر یوه د خپل شعر باره کې یو څه ویلي. زموږ په معاصرو شاعرانو کې حمزه بابا، قلندر مومند، خاطر اپرېدي، پیرمحمدکاروان، مصطفی سالک او نورو پورې هر چا یوه شاعرانه تعالي کړې ده، خو د طایر ځلاند په همزولو کې دا کار نوی و. د ادبپوهانو په وینا هغه څوک چې شعر یې په رښتیا هم شعر وي که شاعرانه تعالي وکړي نو بد نه ښکاري ځکه دا دود دی او دا کار پخوا هم شوی دی. ځان غوښتنه يا دځان ستاينه دهر انسان فطري او ذاتي ځانګړتيا ده ، د انساني ارواپوهنې له مخې په باطن کې هر انسان ځان غوښتونکى دى ، کله کله به مو ډېر انسانان لیدلي وي چې د نورو په ځان ښودنه نیوکه کوي خو بیا په ژوره توګه وکتل شي دی به په خپله هم په زړه کې خامخا له خپلو ستاينو خوښ وي او دده صفتونه به پرې ښه لګېږي. په شعر او شاعرۍ کې دې کار ته دشاعرانه تعالي اصطلاح کارول شوې ده ، تعالي په لغت کې لوړ والي ته وايي او په اصطلاح کې که چرته شاعر پخپله په خپل کلام کې دشعر جوړونې يا شاعرۍ له اړخه ځان وستايي شاعرانه تعالي ورته وايي، غزلبول شاعر کاظم خان شيدا وايي :
رنګيني يې د اشعار تر حنا زېب کا
د شيدا دېوان په لاس واخلئ خوبانو
يا دخوشحال بابا دا بېلګه :
دپښتو ژبې يې ډېرې خوبۍ ورکړې
چې خو شحال کړ په پښتو شعر اغاز
حميد مومندهم دخپل شعر په اړه وايي :
که امسا يې دموسي بولي وګړي
ښايي نن سبا حميده ستا قلم دى
حمزه بابا چې په خپلو وینو یې د غزل اننګي سره کړل، راتلونکو شاعرانو ته یې د نوښت لاره وروښوده او د کلیشو څخه یې راوویستل په خپله وایي:
ستا په اننګو کې د حمزه د وینو سره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا کړم
قلندر مومند چې د معاصر پښتو شعر یوه بله وتلې څېره ده دعوه کوي چې که دی نه وای پښتو غزل به خپل رنګ او خوند بایللی و :
یاره قلندر ته دعاګانې کړه
اوس ګني پښتو کې غزل چېرته دی
مګر حمزه بابا بیا د قلندر مومند دعوه نه مني چې ګواګې د پښتو غزل پنځولو لپاره څوک نه شته، دی وایي:
لا خو تخیل د حمزه تت نه دی
چا ویل چې پښتو کې غزل چېرته دی
د دې په ځواب بیا قلندر مومند لیکلي وو چې:
د غزل غرور یې مات شو رقیبان مې شریک شور کا
قلندر په غر غره کړئ- قلندر انقلابي دی
لکه پورته چې مثالونه راوړل شول تعالیانو کله کله د شاعرانو ترمنځ رقابتونه هم پيدا کړې دي، وایي رقابت که مثبت وي ټولنې ته ګټور دی، موږ په خپل دور کې هم داسې شاعرانو لرو چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول له یو بل سره رقابت لري. د خپل وخت په شاعرانو کې مې د پیرمحمد کاروان هغه بیت یاد دی چې ویلي یې وو:
زړه کې مني خو په خوله دا اعتراف کله کوي
چې دې کاروان هم په غزل کې قیامت کړی دی
مصطفی سالک بیا د ښاغلي پیرمحمد کاروان له خوا په غزل کې د قیامت راوستلو خبره مني خو دی وایي چې دده غزل هم د اسرافیل شپیلۍ ده، اوس نو دا چې قیامت ځواکمن دی او که د اسرافیل شپېلۍ په دې اوږد بحث په کار دی چې چېرته بل ځای به پرې خبرې وکړم.
سالکه ستا غزل شپیلۍ د اسرافیل ده منم
خو دې کاروان هم په غزل کې قیامت کړی دی
طایر ځلاند هم دیو ځوان شاعر په څېر ځای ځای شاعرانه تعالي لري، وایي شاوخوا دده د غزلیز بهیر وږمې دي، ده نوې غزل ته لاره انتخاب کړه، دسپین غر لمنه یې بې غزلخوانه پرې نه ښوده او داسې نور... چې راتلونکې زمانې به پرې قضاوت وکړي:
د طایر د غزلیز بهیر وږمې دی
خوشبویانې د ګلونو په څادر کې
-----------
په هجوم د اوازونو کې طایره
ماغزل ته نوې لار کړه انتخاب
--------
زه که حمزه او قلندر نه یم طایر خو یمه
سپین غره مه وایه چې تا کې غزلخوان نه شته
------------
د نظر اینه نوې کړه طایره
زه د نوي غزل نوی غزلخوان یم
خو کله کله بیا سل په سلو کې دعوه نه کوي وایي:
چې ددې دور نقادان په ځان رامات نه کړمه
طایره زه به ددې دور غزلخوان نه یمه
رښتیا هم طایره ملګریه! ته حمزه او قلندر نه یې مګر طایر خامخا یې، ځکه هر انسان ځانته په ټولنه کې خپل ځای لري، د ژوند کولو لپاره بېله طریقه او بېل سټایل غوره کوي، د شاعرۍ لپاره کوشش کوي بېل سبک او طرز ولري. زه درته په دې ځوانه ځوانۍ کې ددومره لویو لویو کارونو مبارکي وایم، تمه درته لرم چې په راتلونکې کې له تانه تر یو ښه شاعر زیات د یو ښه نقاد د جوړېدو په هیله یم