باز د مينې او ښکلا ملنګ شاعر


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عزت الله شمسزی
  • 1269

نه پوهيږم خپله ليکنه د باز په نامه پيل کړم او که د عابد په نامه ځکه دا دواړه هغه نومونه دي چې ما ورسره تل مينه کړې او دا مينه مې لا اوس هم زړه کې شته، خو دا چې عابد صيب په خپلو شعرونو کې د ښاغلي کاروان توصيه منلې او باز يې غوره کړى نو زه به هم په دې لنډه ليکنه کې باز غوره کړم ځکه د دموکراسۍ اصل دى چې ددوو تنو رايه پر يوه زوروره وي.

باز دا دى د خپلو شعرونو دريمه مجموعه [ جانانه کله خو راپېښه وکړه] زموږ مخې ته کېښوده او په دې مجموعه کې يې د خپلو دوو نورو چاپ شويو مجموعو [ لو دى د لونګو او د نکريزو پاڼه] شعرونه هم ځاى پر ځاى کړي او د عابد صيب دليل دادى چې ددوو پخوانيو ټولګو حجم کم و نو ځکه خو دده زړه پرې اوبه نه څښلې او دا ځل يې درې واړه سره غاړه غړۍ کړي.
په دغه مجموعه کې باز هغه څه راټول کړي چې دده ذوق يې غواړي او مينه ورسره لري. د نړيوال فيلسوف شکسپير دا وينا مې ډېره خوښه ده چې وايي د انسان ژوند د يوې ډرامې په څېر دى، هر انسان سټيج ته راځي خپل کردار ادا کوي او بېرته ځي. ماشومتوب، هلکتوب، ځواني، پخه ځواني او بيا بوډاتوب دا ټول د انسان په ژوند کې خپل خپل ځاى او خپلې خاطرې لري. هو! خو دا يوه ځانګړنه يې ډېره ښه ده چې د هرې مرحلې خپل خپل رنګ او خپل خوند وي.  په دغو مرحلو کې يوه هم د ځوانۍ مرحله وي چې انسان په کې د ښه او بد توپير ښه کولاى شي او په خپل وجود کې هم ديو ډول تغير او تبديل احساس کوي، دغه مهال نو د عشق جذبه، د هېوادنۍ مينې جذبه او له ځينو نورو معنوي او مادي ارزښتونو سره د انسان د مينې جذبه زياتېږي چې زياتره بيا په دغه مينه کې د ليونتوب تر سرحده ورسېږي.
دا ضرور نه ده چې د انسان مينه دې يوازې له انسان سره وي، څوک له يو څه سره مينه لري او څوک له بل څه سره، څوک له دولت سره او څوک له قدرت سره، خو باز هغه انسان دى چې په ځوانۍ کې يې له انسانانو سره دمينې ترڅنګ د شعر له ښاپيرۍ سره هم دمينې رشته ټينګه کړې او ددې مينې د کاميابيو او ناکاميو اظهار يې وخت په وخت نورو ته په سندريزه ژبه کړى اوس د شعر د ښاپيرۍ مينې باز داسې صيقل کړى چې په زړه کې يې يوازې او يوازې مينه ده، ذهن يې په مينه رڼا ده او ژوند يې همدې مينې ته وقف کړى، ځکه خو اوس دخپل چاپيرچل سره سره د ټولې دنيا لپاره هم په مينه او سوکالۍ کې ژوند غواړي او هيله لري چې دمينې او سولې کوتره په ټول جهان وزرونه وغوړوي او له له ټولې نړۍ نه شر راټول کړي چې ټوله نړۍ د باز په څېر له دغه خونده برخمنه شي لکه چې وايي:
داسې وخت دې راشي چې خلک ووايي
سولې له نړۍ نه شر راټول کړلو

د باز په شاعرۍ کې دمينې، عشق او حسن ولوله ډېره ليدل کېږي او دا هغه څه دي چې که له انساني ژوند نه ووځي نو د انسانانو باطن به يوازې او يوازې په يوه صحرا بدله شي، نو ځکه خو باز مينې ته په زړه کې ځاى ورکړى هر چا سره مينه کوي او نه غواړي چې زړه يې يوه تشه صحرا وي.
دې پسې نه يم چې چا څرنګه نظر کړى دى
ما خو په زړه کې هميشه دمينې کر کړى دى
اوس خو د بنګو سره يو ځاى لونګ هم دودوم
د چا د غاړې لونګين په ما اثر کړى دى

باز په دې اند دى چې څوک زړه کې مينه لري نو هغه هر څه لري او ددنيا شتمن انسان دى نو د همدې باور له مخې وايي چې:
مينې شتمن دې کړم خيرونه دې وي
لکه سره زر مې زړه ته کېوتلې
د جانان کله خو را پېښه وکړه په ټولګه کې د باز د مينې د اظهار ژبه ډېره خوږه او کليواله ده، سندريزه ژبه يې دومره روانه او سليسه ده چې ته به وايې چا سره محاوره کوي، خو دغه محاورې دده په هنري قوت دومره ښکلې سندريزې شوي چې که هر څوک يې خپلې مينې ته ووايي نو ارو مرو يې زړه ته پريوځي دا بېلګه ولولئ:
خير دى لاړه به شې لږه ساه خو واخله
دتلوار دې لا تازه پرونى پل دى
باز په پورتني شعر کې خپل جانان ته درې ټکي وړاندې کوي [ عجز، عاطقه او مينه] دا دريواړه چې په يوه شعر کې ونغاړل شي نو زما په اند په بل زړه کې به خامخا د مينې اور تازه کوي او غوښتنه به منل کيږي.
په کليوالي سيمو کې چې يو څوک چا ته ووايي چې خير دى دا يا هغه کار وکړه، په دې عاجزۍ کې د انګريزانو له Please  نه ډېر زور دى او هغه به ډېرسخت زړى او بې عاطقې انسان وي چې د خير دى په مقابل کې بې له کوم دليله [نه] ووايي.
لکه دمخه مې چې وويل باز مينه غواړي، سوله غواړي، مرورتوب او جنګ جګړې نه غواړي، نو که په معاشره کې بل څوک هم وويني چې ترمنځ يې درز پيدا شوى ورته اندېښمن کېږي او ورو ورو بيا دغه اندېښنه دده په ذهن کې يو تصوير جوړ کړي او وايي:
له چا به مروره وه هغه د سيند په غاړه
څپه چې ورته پښو کې پرېوته د سيند په غاړه

زه نه غواړم دباز او دده د شعر د ښاپيرۍ نور رازونه وسپړم ځکه باز هغه څوک دى چې د ژوند نيم عمر يې په ادبي بنډارونو او په شعر مئينو ښاغليو سره تېر کړى، ټول يې تر ما ښه پېژني او ټولو سره يې تل په يوه ټغر سندرې ويلي او زما په نظر دا دهمدې ادبي بنډارونو او ناستو ولاړو برکت دى چې د باز په شعر کې نيمګړتياوې يا خو نه شته او که وي هم نو ډېر کم دي، د شعر د ژبې رواني يې ددې لامل شوى چې اورېدونکو او لوستونکو ته ډېر ژر يو قکر او مانا ورکوي، تصوير، پيغام، فکر دا دريواړه هغه توکي دي چې دده په شعرونو کې ليدل کيږي او دده شعر ته يې يوه ځانګړې ښکلا ور بخښلې ده. زه قکر کوم باز هغه منزل ته ځان په لږ وخت کې ځان رسولى  چې ډېر رياضت ورته په کار دى او ډېر مزل غواړي.
همدا راز زه د باز په خوي اخلاقو او ژوند هم نه غږيږم ځکه د بازمحمدعابد د لومړۍ ټولګې په سريزه کې ښاغلي کاروان دده له شعره زيات دده په ژوند اوڅېره غږيدلى. په پاى کې الله پاک ته لاسونه لپه کوم چې باز د پښتو ژبې ساغر صديقي کړي، ځکه ساغر صديقي او بازمحمدعابد ډېرې نښې سره ورته دي او ساغر د اردو ژبې هغه مشهور شاعر دى چې د پاکستان له بسونو او هوټلونو نيولې تر کالجونو پورې ټول ديوالونه د ساغر صديقي په شعر ښايسته شوي. ما دا دعا ځکه وکړه چې ما يادونه وکړه ددوى ترمنځ مې څو ورته  نښو ته پام شو، همدا اوس مې کليات ساغر او کليات بازمحمد عابد دواړه مخې ته ايښي دي تصادفا ددواړو مجموعو د پښتۍ رنګونه سره ورته دي، ددواړو شاعرانو رسامي شويو تصويرونو ته چې زه ګورم دواړه يو ډول رنګ او څېره لري، ساغر هم ويلي چې په مينه موړ شوى نه دى او باز محمدعابد هم دمينې سوى لوى پتنګ دى، د ساغر شعرونه هم د لاهور او کراچۍ د کالجونو شاګردانو په غونډو او محقلونو کې ويلې او د باز شعرونو هم د ځوانو محصلينو او نورو کليوالو ځوانانو پر ذهنونو سيورى غوړولى، ساغر به هم د لاهور د ګوالمنډۍ د سړک پر غاړه خپلو ملګرو شاعرانو او نورو ځوانانو ته خپل شعرونه ويل او د هغوى شعري ذوق به يې خړوبولو او عابد هم دغسې قلندرانه وختونه او شېبې ډېرې د پېښور دصدر د  رنګينه بازار تر شا د چايو په يوه زاړه هوټل کې  له  يارانو سره يو ځاى
تېرې کړي. خو يو توپير چې په دې دواړو کې شته هغه دادى چې ساغر يوازې دشعر له ښاپيرۍ سره مينه کوله او نور ژوند ته يې شا کړې وه چې په پاى کې دغې مينې د ليونتوب تر بريده ورساوه، خو عابد د شعر له ښاپيرۍ سره دمينې ترڅنګ د ژوند نورو چارو ته هم اوږه ورکړې  کله چې دژوند د ستونزو دغه پيټى د لږ وخت لپاره هم له اوږې ښکته کوي نو په همدغه لږ وخت ساه اخيستو کې دمينې او محبت داسې ګلونه کري چې تر ډېره وخته به يې د پښتو شعر او ادب مينه وال له خوشبويۍ نه خوند واخلي.
 نو د چا خبره بازمحمدعابد [لايق صد تحسين هے] په پاى کې به ورته د ساغر دا بيت ډالۍ کړم چې وايي:
روداد محبت کيا کهى، کچ ياد رهى کچ بهول ګے
دو دن کى مسرت کيا کهى، کچ ياد رهى کچ بهول ګے
اب اپنے حقيقت بهى ساغر بے ربط کهانى لګتى هى
دنيا کى حقيقت کيا کهى، کچ ياد رهى کچ بهول ګى