دښاغلي محب الله اسرار سره مرکه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عزت الله شمسزی
  • 1329

جلال اباد ښار د امريکا سنټياگو ښاريې خور لڼې ( Sister City) ښاريه ده ، اسرار 
- ښه اسرار صيب كه تر هرڅه دمخه دخپلو لومړنيو او منځنيو زده كړو په باره كې لنډ معلومات راكړئ؟
- لومړنۍ او منځنۍ زده کړې مې د پاکستان په بيلابيلو ښوونځيو کې ترسره کړې دي. لمړنۍ  زده کړې مې د شمالي وزيرستان ميرانشاه  افغان کمشنرۍ په ښونځي کې ترسره کړي او منځنۍ زده کړې مې د حزب اسلامي الفتح عالي ليسه کې چې  لمړى په بنو ښار کې او بيا شمالي وزيرستان ميرانشاه ته نقل شوه ترسره کړي دي.

- په ١٩٩٣ عيسوي کال کې په پيښورکې د دعوت جهاد پوهنتون د ادبياتو انگليسي ډيپارتمنټ کې شامل او ١٩٩٦ کې چې له بده مرغه دعوت جهاد پوهنتون په پيښور کې وتړل شو نو لمړې د دعوت و جهاد پوهنتون جلال اباد او بيا وروسته کابل ته ولېږدول شو او په کابل کې ډير زر د کابل له پوهنتون سره يوځاى شو چې ١٩٩٧ کال کې له کابل پوهنتون څخه فارغ شوم.
- په ننگرهار پوهنتون كې مو په كوم ديپارتمنټ كې درس وركاوه او څومره وخت مو درس وركړ؟
- په ٢٠٠٤ کال کې چې د ځينو ملگرو په مرسته د ننگرهار پوهنتون د ادبياتو په پوهنځې کې د انگليسي ډيپارتمنټ تاسيس شو نو تقريبا يوکال مې تدريس وکړ او په ٢٠٠٥ کال کې مې د ځينو مشکلاتو له امله تدريس پريښود  او د دوهم ځل لپاره مې ٢٠٠٦ کال په اخير کې بيا په نوموړې پوهنځى کې تدريس پيل کړ چې تر دې دمه په همدغې پوهنځي  کې استاد يم.
- دا اوس چې مو د امريكې سكالرشيپ ترلاسه كړى او هلته زده كړه كوئ، كه لږ معلومات راكړئ دغه سكالرشيپ موڅنگه تر لاسه كړ او كومې لوړې زده كړې به كوئ هلته؟
- دا چې جلال اباد ښار د امريکا سنټياگو ښاريې خور لڼې ( Sister City) ښاريه ده نو ددې دواړو ښارونو پوهنتونونه ( سنټياگو سټيټ يونيورسيټي او ننگرهار پوهنتون) يو له بل سره د  زده کړو په  بيلابيلوبرخو کې مرستې کوي. د بيلگې په توگه د ننگرهار پوهنتون د طب پوهنځى او انگليسي ديپارټمنټ استادانو ته لنډ مهالي ښوونيز سفرونه د سنټياگو د پوهنتون له خوا برابر شوي چې يو شمير استادانو په دې سفرونو کې برخه اخيستې ده. بايد ووايم چې دا زمينې د روټري انټرنيشنل ادارې په هلو ځلو ترسره شوې دي.
روټري انټرنشنل (Rotary International) د نړيوال بانک سره په گډه مالي مرسته په پام کې لري چې د ننگرهار پوهنتون د انگليسي څانگه په نړيوال معيار برابره کړي تر څو په راتلونکو ٥ څخه تر ٧ کلونو پورې د ماسټرۍ تر دورې پورې زده کوونکي وروزي.
راتلونکي تعليمي کال کې به ١٠٠ تنه نوي زده کونکي د انگليسي ډيپارټمنټ ته شاميليږي. نويو زده کوونکو ته د سنټياگو او ننگرهار پوهنتونونو په گډه مرسته  معياري تعليمي نصاب چمتو شو او تدريسي کتابونه چې پر سمعي او بصري تدريسي موادو مجهز دي تيار کړل شول،  همدا راز د روټري انټرنشنل په مرسته  ننگرهارپوهنتون کې د انټرنيټ کلب چې تقريبا ٢٠ پايې کمپيوټرونه لري تاسيس شوى چې همدا اوس ترې استادان او زده کوونکي گټه اخلي او همداراز يې هغو خارجې استادانو لپاره چې د تدريس لپاره به د ننگرهار پوهنتون ته راځي يو وړوکى ميلمستون او په نزدې راتلونکې کې به د  ٧٠نجونو لپاره د ليليې سهولت برابروي چې دا ليليه به په نړيوال معيار برابره وي ان تردې چې دا ليليه به ١٠ پاې کمپيوترونه او د انترنيټ سهولت ولري. دا چې د ننگرهار پوهنتون د انگليسي ډيپارټمنټ د مسلکي استادانو له کمښت سره مخ دى نو روټري انټيرنشنل او د ننگرهار پوهنتون مناسبه وبلله چې د انگليسي ډيپارټمنټ دوه تنه استادان بايد د ماسترې دورې لپاره د امريکا غوره پوهنتونونه ته وليږي ترڅو د انگليسي په تدريس کې ماسټري تر لاسه کړي او  تر بيرته ستنيدو وروسته په نوموړي ديپارټمنټ کې درس ورکړي.

وټري انټرنيشنل ددې پروگرام لپاره يو څوتنو استاذانو سره انټرويوگانې وکړې چې په نتيجه کې يې ښاغلى محمد رفيع صياد ته د سنټياگو پوهنتون او ما ته د ميشيگن مرکزي پوهنتون کې د انگليسي ژبې په تدريس کې د ماسترې لپاره سکالرشيپونه راکړل.او بايد زياته کړم چې د سنټياگو او ننگرهار پوهنتونه په پام کې لري چې راتلونکي اوړي په رخصتيو کې ٤ يا ٥ تنه د انگليسي ډيپارټمنټ استادان د انگليسي ژبې لنډ مهاله کورسونه لپاره د سنټياگو پوهنتون ته راوبولي.  خداى دې وکړي چې جواب مې ډير اوږد شوى نه وي. (په خندا ...)
 
- څه هدف مو و، له دغه سكالرشيپ اخيستلو څخه؟
- ددې په لپاره چې د انگليسي ژبې په تدريس کې لوړې زده کړې ترلاسه کړم او له ستنيدو وروسته خپلو هيوادوالو ته دتدريس په ساحه کې خدمت وکړم.
- څومره وخت به هلته تېروئ؟
- د ماسټرۍ  دوره دوه کاله وخت نيسي او وروسته تر دې به خپل هېواد ته ستنېږم.
- هلته مو كوم كارونه مخې ته دي او د ننگرهار پوهنتون د راتلونكي لپاره څه طرح، مفكوره او يا پلان لرئ؟
- د اوړي په رخصتيو کې مې د سنټياگو پوهنتون کې په ځينو لنډ مهاله کورسونو کې برخه واخيسته تر څو د ماسټرۍ لپاره ځان چمتو کړم  او همداراز مې د سنټياگو پوهنتون سره د ننگرهار پوهنتون د انگليسي ډيپارټمنټ لپاره د تعليمي نصاب په چمتوکولو کې مرسته وکړه.

څه فكر كوئ چې افغان ځوانانو ته په اوس وخت كې په بهرنيو هېوادونو كې زده كړې مهمې دي او كه نه؟
- دا چې په تيرو ٣٠ کلونو کې اکثر تعليم يافته افغانان نورو هيوادونو ته په هجرت مجبور شول او يا شهيدان شول نو گران هيواد افغانستان دا مهال په لوړو زده کړو سمبالو افغانانو  په ځانگړي ډول استادانوته اړه لري نو بايد محصيلينو ته په خارج کې د زده کړو زمينه مساعده شي.
- ښه اسرار صيب لږ به ورځنيو خبرو ته راشو، رښتيا په يوه نا اشنا چاپېريال كې يوازې ژوند څنگه دى ايا  ديو محصل لپاره ستونزمنه وي او كه نه؟
- شمزى صيب که رښتيا ووايم نو دلته چې هرڅه زمونږ له کلتور او مذهب سره ډير توپير کوي ژوند ډير بې خونده او ستونزمن دى خو که څوک په مخه کې يو سپيڅلى هدف ولري نو بايد دا سې ډيرو ستونزو ته په خوښۍ غاړه ورکړي. لکه چې يو څوک وايي:
زما له عمره سره سمه
ميرات شې غمه په خندا د تيرومه
- يو وخت خو مو شعر او شاعرۍ كې هم گوتې وهلې اوس څنگه دى؟
- والله هغه پخوانى مزه مې نشته خو کله کله يو بيت نيم وليکم.
- اسرار صيب په جانان ويببلاگ كې مو د مولانا ذاكر نايك د مناظرو د ژباړنې يوه ښه لړۍ پيل كړه چې ډېر په زړه پورې و خو بيا مو پرېښود لامل يې څه و؟
- نه شمسزى صيب پريښي مې نه ده خو د ډيرو مصروفيتونو له امله رانه راتلونکې ليکنې او ژباړنې وځنډېدې چې ډير ژر به دوام ومومي.
- ستاسې په اړه ځينې ملگري وايي چې اخواني ډوله ټيپ لرئ، دا سمه ده او كه نه؟
- ها ها ها ...... که له عصري زده کړو سره اسلامي زده کړو کې دلچسپي لرل اخوانيزم وي خو بيا رشتيا هم اخوانى يم او که نه د اخواني نه د مقصد سياسي ډلې سره تړاو وي نو زه په سياسي لحاظ له هيڅ يوې ډلې سره تړاو نه لرم. هرهغه ډله او گوند چې خپل دين او وطن ته وفاداره وي زه يې ځان يو غړى بولم.
- اسرار صيب يوه شخصي پوښتنه تاسې چې كله په افغانستان كې وئ، په لږ وخت كې ډېر پرمختگ وكړ او په بېلابېلو ولايتونو كې مو په لوړو پوسټونو كې دندې ترسره كړې، ددغه چټك پرمختگ لامل په څه كې و؟
- خداې د داسې حيران که لکه زه چې د حيران کړم. ددې تر شا دوه لاملونه دي.
 ١) اوريدلي به د وي چې هره ناکامي چې انسان ورڅخه درس واخلي کاميابي ده  او يا دا چې که څوک کاميابي او پرمختگ غواړي نو بايد(Risk) خطر په ځان ومني.
٢) وايې چې بخت يو ځل د هر چا دروازه ورټکوي که چا ورته هرکلى وکړ ښه په ښه او کنه نو ډير ښه چانسونه له  لاسه ورکوي.
١) يوځل مې په ننگرهار کې کله چې د انتخاباتو پروسه کې کار کاوه يو ډير ښه چانس  له لاسه ورکړ او وروسته ډير پښيمانه وم خو ښه دا وه چې درس مې ورنه واخيست او بيا مې هغه تيروتنه تکرار نه کړه.
- ښه دا راته ووايه چې په خپل ځان كې دې كوم شى خوښېږي؟

- په خپل ځان كې مې دا خوى خوښ دى چې غواړم دخلكو خدمت وكړم.  خپلو ملگرو ته تل رښتيا وايم او پر ځان باور لرم

ډېره مننه چې دخپلو درسونو وخت مو ماته راكړ او له خپلو هېوادوالو سره مو خپله مينه ښكاره كړه.

مننه له تاسو نه هم چې د جلال اباد پوهنتون د راتلونكي په اړه مو وپوښتلم.