د بختیار ساحل شوګیرې


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • بختیار تلاش
  • 1359

 د شاعرانو له خوا په یوه ځای کې راټولېدل او په یوه ځانګړي بیت ،چې د ټولو پرې خوښه وي، مشاعرې کولو ته فی البدیهه ( سملاسي) مشاعره وايي.

په پښتو شاعرۍ کې ددې مشاعرې د مخینې په اړه له چا سره کره معلومات نه شته؛ خو له تېرو څه باندې لسو کلونو را پدې خوا د ځوانو شاعرانو ترمنځ دا ډول مشاعره کول خورا دود موندلی.
زه د لته د فی البدیهه ( سملاسي ) مشاعرو د تاریخ او ارزښت په اړه نه  څه نه لیکم، بلکې د ځوان او ښه شاعر احمد بختیار ساحل ددې هڅه په اړه یو څو کرښې تورل غواړم ،چې د ځوانو شاعرانو په لاس ورغلې فی البدیهه ( سملاسي) مشاعرې يې په یوه ټولګه کې راټولې کړي ، دا ټولګه ( شوګیرې ، في البديهه مشاعرې ) نومېږي.
شوګیرې ( في البدیهه مشاعرې ) ټولګه کې د ښه شاعر احمد بختیار ساحل په زیار هغه سملاسي مشاعرې راټولې شوي،چې  شاعرانو په منځ کې د ټیلیفون له لارې، د انټرنېټ له لارې او یا هم په یوه ځای کې د بنډار په ډول ترسره کړي دي . د ځېنو شاعرانو په وینا ، اکثراً دغه مشاعرې د شپې په نیمايي برخه کې ترسره کېږي،چې شاعران پرې خپلې شېبې رنګینوي.
دغه کتاب د ۲۰۰۰ په تعداد په ۱۳۹۱ هجري لمریز کال کې د ګودر خپرندویه ټولنې له خوا په ۱۴۵ مخونو کې په ښه صحافت کې خپور شوی. په کتاب کې د ۴۶ په شاوخوا د بېلا بېلو شاعرانو سملاسي مشاعرې راغونډې شوي.
ښاغلی ساحل د کتاب په ډالۍ کې کاږي:
ډالۍ (( زما درېیو مشرانو ملګرو: انجینر نوروز احمدزي، انجینر قاسم ستانکزي او محمد داود عزیزي ته، چا چې په هر وخت کې زما د کارونو ستاینه او مرسته کړي ده ))
ښاغلي ساحل د مشاعرو د راټولولو تشه لیدلې، ځکه یې دا چاره تر سره کړې ، د وايي ما پخوا په چاپی بڼه د بېلابېلو شاعرانو سملاسي مشاعرې نه وې لیدلې نو په همدې پار مې دې کارته زړه ښه کړ ، دی وايي (( دا في البدیهه مشاعرې ما په داسې حال کې راټولې کړي،چې دې چارې ته تر اوسه پورې چا پوره پاملرنه نه وکړي. ښايي ما به هم ټولې نه وي راټولې کړي؛ خو تر خپلې وسې مې هڅه کړې ده،چې ښې مشاعرې راټولې کړم او په لومړي ټوک کې ورته ځای ورکړم،موخه مې داده ،چې په دا یواځینی کتاب نه دی؛ بلکې که ژوند وفا وکړه، نو دا به ټوک په ټوک خپروو))
په کتاب کې لومړۍ مشاعره د پیر محمد کاروان، زاهدشاه انګار، اجمل اند، عبدالله څار او عزت الله ځواب ترمنځ شوې ده،چې یوه یوه به یې د بېلګه په ډول راواخلو:

شپه د ژمي شپه ده ګرانه یاره غزل وایه
له انده یې راواخله تر انګاره غزل وایه
کاروان
ټپو په شان خوږه، خوږه یې ماته زمزمه کړه
د مستې کلیوالې راته څاره غزل وایه
اند
ځواب به یې په څه وايي که ویښې جینکۍ شي
کاروانه غلی ، غلی په کراره غزل وایه
انګار
اوس خیر که پېغلې نه شته،منګی نه شته ګودر نه شته
رڼو سپينو اوبو ته دې چیناره غزل وایه
څار
سر پورته کړه دا خړ پړ خیبر دې بیا شاعرانه کړه
حمزه کله نا کله له مزاره غزل وایه 
ځواب 
یوه خبره چې یادونه یې اړینه بولم، هغه دا چې په ځېنو مشاعرو کې د شاعرانو بیتونه سره رد او بدل شوي دي، یانې د یوه شاعر نوم د بل شاعر د بیت لاندې لیکل شوی.
په هر صورت بیا هم له ښاغلي ساحل صیب مننه،چې دې تشې ته یې پام شوی او په خپل ټول زیار یې خورې ورې مشاعرې راټولې کړي دي او د شاعرانو ګډه مینه یې لا سره ګډه کړه کړې ده.