هغه ستره ملي پروژه چې ډیر ژر باید پلي شي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • علم ګل سحر
  • 1186

د پاکستان حکومتي مقاماتو اعلان وکړ چې د روان میلادي کال په پای ته رسیدو سره به د هیڅ افغان مهاجر د مهاجرت اسناد نوي نه کړي او په دې هیواد کې به اوسیدونکي میلیونونه افغان مهاجر په زور خپل هیواد ته ستانه کړي. پاکستاني مقامات افغان مهاجرین یوه ستره ستونزه بولي چې دوی ته یې بې شمیره اقتصادي زیانونه اړولي دي، دغو پاکستاني مقاماتو دا هم ویلي چې دا ځل به د نړیوالې ټولنې د اندیښنو پروا هم ونه کړي او دغه  افغان کډوال به افغانستان ته ستانه کړي.

ددې ترڅنګ زموږ بل ګاونډي ایران چې هغه هم د میلیونونو افغان مهاجرینو کوربه دی لا دمخه څوڅو ځله له خپله هیواده د افغان مهاجرینو د جبري ستنولو ګوتڅنډنه کړې وه. او د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د تړون د لاسلیکولو په وخت کې خو یې د افغان مهاجرینو د بیرته ستنولو موضوع د یوه اخطار او فشار په توګه مطرح کړه.
له دې پرته د ایران اسلامي جمهوریت له افغان مهاجرینو سره داسې چلند را اخیستی دی چې هغه د چا خبره د جبري ستنولو دې بلا پرې وګرځي. هره ورځ افغان مهاجرین وژل کیږي، ایرانیان یې په ډله ایز ډول کورونو ته اور اچوي، لنډه داچې هر جرم وي پر افغان مهاجرینو یې ور تاوانوي.
ایران پخپلو قوانینو کې له افغان مهاجرینو سره تل توپیري چلند کړی او هغوی پخپلو قوانینو کې دیوه انسان په توګه هم نه مني. په وروستیو کې یې آن پر افغان کډوالو د موټر چلولو بندیز هم ولګاوو.
زموږ دغه دوه ګاونډیانو هرکله یې چې زړه غوښتي افغانستان ته یې د افغان مهاجرینو دجبري ستنولوموضوع  مطرح کړې او ځینې وختونه یې عملي کړې هم ده. اوس دادی یوځل بیا دغه اخطار له سره مطرح کوي.
په مقابل کې یې دافغان مسوولو مقاماتو چلند څه دی؟ دافغانستان د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت ځواب ددغو اخطارونو په مقابل کې بیا هم سوړ او غیر مسوولانه دی. دوی وایي چې د ژنیو د کنوانسیون له مخې پاکستان یا ایران دا حق نه لري چې افغان مهاجرین په زور ستانه کړي. کله چې ترې پوښتنه وشي چې تاسې په دې اړه تراوسه پورې څه کړي دي؟ ځواب یې په دې اړه د پالیسیو جوړول وي او په عمل کې یې هیڅ کار نه وي ترسره کړی. که بیا هم ترې وپوښتل شي چې تاسې د افغانستان دیوه مسوول ارګان په توګه ددغو تهدیداتو په مقابل کې څه کول غواړئ.؟ وایي چې دوی به له دغو هیوادونو سره خبرې وکړي چې د افغان کډوالو د مهاجرت اسناد د دریو کلونو لپاره نور هم تمدید کړي. اوبس.
پوښتنه داده چې تر څه وخته تمدید؟ تر څه وخته به زموږ مقامات زارۍ کوي، تر څه وخته به په نورو هیوادو کې زموږ وطنوال سرګردانه او له ډول ډول تهدیدونو سره مخ وي؟
آیا په دې تیرو کلونو کې هیڅ امکانات نه و، چې ددغو مهاجرینو غم پرې خوړل شوی وای. که حساب وشي دافغانستان د کډوالو او بیرته راستنیدونکو وزارت د غیر مسلکي مشاورینو او نورو نازولو پر میاشتني معاش زموږ په زرګونو مهاجرین پخپل هیواد کې بسیا کیدای شوای.
څو میاشتې دمخه د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د برخې یوه مسوول مقام وویل چې د افغان مهاجرینو د بسیا کیدو لپاره یو میلیارد ډالر بس دي. که له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې تیرو لس کلنو مرستو او شویو لګښتونوته وکتل شي یو میلیارد ډالر دومره ډیرې پیسې نه ښکاري. زه حیران یم چې زموږ حکومتي مقاماتو ولې په تیرو لسو کلونو کې په دې اړه نړیوالې ټولنې ته وړاندیز نه دی کړی، ولې یې هغوی ته قناعت نه دی ورکړي چې دغه ستره پروژه عملي شوې وای او افغان مهاجرین پخپل وطن کې بسیا شوي وای؟ د ډیر افسوس ځای دی چې زموږ حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه هیڅ نه دي کړي.
وخت ډیر ضایع شوی او ډیر فرصتونه مو له لاسه ورکړي، خو اوس هم لا وخت شته چې دغه ستره پروژه پلي شي او افغان کډوالوته پخپل وطن کې دعزت ژوند مهیا شي.
زموږ اړوند حکومتي مقامات باید نور وخت له لاسه ور نه کړي او خلک هسې په خبرو ونه غولوي. 
که نن وي که سبا وي زموږ دغه دوه ګاونډیان به افغان مهاجرین افغانستان ته جبرآ ستنوي. زموږ حکومتي اړوندې ادارې باید سر له اوسه لاس په کار شي او ددغې سترې ملي پروژي پلي کولو ته مټي را ونغاړي. سبا به ناوخته وي.