د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو وروستۍ ټاکنې چې وې،ننګرهار کې وم او دفتر د خوګیاڼو،شېرزادو او حصارک ولسوالیو خبري پوښښ راسپارلی و.
خوګیاڼو کې مې د څو چاودنو،بریدونو او پراخو وېرو په بدرګه څو ساعته تېرکړل، شېرزادو ته پر کنډو کپر لارې چې برابریدو، د ځایي موټر چلوونکي په شان مې له یوه لونګه پګړۍ وتړله،د ټاکنو د نوم لیکنې کارت مې د یوه خوړ غاړه کې د یوې لویې تېږې سینې ته وسپاره، رایه مې نه وه ورکړې،د ګوتې پر نه توروالي ډاډه وم،لاره زخمي،زخمي،ګردجنه او د سړک غاړې ته د ولاړو وسله والو په واک کې وه، چاغږ ځکه نه را کاوه، چې زموږ له موټره هم د تحمیلي ترانو غږ جیګیده، ښېښې مو ځکه ټېټې کړې وې، چې ترانې واوري او مزاحم مو نه شي.
حصارک راته تر شېرزادو هم ناامنه را وپېژندل شو،دا هم د خوګیاڼو ګاونډۍ ولسوالي وه، ورنغلم،وروسته یې له ناامنیو خبریدم،خلکو ویل، له شېرزادو سره یې یو توپېر دا دی، چې دلته راتلونکي پاکستاني جنګیالي چې سخته پرې راشي،د وزیرستان پرځای د لوګر اذرې ته اوړي.
لږې ورځې وړاندې خبرشوم، چې حصارکیانو د وسله والو پرضد پاڅون کړی،وایي نور زورواکي او ناحقه ځور نه زغموو.
د حصارک پاڅون نورو نه په دې مختلف ښکاري، چې قوم ورته تېږه اېښې،څوک چې لاس نه ورکوي، ناغه کېږي.
حکومت د هرکلي حق لري؟
د دفاع وزارت ویاند د دې پاڅون هرکلی کړی او یو ډول خپله لاسته راوړنه یې ښودلې.
زه چې د ختیځ او په ځانګړي ډول د ننګرهار له حکومتوالۍ څومره نېږدې نه خبریم، تر ډېره یو نه منونکی جوړښت،مافیایي بڼه او له ولسه په واټن کې تصویر لري.
د ننګرهار اداره د همدې ستونزو له لاسه پاتې راغلې، چې ولس، په ځانګړي ډول د ناامنو سیمو خلکو ته د هغوی برحقه خدمات مساعد کړي، حصارک به یې مثال کې یاد کړو، روغتیایي اسانتیاوې،معارف،کرنه،کار،رغونه دا ټول پکې په نشت حساب او یا بیخي په ټېټه کچه دي.
حصارک غره ییز ځای دی، سېلابونه ډېر پرې راځي، یو ځل یې ولسوال زنګ راووهه، ویل یې غږ مې خپور کړﺉ،د خدای لپاره ولس اوبو غرق کړ، حکومت یې پوښتنه قدرې نه کوي.
تر کرزي وړاندې چې عبدالحق د طالبانو پرضد افغانستان ته د عملي فعالیت لپاره راغی،د لوګر اذرې ته ولاړ او پلان یې و، چې حصارک یانې خپل کلي ته، چې له مخکې قومي مشرانو او ځینو چارواکو ورسره خبره یوه کړې وه، لاړشي او له هغه ځایه خپلې هڅې سمبالې کړي.
اوسنی حکومت، چې د ننګرهار اداره یې یوازینی مثال نه شي کېدای او خامخا یې هره ولایتي اداره دې ته ورته ده، باید زېږیدلې ناامني پر ولس خپله یوه بده تحمیلي لورېینه او وسله وال پاڅونونه له ځانه د ولس نهایي نهیلي او مجبوریت وګڼي.
دې نه وروسته:
پاڅون پیل شو، ولس که تېري لاندې ډېر و که کم، خو یوه چارواکي وویل، چې لومړنی ولسي غبرګون هغه وخت پیل شو، چې وسله والو د ولسوالۍ پر ودانۍ حمله کوله،یانې حکومت له خپلې بېوسۍ او مجبورۍ نه د ولس د پاڅون ملاتړی دی.
د پاڅون په اړه بېلا،بېل تعبیرونه اوریدل کېږي، خو ماته چې څه ترهر څه ډېر درد راکوي،د خپل مخلص ولس مظلومیت،محرومیت،مجبوریت او عاقبت دی.
جګړه مار،ځانغوښتونکي او سیاسي سوداګر به ترکومې دا ولس د خپلو دسیسو لوبغاړي ساتي؟ولس به ترکله نوم ورکی سپاهي وي؟
دې پوښتنو ته رېښتینی او قانع کوونکی ځواب موندل او پر خلکو یې موندل ضرور دي، د نظام اوسنی هرکلی او په اصطلاح سیاسي منافقت د ولس د راتلونکي او د پاڅونونو پایلو ته ډېرې اندېښنې رامنځته کړي، د دومره وسله وال ځواک، نړیوال ملاتړ او د باران په شان وریدونکو پیسو په پرېمانۍ کې وږی او بېوسه ولس باید نور د خپل حق غوښتلو ته مجبور نه کړی شي.
دا وګړي په وجود څومره غني دي
خو په برخه جوارګر دي،تاواني دي
سایل