د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر د ۱۳۹۱ کال د شپږویشتمې غونډې ریپوټ


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نعیمه غني
  • 1108

 میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر پرون شنبه د لړم د میاشتې په یوویشتمه نیټه د ښوونې او روزنې د وزارت په کلوپ کې غونډه وکړه. د غونډې مشره آغلې مدهونا حیدري او ویانده یې شکریه کمالزۍ وه. د میرمن بهیر د پغمان له څانګې څخه آغلې مینه امین او یاسمین کریمي، د آسترلیا له هیواد څخه راغلی ژورنالست ښاغلی راس مګدونال په غونډه کې میلمانه وو د دې ترڅنګ د آریانا تلویزیون ژورنالستې د غونډې له بهیر څخه ريپوټ هم برابر کړ.

غونډې د معمول په څیر درې برخې لرلي. د کاري مسایلو په برخه کې لومړی د میرمن بهیر تکړه غړې نظیفې نصري د تیرې جمعې په ورځ د افغان کلتوري ټولنو د همغږي جرګې په کلنۍ عمومي غونډه کې د میرمن بهیر د ګډون د یادولو په لړ کې د دې غونډې د مهمو موضوعاتو لکه په یوویشتمه پيړۍ کې د فرهنګي ستونزو او د اړیکو د ټینګوالي مسئله او په مورنۍ ژبه د زده کړو د موضوع په اړه لنډ ریپوټ غونډې ته وړاندې کړ له دې وروسته آغلې ساهره شریف په دې غونډه کې د میرمن بهیر په اړه خپلو څرګندونو ته اشاره وکړه او وویل چې د میرمن بهیر له شته ستونزو سره سره د خپل فعالیت په نسبتاً لنډ وخت کې توانیدلی دی چې ښې او ګټورې لاس ته راوړنې ولري، چې دا د میرمن بهیر او په ټولو کې د افغان میرمنو موقف او مقام په ټولنه کې لوړ بیایي. له دې وروسته د غونډې ګډونوالو د ژمنې سره سم د  آسترالیایي ژورنالیست لپاره خپل شعرونه ولیکل او هغه ته یې وسپارل چې په انګلیسي ژبه ترجمه او په نړیوالو رسنیو کې خپاره شي، چې د هغوی له خوا د کور ودانۍ په ویلو سره ومنل شول.
د کره کتنې په برخه کې  لیمې نیازۍ یو په زړه پورې طنزیه لیکنه ولوسته او د غونډې له ګډونوالو یې د هغې د کره کتنې غوښتنه وکړه. چې د غونډې ګډونوالو په وار سره خپل نظریات له لیکوالې سره شریک کړل او له لیکوالې یې وغوښتل چې له دې نه د  ښو طنزیه لیکنو لپاره دې د طنز په هکله مطالعه وکړي او ډيرې دا ډول لیکنې دې ولولي تر څو یې لیکنې لا پخې شي. لیکوالې د مننې په کولو سره د نظر ورکوونکو سپارښتنې له ځان سره یاداشت کړې.
د غونډې به پای کې مشاعره وشوه چې په سر کې تنها همدرد د تیلیفون په لیکه خپل شعر واورولو او له هغې وروسته میرمنو هرې یوې بلقیس محبوبي حقیق،حورې سپيڅلې، سایره شریف،شکریې کمالزۍ، نظیفې نیازۍ، حلیمې، حسینې، نجیبې بهیر، ریحانې بهیر،ګلالې شریفي، مینه منګل، نادیې انوري، لیمې نیازۍ، شفیقې خپلواک،مدهونا حیدري،اوږي امیل،تورپیکۍ مومند،نظیفې نصري،زمزمې نیازۍ، پاکیزې آرزو، الماس نصري، حاضرو میلمنو، او نعیمې غني خپل شعرونه ولوستل. د غونډې په پای کې د راتلونکې چهارشنبې اوپنجشنبې په ورځ د ګویته انستیتیوت او میرمن بهیر له خوا د ادبیاتو په جوړیدونکې جشن کې د ګډون کارتونه د غونډې په ګډونوالو وویشل شول. غونډه د مازدیګر په څلورنیمو بجو پای ته ورسیده.