ستومان ټلفون اوچت کړ:
- امر صاحب! دا دی درغلم، دوسیه مې ...
- اوه، د کشف امر صاحب ته يې، ما فکر کاوه چې د حوزې امر صاحب دی. نن چې راباندې سخته ده، ته هم په کور يې.
- څلور کسه مو شواهدو سره نيولي.
- بیګاه يې يو ډرېور ويشتلی او موټر يې تښتولی و.
- په کمپنۍ کې نيول شوي.
- هو، ما قسم کړی و چې د جنايي امر به يم، خو غله به نه نیسم، خو څه وکم، امر صاحب په خپله نيولي.
- بلکل، ډېر په عذاب يم. امر صاحب وايي چې دوسیه يې ژر خلاصه کړم او غله قوماندانۍ ته ولېږم، له شره یې باید خلاص شو.
- هغه دی بیا امر صاحب زنګ وهي، دا لسم ځل دی چې تلفون کوي او وايي چې دوسیه خلاصه کړم.
- ښه نو د خدای پامان، دوسیه خلاصه ده، زه د امر صاحب شعبې ته ځم.
ستومان بې له دې چې د امر ټلفون ته ځواب ورکړي، نيول شوو کسانو ته يې بد بد وکتل، دوسیه يې واخستله، له شعبې ووت او په تګ تګ کې يې تر شونډو لاندې وويل: وکیلان او وزیران يې واسطه کړي دي.