د ارواښاد کټوازي صاحب د وفات په مناسبت


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • تازه خان ويال
  • 1089

                                               د غمشريکۍ  او  تسليت پــيـــغــــام


 چې ليدې مې، خوله به ډکه له خندا وې          
 هيله داچې  وې  خندان چې کله  درشم
هلته هم که د قومونو د شناخت وېش وي             
 لټوم به دې  افغان چې کله درشم

د ګران هیواد يووالي، ترقۍ، غوړيدنیِ  او پیاوړتيا ته لېوال، سياسي او ادبي  دروند شخصيت، مرحوم  کټوازی صاحب ، نور  زموږ تر منځ، دحِرمان او ارمان  په دې نيمګړیِ او فاني دنيا کې نشته . روح دې يې تل  ښاد او ياد دې يې همېش ژوندی وي .
اِناللهِ  و اِنااِليهِ راجعون
 
ګران  او  قدرمن کټوازی صاحب، هر وخت، هر چېرته،  د هرچاسره  خوږ او مهربان  ملګری و. د نژاد، ژبیِ او محل توپيرونه یې د ملګرتيا په مخه کې نه درېدل .
 د ديارلس سوه  څلوېښتمو کلونو دوَيمه نيمايي د کابل په پوهنتون کې، په خاص ډول، دمحصلانو د څو غټو، په سیاست اخته، ډلو ترمنځ، د سياسي اِفراطيت، اِيډيولوژيک پرَديتوب ، تحليلي تحَجُر او سازماني پراګندګۍ دوره وه .  خو، لا هغه وخت هم، ځوان خيال محمد کټوازی  د، ګوتو په شمار، هغو معتدِلو سياسي کادرونو په جمله کې و چې  اِستِدلال  ورسره ممکن و، د افغان او افغانيت خبره ورسره کېدای شوه، له تيتوالي او تشتُت  يې سر درسره ټکاوه، رابطې يې نه ماتولیِ او دپيوندونو ارزښت يې پاله . ده دا درَنښت د ژوند تر پایه  د خپل چالچَلن او اړيکو داُصولو په ډول  وساته . 
د مرحوم کټوازي صاحب ياد به د سياست او ادب په دنيا کې او د  ټولو هغو چا تر منځ  چې هغه يې يو عمر له نیږدې  پېژانده، تلترتله،  نېک او دروند وي . 
  د خدای بښلي  کټوازی صاحب  د رحلت  وير او ماتم يوازي د هغه  په  معززیِ او درنیِ کورنۍ  پوریِ  نه دی محدود شوی ، د ده د وطن  بې شمېره  وطنپالیِ ادبي او کلتوري ټولنیِ او معدود اشنایان  د مغفور    دنشتوالي  د  درانه غم او درد پر ټغر ناست  دي.
موږ ددې   غم او وير په  مناسبت  د  ارواښاد  کټوازي صاحب  د درنیِ او عزتمنی کورنۍ ټولو غړو ، خپلوانو  او  د هغه مرحوم بېشمېره ملګرو  او  دوستانو ته  د زړه  له  تله  تسليت او جميل صبر  او دارالبقاء  ته تللي  خواږه  ملګري ته   د رب العلمين  له  درباره  ښکلي  جنتونه  غواړو.
                                                                                 
                                                                                    تازه خان  ويال 
                                                                                      له  لندن  نه