انجویي او پروژه یي شعارونه


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عزت الله شمسزی
  • 1176

 معلم صیب غلام نبي ګل یوه ډېره جالبه خبره کوي، " انکشاف دخلکو او مرستندویه ادارو ترمنځ یو نازک تار دی چې د افغانستان دولت او نړیوال تر اوسه په دې راز نه پوهېږي". دی د پرمختیا په برخه کې دخپلې دېرش کلنې تجربې له مخې دخپلې ادعا لپاره لسګونه څه چې سلګونه مثالونه لري. دده په وینا خلک باید د مرستندویه ادارو لاس ونه ګوري او که چېرې یې ولید نو بیا به د پرمختیا شعارونه او هڅې یوازې تر همدې مرستو پورې محدودې وي. 

زما یې د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ مثال خوښ شو. د ۱۳۸۱ کال په شاوخوا کې د دولت شاه ولسوالۍ شاه خوا سیمې شاړې ځمکې وې، سیند په ټیټه ځمکه کې تېر شوی و او هغه ځمکې چې د غونډیو پر لمنو پرتې وې هغه یې نه خړوبولې. خلکو اوه کاله پرله پسې کار وکړ، د غره په سینه کې یې  د اوبو نهه نیم کیلومتره کانال تېر کړ او اوس دادی د نورو هېوادونو غلې، دانې ته محتاجه نه دي. هر کور دیوې ټوټې ځمکې خاوند دی. خلک له همدې ځمکو دومره حاصل راټولوي چې هم یې ټول کال خپله خوري او هم یې په اضافي پیسو حجونه کوي. 
معلم صیب ګل هغه مهال ددې سیمې خلک وهڅول او د وسایلو مرسته یې ورسره وکړه، خو وایي تر اخره مې کوښښ دا و چې خلک باید دا احساس نه کړي چې کومه مرستندویه ټولنه ورسره مرسته کوي. دوی باید په دې راز خبر نه شي. خلک باید فکر وکړي دا هرڅه دوی خپله کوي، او همداسې وشول، ځکه چې له هغ یو شمېر برمو او نورو وسایلو پرته چې معلم صیب ګل ورکړې، نور ټول انساني ځواک د خلکو و، هر کور مجبور و د کانال په کېندلو کې کار وکړي او که په کور کې مېړونه نه لري، یوه اندازه غله دانه مرسته باید وکړي. 
کلیوالو فیصله کړې وه چې د کلي پیسې باید د باندې ونه وځي، په دې کانال کې باید مزدور د همدې کلي وي او په مزدورۍ کې باید غله واخلي. کله چې به یې مزدورانو ته غله کمېدله نو د نورو کلیو خلکو به ورسره مرسته کوله. 
په افغانستان کې اوس مهال ګڼې پرمختیایي او ټولنیزې پروژې لګیا دي کار کوي، ځينې یې ناکامه دي او ځينې کامیابه خو بیا هم تر اوسه خلکو ددې پروژو د مالکیت احساس نه دی کړی. هره موسسه هڅه کوي خلکو ته ځان وښیي چې ستاسې ټول کارونه موږ در سموو که موږ نه یو همداسې به پاتې وي. بلې خوا ته یو شمېر ادارې او ټولنې موقتي شعارونه پورته کوي هڅه یې دا وي چې د مرستندویه ټولنو پام ځان ته راواړوي او مالي مرسته ترلاسه کړي. دا شعارونه او چیغې پروژوي دي. دلته که د سولې چیغې پورته کېږي، که د ښځو د حقوقو غږ اورېدل کېږي او که نورې خبرې دي، زیاتره یې د خلکو د زړونو اوازونه نه دي، یوازې یو شمېر موسسې او ټولنې چې غواړي فنډ ترلاسه کړي او خپل جیبونه ډک کړي د یوې لنډې مودې لپاره یو غږ پورته کړي، کله چې یې پیسې هضم کړې بیا یې نه د چیغو درک وي او نه د هڅو. دلته اوس هرڅه یوازې شعارونو بڼه لري، په عملي ډول یې هېڅوک هم نه غواړي. دولت هم د کلیوالو په اصطلاح په اوبو کې لوټه ږدي او خپله لاره وهي. 
تېره ورځ په کور کې ناست وم له سړک نه د شور اواز واورېدل شو، سړک ته چې ووتم لسګونه ښځې مې ولیدې د ښځو د حقونو او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ضد یې شعارونه ورکول، بینرونه یې په لاس کې نیولي وو او یو څو تنو عکاسانو یې عکسونه اخیستل، کله چې ورنږدې شوم د هر یوه پر ټټر د بېلابېلو موسسو کارټونه ځړېدلي وو، یوازې ما نه بلکې پر لاره روان ډېرو نورو خلکو هم ګونګوسې کولې چې دا د خپلو موسساتو لپاره له فنډرایزینګ (مالي مرستې جلبولو) پرته بله هېڅ مانا نه لري. 
دغسې په لسګونو او سلګونو نور ډېر مثالونه لرو چې دخلکو ستونزې یوازې د شعار په توګه مطرح کېږي، موسمي غوښتنې او هلې ځلې وي، موسسات فکر کوي یوازې د همدې ستونزو د مطرح کولو له لارې کولی شي یو څه پیسې پیدا کړي. خلک هم دومره خراب عادت شوي چې د خپل کور، کلي او هېواد د هوسایۍ لپاره یوه تیږه هم پر بله نه ږدي. که پیسې دې ورکړې ځان ته روغتون جوړوي او که ور دې نه کړې په خپله بستره کې پښې غځوي تر هغې چې مړ شي. اوس که څوک یو روزنیز ورکشاپ ته هم را وغواړې نو درته وایي څومره پیسې راکوې، که ورته ووایې خپله ویاله جوړه کړه وایي به ماته په کې څومره پاتې کېږي. لنډه دا چې د نړیوالو دا څو کاله پرله پسې مالي مرستې نه یوازې دا چې پر ځای او هوښیارۍ مصرف شوي، بلکې د خلکو عادتونه او شعارونه یې هم خراب کړي دي. 
دمعلم صیب ګل صیب خبره کله چې خلکو د مرستندویه ټولنو لاس ولید، نو بیا چې کله دا لاس ونه ګوري له خپله ځایه هم نه خوځېږي، خلک باید هره ستونزه، هر پرمختګ د ځان وګڼي نه د نورو. دوی ته باید دا احساس نه وای ورکړل شوی چې موږ دې پوله پټی درته جوړوو، کوڅه او جومات دې رغوو او یا هم ژوند دې بدلوو، دا کار باید دوی په خپله کړی وای او مرستندویه ټولنو یې داسې ملاتړ کړی وای چې دوی یې څرک هم نه وای لیدلی. 
اوس چې یې داسې روږدي کړو، د ډېرو نورو مقدسو ارمانونو او شعارونو عقوبت ته دې خیر وي.