پېزوان


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • باز محمد عابد
  • 1338

 پېزوان


سريزه:

پېزوان دپښتني پسول يو ښکلا ويشونکی توکی دی،چې ښځينه يې په ځانګړې ډول پيغلې دمهمو خوښيو په وخت په پوزه کې اچوي، دپېزوان له لپاره بايد په پوزه کې يو سوری له مخکې نه جوړشوی وي، معمولا پېزوان پېغلې دواده په وخت ځانته جوړوي. خو تر واده وروسته هم په بېلابېلو مواردو کې کارول کيږي. پېزوان ديوې مهمې ګاڼې په توګه په پښتو سندرو کې يادشوی..
راپور:
پېزوان په پښتون ميشتو سيمو کې له پخوا نه د ښځينه سينګار يوه برخه وه او اوس  هم په کليوالو سيمو کې د ښځينه سينګار برخه جوړوي.
پېزوان که له يوې خوا د ناويانو په سينګار کې ځانګړى مقام لري، بلې خواته يې پيغلې نجونې هم د ځان د سينګار لپاره خوښوي.
د زرمينې په نوم د پاخه عمر يوه ميرمن وايي چې پخوا به پېزوان هم له سپينو زرو جوړيده، او زرګر ته به يې فرمايش ورکاوه.  خو اوس يې  مالداره کورنۍ له سرو زرو جوړوي او د چا چې وس نه رسيږي په بازارونو کې د رودګلو يا زيړو پېزوانونه له  بنجاره څخه اخلي.

د فيروزې په نوم يوه بله ميرمن وايي چې پېزوان خو د ناويانو په جوړه کې خامخا وي خو ځوانې نجونې يې هم د ودونو په مراسيمو کې په په پوزه کوي. 
د ننګرهار پوهنتون استازه معاوضه بيا پېزوان يو مزاحم سينګار توکى ګڼي.
(( سره له دې چې پېزوان ډير ښه نوم دى. په سندرو کې هم ډير ښه ياديږي، په محفلونو کې پرې شعرونه جوړېږي. او د ښځو د سينګار يو شى ګڼل کيږي. خو زه فکرکوم چې پېزوان په خبرو کولو کې هم مزاحمت کوي، د خوراک پر وخت هم مزاحمت کوي او که څوک  په ټوکه کې لاس ورواچوي، کيداى شي چې پوزه يې وينه شي او يا هم ودردېږي، ځکه چې د پوزې منځ خو هسې هم نازکه وي. زما خوښه نه ده چې پېزوان دې ښځې واچوي))
د پېزوان په ستاينه کې ډېرې سندرې او نيمکۍ ويل شوي او لا ويل کيږي. پېزوان پښتو شاعرۍ کې هم جوت مقام لري. او له زمانو راهيسې يې لنډۍ يا ټپو ته ښکلا او ځلا وربخښلې ده.
 ځوان شاعر طاهر ساپى راته د پېزوان په همدې ښکلاييز اړخ خبرې کوي.
(( لکه څنګه چې پېزوان د پښتنو پيغلو، پښتنو نجونو او پښتنو ښځو د سينګار يوه برخه ده، نو طبيعي خبره ده چې شاعران به يې په خپلو شعرونو کې يادوي، په سندرو کې به يې يادوي او لنډۍ يا ټپه چې يوازې پښتو ته ځانګړې شوې ده، په هغې کې هم ډېر ياد شوى دى، د مثال په ډول دا ټپې چې:
پېزوان په کرمه کې جوړيږي
د پېښور زرګره مات دې شه لاسونه

او يا دا چې

پېزوان په لوړه پوزه خوند کړي
په لنډه پوزه کې چارګل مزه کوينه

د يادولو ده چې په اکثرو سيمو کې پېزوان په ودونو او ښاديو کې په پوزه کيږي، خو کوچيانۍ ځوانې ميرمنې يې له واده وروسته تر ډيرو کلونو پورې کال و سر په پوزه کوي.