په مخ کتاب کې مې ولوستل چې علم ګل سحر شلو ته نېږدې کړه.
هو ښاغلی سحر د اتلسو کتابونو شو خو زه د مخ کتاب په لړۍ کې ورنه یوه نمره مخکې یم.
سحر مې ښه ملګری دې، په شعر پوهېږي، په کیسه هم پوهېږي او زما تبه یې ځکه ساتلې ده چې په ټوکه هم پوهېږي.
علم ګل سحر د ماڼۍ سړی دی خو د تشریفاتو نه دی، د ځان مطرح کول نه غواړي خو نور یې چې مطرح کول غواړي دا د ده په شخصیت پورې تړلې خبره ده.
والي صیب خپلواک مصور بنسټ سره زما د نوکرۍ پر مهال راسره چندان نه ده پاللې خو دا چې د ګران سحر نقل، نقل شعرونو یې د کتاب په مجموعه کې سره راټول کړي دي له دې امله پې سلام کوم.
( زه یم تږی ته اوبه یې ) شعرونو ته به نه ورځو د کتاب د نوم په اړه څه وایئ ؟
هغه په اعلان کې خبره یواځې نوم هم کافي دی . سحر بیا جل وهلی تږی دی سیندونه ورته وچ شي.
زما یې ډېر شعرونه خوښ دي ، ځیني مې په یاد هم زده دي :
یم هېرجن چې دا وعده مې هېره نشي
د پیکي تار دې راوتړه تر ګوته
داود تپان دې هم ژوندی وي ښه پوښتۍ یې ورته ډیزاین کړې، د مینې او واس واس کتاب په شانې نه چې صالح محمد صالح په ګرخنده کې سم نه ول اورېدلي او په پوښتۍ یې دوه اسونه جوړ کړي ول یعنې مینه او اس اس .
د سحر صیب هم عجیبې کیسې دي د مینې روغتون د طنزونو کتاب یې ورک و اخر ګورو چې عطاالله حیران ورته په طبي کتابونو کې ایښی و .
دا ټوکې همدومره، د استاد پسرلي خبره ( که سحر شاعر او لیکوال هم نه وای نو محترم به و ) مونږ ته محترم دی، الله دی د نړۍ محترم وګرځوي.