دافغانستان دهنر اوکلتور دودې ټولنه دکومو موخولپاره!


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • رفيع الله روشن
  • 1196

په يوه ټولنه کې دکلتورونو دودې او سمون لپاره ترټولو لومړی ،پر اعتماد ولاړ هوډ او کوټلو ګامونو اخستلوته جدي اړتيا ليدل کېږي.

خوداهرڅه کله اوڅنګه امکان پذيره کېږي؟ هغه وخت چې په ماحول کې په ځان ،هېواد اوخلکو ويسا شخصيتونه وجود ولري او دهغوی په هڅونه ،روزنه او حق اداکولوکې ناغيړي ونشي اوثمر ته د رسېدو په صورت کې ورڅخه لازمه استفاده وشي،لکه نن چې له نېکه مرغه زمونږ په منځ کې ډېر فعال،بااستعداده،پردين،ايمان،کلتور،افغاني دود اودستور مين ،خپلو ملي منافعوته ژمن او په احترام سره قايل ځوانان لرو،چې له جملي څخه يې ځوان ليکوالان،شاعران،تکړه ويندويان،دادب مينه وال اوله ښواخلاقوڅخه برخمن وروڼه طايرځلاند اوسايرځلاند لرو.
دغه وروڼه دادب اوکلتور دمدرسې هغه دوه طالبان دي چې ماشاءالله په ډېرکم عمر کې يې ددغې مدرسې څخه دوياړ پګړۍ په سرکړي دي. همدا راز ددې ټولنې په مؤسسينو کې نور داسې ښاغلي دي چې خدمتونه يې د ستاينې وړ دي چې د ښاغلي ارشاد رغاند، محمد واصل وصال، ميراحمد ياد، نور ولي سعيد شينواري، ګل رحمن راحماني ظهور الدين کمال يادونه اړينه بولم.
سربېره پر دې په دې ټولنه کې نور لسګونه شاعران او ليکوال برخوال دي او د غونډې د اهدافو لپاره په ګډ‌ه او په يوموټي توګه کار کوي چې د ټولو نومونه اخيستل به ليکنه ډېره اوږده کړي.
زه که دلته ددوي په شخصيت،هنري ادبي اواجتماعي ژوندخبرې وکړم نو حتماً به يوکتاب ورباندي وليکل شي،خوځکه ورنه ډډه کوم چې زما دليکني موضوع دوی نه بلکه،ددوی له لسګونوڅخه يوه هڅه ده.
هغه داچې په هېوادکې دګڼو نورو ادبي ،سياسي،مدني او اجتماعي ټولنو په شتون کې دځينو ضروريتونو اوخاليګاوو په ليدو يې (دافغانستان دهنراوکلتور دودې) په نوم يوه نوې ټولنه جوړه اوبنسټ يې کېښود،ددې ټولنې د جوړولو چارې،ډېرې پخوا پيل شوي وي،له ګن شمير ځوانانو،فرهنګي شخصيتونو مشرانواوکشرانوسره ورباندي ډېري خبري اوبحثونه وشول او تر هر اړخيزو کتنو او ليدلورو وروسته په دي سره صلا شول چې په دي نوم يې جوړه کړي او له نوم څخه وروسته يې سايرځلاند ددي ټولني مسؤول اومشر ټاکل شو.
دې ټولنې خپله لومړنی پرانستغونډه تيره اونئ دجمعي په ورځ دکابل ننداري ترڅنګ دسوداګري په خونه کې په شانداره مراسموسره وکړه.
غونډي ته دمرکز په شمول دهېواد دبيلابيلو ولاياتوڅخه ځوان شاعران،ليکوالان ،دعلم اوادب مينه والو نارينه او ښځينه ووته بلنه ورکړشوي وه،چې دنثري خبرو،ارزونو،نظرڅرګندولواو اوريدنوترڅنګ له تغزلي اونظمي نغموډکه مشاعره هم ترسره شوه چې لسګونو شاعرانوپکې دزړونوخبري دشعر په ژبه واورولي.
دافغانستان دهنر اوکلتور دودي ټولنه اوپه راس کې يې ټول کسان غواړي په راتلونکې کې دغه شان تربيلابيلو موضوګانو او عنوانونولاندي دډېرو مشرانوپه شتون کې غونډې ترسره کړي،همدارنګه داټولنه په نظرکې لري چې روزنيز سيمينارونه ،ورکشاپونه اوبيلابيلي ناستي هم ولري.
دافغانستان دهنر اوکلتور دوي ټولنه غواړي په هېوادکې افغاني تيوري رامنځته کړي دبهرنيويرغلونو لکه،فرهنګي،کلتوري،ژبني اونور چې نن موږ ورسره په يو لوي جنجال اوکړکېچ کې ايسار يومخه ونيسي،داټولنه غواړي،د ځوانانو له استعدادڅخه استفاده وکړي،دهغوي ځواک په خپل هېواد او چارچاپير کې استعمال او پرمټ يې ټول مړه څراغونه روښانه کړي.
په ډېر تاسف سره وايم چې دډېرو عالي ذوقونواو استعدادونوسره سره ځيني وخت بعضي کړي اوحلقي شته چې دخپلوخلکو لپاره دمثبت فکر کولو ،هغوي ښي اوسالمي لاري ته دسوق کولواودبرياپوړي ته داوچتولوپرځاي،برعکس هغوي ته کندي وباسي،په ذليل ليدويې خوشحاليږي،دخپل ورور په پرمختګ خفه کېږي،ډېرهغه ځوانان اومشران چې منفي فکر اوايډيولوژي لري ،دپرديو کلتورونو اوفکری استعمار لاندی وی،وايې دغه شان ټولني جوړول هيڅ فايده نلري،داهېواد نه جوړيږي،داځوانان سمي لاري ته نشي راتللي،نوداهسي بي ځايه اوله ضرورته لري کارونه دي چې وخت ورباندي ضايع کوي اوياهم ځان دشهرت پولي ته رسوي.
خوداخبره بلکل غلطه اوناسمه ده ځکه وايې :درحمن بابا دپيژندني لپاره همدومره کفايت کوي چې خلک ورته باباوايې.
هرهغه څوک چې دفکري رغوني لپاره هڅه کوي او غواړي چې ټولنه او ورکې کېناستونکې اوپاڅيدونکې ماحول يې له نوروسره توپير ولري هغوي شهرت او په خلکو ځان پيژندلوته هيڅ ضرورت نلري اوهغه څوک چې ددي موخولپاره هڅي کوي نو بيا بريالي هڅه نه ده اونه هم ډېردوام کوي، نوهمدغو اصلونو ته په کتلوسره دافغانستان دهنر اوکلتور دوي ټولنه غواړي ،فکرونه ورغوي،ځوانان وهڅوي،په هېوادکې تر خاورو لاندي لعلونه رابرسيره کړي اوهغه ايري چې ورباندي پرتي دي ورڅخه لري کړي،خپل علما ،مشايخ اودستايني وړ پخواني او اوسني اشخاص په خپله ژبه خلکوته ور وپيژني،دغه ټولنه نه غواړي لکه دچاپي تصويري اوغږيزو رسنيوپشان بهرني سندرغاړي،فلمي اداکاران اونور خلک وستايې،يواځي اويواځي غواړي دافغانانو ستونزي،پرمختګ او روان حالات منعکس اوکار ورباندي وکړي.
دوي غواړي دخپل هېواد وړ اشخاص خلکوته ور وپيژني اوهغه خلک چې لويدلي دي ددغو پوهو او متخصصو خلکوپه واسطه يې راپورته کړي او نړيوالوته دا روښانه کړي چې افغانان هم يوڅوک دي لايې هم تاريخ ژوندي دي اوهيڅکله به هم پرينږدي چې څوک پري تيري وکړي اوپه دي يې هم پوي کړي چې داخبره بلکل غلطه ده چې ګواکې افغانان يواځي په جنګ ،جګړو،وژنو او فسادکې مخکې دي،بلکې دغه هره بدبختي ورته نورو راوړي اودوي يې پري مبتلاکړي دي.
همدارنګه دغه ټولنه ديوه شخص اويو قوم لپاره نه بلکې لکه له نوم څخه چې يې څرګنديږي يوه افغانستان شموله ټولنه ده دهرقوم،هري ژبي اوهر نژاد لرونکې به پکې ونډه اخلي اوغونډو اومجلسونوکې به بلنه ورکول کېږي