- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- نعیمه غني
- 1274
د کتاب ښار ادارې او میرمن کلتوري - ټولنیز بهیر د تکړه او هڅاندې شاعرې او د میرمن کلتوري - ټولنیز بهیر د غړې زمزمې نیازۍ د شعري ټولګې (نه به هغه په دې لار راشي نه هغه وختونه) مخ کتنه وکړه.
غونډه د چارشنبې په ورځ د غویي د میاشتې په ۲۵ نیټه د کتاب ښار ودانۍ کې د میرمن بهیر د غونډو په تالار کې جوړه شوه. نومړې غونډې ته د پښتو ادب ډیر فعالین راغلي وو.د غونډې ویندويي آغلې لیمې نیازۍ او مینا نظري ته ورپه غاړه وه.
د هیواد تکړه لیکوال او شاعر او کره کتونکي استاد ښاغلي نجیب منلي د غونډې پرانیستې وینا واوروله او ټولو میلمنو ته یې د هرکلي له ویلو وروسته د میرمن بهیر او بیا په ځانګړي ډول د زمزمې نیازۍ د هڅو ستاینه وکړه. ښاغلي لیکوال د خپلو تجربو د یادولو په ترڅ کې وویل: لیکوال او د ټولنې بل هر وګړي دا حق لري چې تیروتنه وکړي او نیمګړتیا ولري خو هغه دا حق نه لري چې نامکمل پاتې شي او خپلې تیروتنې اصلاح نه کړي. همدارنګه ښاغلي نجیب منلي ټولو ځوانانو ته سپارښتنه وکړه چې خپل ځانونه ثابت کړي او خپلې وړتیاوې د خپل لیدلورې په پام کې نیولو سره نورو ته وښيي.
له هغه وروسته زمزه نیازۍ دریځ ته راوبلل شوه چې خپل احساسات له ګډونوالو سره شریک کړي.
زمزمې نیازۍ لومړی د کتاب ښار د ټولنې او میرمن بهیرله ټولو غړو څخه مننه وکړه چې د دې غونډې تابیا یې کړې وه وروسته له هغې یې د کتاب په چاپ کې د ټولو مرسته کوونکو دوستانو څخه مننه وکړه او دا غونډه یې د ځان لپاره یو لوی افتخار وګاڼه.
د غونډې دریمه وینا کوونکې د میرمن بهیر غړې آغلې شفیقه خپلواک وه. شفیقې خپلواک د زمزمې نیازۍ د ځینو انتخابي بیتونو په اورولو سره پخپله مقاله کې د هغې د شعري ټولګې په اړه وویل: د زمزمې د شاعرۍ په اړه به ووایم چې ځينې شعرونه هغه لیکي نه بلکې ترې لیکل کیږي ځکه خو د فطري ښکلا درلودونکي او زړه راښکونکي وي. شفیقې زیاته کړه که څه هم ماته زمزمه د نظم له لیکلو نه د غزل په لیکلو کې تکړه او راحته ښکاري.خو بیا هم ځينې وړې تیروتنې لري چې هغه د هر نوي شاعر په شعرونو کې تر سترګو کیږي او دومره د اندیښنې وړ نه دي.
فرشته غفاري د هندوستان په هیواد کې محصله او د پښتو ادب د مینه والو له ډلې څخه یوه بله پیغله وه چې په غونډه کې یې وینا واوروله. هغې هم د افغاني ښځو لس دولس کاله مخکې حالت له اوس سره پرتله کړ، او اوسنی حالت یې ډیر ښه او د پرمختګ په لور د افغاني ټولنې او میرمنو یون ګړندی وبللو.
له دې وروسته د هیواد ځوان شاعر ښاغلي نورګل شفق ته وار ورسید. ښاغلي شفق د( زړه سترګې) تر سر لیک لاندې په خپله لیکنه کې د خپلو شعري تجربو په یادولو سره وویل: که شاعر په خپلو خیالاتو کې آزاد پریښودل شي او په بیلابیلو نومونو دایرې ترې تاو نه شي تر ډيره بریده دا شونتیا شته چې د لیکوال او شاعر په اصطلاح د زړه سترګې بینا شي او خپلې زده کړې تجربې په بیل انداز او ځانګیړنې سره بیان کړي او په ادبیاتو کې نوښت ته لاره هواره شي. او له دې لارې بیلابیل ذوقونه خړوب شي.
له ښاغلي شفق وروسته حورې سپیڅلې د زمزمې یو ښکلی شعر دکلمه کړ.
او بیا افغان هنرمندې بریښنا امیل ته وخت ورکړل شو، تر څو خپله لیکنه واوروي. بریښنا امیل هم ((د زمزې زمزمې)) تر سرلیک لاندې خپله مقاله واوروله او د زمزمې زمزمې یې د ښځينه احساساتو ترجمانې وګڼلې نوموړې د تاریخ په اوږدو کې د ادبیاتو په مینځ ته راتګ کې د افغان میرمنو ونډې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: که څه هم د پښتو ژبې د ښځينه شعر د نوي پیل سر لارې حسینه ګل تنها ده خو د زمزمې نیازۍ په شعر کې یې هم د شعر ډيرې نازکې پولې نړولې ښکاري او په راتلونکي کې له زمزمې نه هم د یوې ښې شاعرې تمه کیدای شي.
د هیواد ځوان او تکړه شاعر سید جیلاني جلان د غونډې بل وینا وال وو. نوموړي (د لونګو مازدیګر) په نوم لیکنه ولوسته. په لیکنه کې لیکوال د زمزمې څو بیتونو یاد کړل او د هغوی تصویرونه یې راوسپړل، او د زمزمې یو بیت ته یې داسې ځواب وویلو:
زمزمه:
زمزمې ما خو د ملت ترجماني کړې ده
خیر که غزل مې ښه تشبه او ښه تصویر نه لري
سید جیلاني جلان:
زمزمې تا خو ښه ښایسته ترجماني کړې ده
ته په غزل کې ښه تشبه او ښه تصویر هم لرې
په نوموړې ټولګه بله لیکنه د هیواد د تکړه شاعر فرید احمد تسکین وه چې آغلې حیا خاطرې ولوسته: ښاغلي تسکین هم د زمزمې د شعري ټولګې د مبارکۍ په ترڅ کې د هغې د شعر ژبه ساده او روانه ګڼلې وه او ویلي یې وو، چې د زمزمې په خټه کې د شاعرانه خواږه اخښل شوي دي ځکه خو یې شاعري خوږه او زړه راښکونکې ده. همداراز ښاغلي تسکین د زمزمې د حسن تکرار قافیو د کارونې یادونه هم کړې وه.
له دې وروسته د هیواد د تکړه شاعر ښاغلي جاوید اوربل ته د وینا وار ورسید. ښاغلي اوربل وویل: ما چې د میرمن بهیر په څو غونډو کې ګډون کړی نو له هغه پیل نه مې د زمزمې په کلام کې نوې خبرې لیدې او راتلونکي ته یې خوشبینه وم او دا دي د هغې د ټولګې په چاپ سره معلومه شوه چې هغه د ویلو لپاره ډير نوي څه لري. او بیا یې د زمزمې څو بیتونه تعبیر کړل.
د هیواد تکړه شاعر او ژورنالست ښاغلی داد محمد راسا د غونډې بل ګډونوال او وینا وال وو. نوموړي د زمزمې د ټولګې چاپیدل د خپلې ژبې د خدمت لپاره د افغان میرمنو کلک هوډ او د دې هوډ په تر سره کولو کې د هغوی وړتیا ووبلله.
لیکوال او شاعر ښاغلی علم ګل سحر د غونډې وروستی وینا وال و. ښاغلي علم ګل سحر میرمن بهیر ته د ټولګې د مبارکۍ په ویلو سره د هغوی د هڅو ستاینه وکړه او د کتاب ښار له ادارې نه یې هم مننه وکړه چې د دې کتاب د مخکتنې او میرمن بهیر ته د اونیزو غونډو لپاره د ځای آسانتیا او لاره هواره کړې ده.
د غونډې په دوهمه برخه کې د زمزمې په شمول د میرمن بهیر ځينو غړو ته د استاد نجیب منلي او د میرمن بهیر د دارالانشا د مشرې آغلې ساهره شریف له خوا ستاینلیکونه ورکړل شول او د کتاب ښار د ټولنې له خوا هم آغلې زمزمه نیازۍ وستایل شوه. او د کتاب ښآر ادارې ځانګړی سوغات د کتاب ښار ادارې د مشر استاد منلي له ورته ډالۍ شو.
د غونډې په پای کې آزاده مشاعره وشوه چې ګڼو ګډونوالو شاعرانو په کې خپل شعرونه ولوستل:
غونډه د مازدیګر په شپږو بجو د مازدیګرنۍ په خوړلو پای ته ورسیده.