- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- الحاج مولوی زین الله منلی
- 1168
زه د ژوند په هیڅ چاره کې هڅمن او فعال نه یم. په کوم چاپیریال کې چې پیدا شوی او لوی شوی یم هغه له ادبی پلوه ډیر پاتې چاپیریال و. د یو لوګري بزګر زوی یم او تر نولس کلنۍ پورې په خپله هم یو نیمګړی او بی سیکه لوګری وم.
یو مهال کې زما د یو خپلوان واده و، چې واده ته یې زما د نیکه خوریه میر سیدجان پاچا - چې د واده والا د پلار د خاله زوی و - هم را بللی و. میر سیدجان پاچا زمونږ د روداتو د ولسوالۍ د مرکز شاهي کوټ اوسیدونکی و او ګرامافون یې درلود. پاچا صاحب دا ګرامافون له ځان سره دې واده ته راوړی و. ګرامافون به غږیده او د کلي وګړی به یې نندارې ته ناست ول. ما چې په غرمه کې له څړځای څخه څاروی راوستل او په دیره کې مې وتړل نو زه هم د واده نندارې ته ورغلم. ګورم چې یو صندوق غوندې څیز دی، ټیکلی ور باندې څرخي او ښکلې ښکلې خوږې سندرې وایي چې دا سندرې پر ما هم ښې لګیدلې. څرنګه چې د وګړو ګڼه ګوڼه ډیره وه ما و نه شو کړای چې ګرامافون د نژدې څخه و ګورم. نو پوه نه شوم چې دا سندرغاړی څیز څه څیز دی.
چې واده تیر شو نو میر سیدجان پاچا ګرامافون زمونږ کور ته راوړ او یوه ورځ او شپه یې وغږاوه. ددې بې سا سندرغاړي سندرې پر ما باندې ډیرې ښې لګیدلې.
زمونږ د کلي وګړي به د سرطان په میاشت کې د کابل ښېوکیو ته د لو لپاره راتلل. یو کال زما پلار، مور او زه هم له کلیوالو سره د کابل ښېوکیو ته د لو لپاره راغلو. پلار به مې لو کاوه او مور به مې وږي ټولول. کله چې د ښېوکیو لو پای ته ورسیده نو مونږ هم له نورلوګرو سره د شاه شهید زیارت خوا او شا سیمې ته راغلو او د پوزکیو په کوډۍ کې د لس شل ورځو له پاره میشت شولو.
دا مهال د شاه شهید خوا او شا یوه لویه جبه وه او مونږ د خپلې کوډۍ په څنګ کې نژدې یو متر کوهی و کنود چې بیا به مو د همدغې کوهي له اوبو څخه د څښلو او نورو اړتیاوو لپاره کار اخیست.
په همدغه مهال به زه هره ورځ لاهورۍ دروازې ته تللم او هلته به مې یو څیز خوړ چې پالوده یې ورته ویل.
دا څیز یې داسې جوړاوه چې د واورې یو غټ کنډ به ورته ایښی وه، په اوسپنیز ګروونکي به یې دا واوره په یوه لوښي کې چې ،« قاب » یې ورته وایه، و ګروله ، بیا به یې ورباندې د چینجیو په څیر سپین سپین تارونه غوندې یو څیز ورواچاوه ، ورپسې به یې ورباندې شربت واچاوه او بیا به یې دا قاب خوړونکي ته پر میز کښیښود.
دې څیز ما ته ډیر خوند راکاوه ځکه چې هم سوړو او هم خوږ و.
په دې مهال به چې وګړو پالوده خوړله نو یو ډیر خوږ اوازی ګرامافون به هم غږیده چې پښتو سندرې به یې ویلې. دې ګرامافوني سندرو به ما ته ډیر خوند راکاوه او کمپوز (جوړاب) به یې پر ما ښه اغبز کاوه.
کله چې ما په شاعری پیل و کړ او وګړو به له ما څخه نعتونه غوښتل نو ما به هم همدغه کمپوزونو په شان پیښې کولې. یو پلو به مې اوریدونکو ته نعتونه ویل او بل پلو ما هم له خپلو تقلیدي کمپوزونو څخه خوند اخیست. د هغه مهال د نعتونو څخه ماته د دوه نعتونو څو مسرې په یادو یادې دي:
ختم الرسله انبياوو کې سرداره
نبي خیرالا براره
پرسان زما په تا دی
زه زین الله دې چې صفت کړم
دا دې امید د شفاعت کړم
غواړه مې رب نه د الله په در رویداره
نبي خیرالابراره
پرسان زما په تا دی
****
چې په محشر زمونږ د خوارو مددګار دی
هغه نبی خیرالابرار دی
زه زین الله یمه ګرم
په نیک عمل کې یم کم
پر ځان مې کړی ستم
پروا مې ته شته پاک رسول زما غمخوار دی
هغه نبی خیرالابرار دی
هغه لیکونه او کتابچې چې ما به په کې خپل شعرونه لیکل هغه ما نه دي ساتلې ځکه زه په دې نه پوهیدم چې وګړي خپل اشعار او لیکنې ساتي او بل چا هم راته دا لارښونه نه وه کړې. د مدرسې په مهال چې ما کوم شعرونه په ځینو مناسبتونو لیکلي ول هغه مې نژدې پنځوس شپیته شعرونه په یوه کتابچه کې ولیکل او چې کابل ته راغلم دا کتابچه می په ټسري رنګه دسمال کې تړلې وه. د ګهیځ د لمانځه لپاره پل خشتي جومات ته لاړم. خو چې لمونځ مې وکړ او له جومات څخه ووتلم کتابچه راڅخه کوم کیسه بر وړې وه. کیدای شي د پیسو ګومان یې ورباندې کړای وي. تر دې مهال وروسته مې چې ګډوډ څه ویلي د هغو یوه برخه د هیلو درشل په نامه کتاب ګوټي کې نجیب الله منلي چاپ کړي چې زه ورڅخه مننه کوم.
زه غل یم. زه په ژوند کې ابتکار نه لرم. داسې څه چې ما دې لیکلي وي او د چا له کوم اثر څخه به نه یم اغیزمن شوی، نه شته.
کله چې زه د چا له شعر او یا نثر اغیزمن شوی یم دا غوښتنه مې په زړه کې پیدا شوې چې کاشکې ره هم همدغسې شاعر او لیکوال وای. ما بیا د هغه اثر په تقلید چې شعر او که نثر یو څه نیمګړي غوندې لیکلي دا راته اوس پته نه لګي چې ما د چا پېښې کړې دي.
چا ته چې ما لیکل کړي هغه هم یوه وړه ټولنه ده — او هغه هم زما خپل بچیان دي. زما که کوم اثر خوښ شوی دا مې په زړه کې راغلي چې زما بچي دې هم له دغه اثر څخه خبر او متاثر شي، او داسې انتباه دې ورڅخه واخلي لکه زه یې چې اخلم.
یوه ورځ ماته خدای بخښلي رښتین صاحب وویل: تا چې ځان ته «منلی» دوهم نوم غوره ګړی دی، ته چا منلی یې ؟ ما ورته وویل چې زه دوه کسو منلی یم: یو زه په خپله او یو مې زوي نجیب الله دی چې زه ګومان کوم چې هغه به هم منلی یم. زما له پاره دا دوه کسه منونکي بس دي نور مې که څوک مني او که مې نه مني دا د هغوی کار دی.
نه ستایش کے تمنا، نه صلے کے پروا
گر نهین هی میرے اشعار مین معنا نه سهی