- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- عبدالغفور لېوال
- 1077
ټاکنې راروانې دي ، راځئ افغانانو! یو استثنايي کار وکړئ !
راځئ دټولنیزو رسنیو په نړۍ او تاریخ کې یوداسې نوښت وکړئ ، چې نوره نړۍ هم پند ترې واخلي .
راځئ یو فیسبوکي کمپاین پیل کړئ !
زه باور لرم چې په دې ملي کمپاین کې به په لاندې دلایلو سره یو لاس یاست :
لومړی دا چې په دې کمپاین کې به دمشرۍ او کشرۍ کیسه نه وي ، دوهمه داچې دڅوکیو ، پیسو او امتیازاتو ستونزه هم نشته ، داټول هغه څه دي چې په حقیقي دنیا کې مو سره ورانوي خو د فیسبوک په مجازي دنیا کې مو نه شي سره ورانولای.
کمپاین ، داسې یو کمپاین ، چې منظم ، علمي ، هراړخیز او جدي وي .
داکمپاین به دهیڅ کاندید په ګټه نه وي ، بلکې دا به د ولس په ګټه کمپاین وي ، زه د دې کمپاین جزیات په لاندې بڼه وړاندیزوم :
• دا کمپاین به د ولس دراویښولو او روښانولو هڅه وي ، چې پوه شي ، څنګه ، ولې ، چاته او دکوم هدف لپاره رایه ورکړي ؟
• دلومړي ځل لپاره باید په دې بحث وشي ، چې څنګه ولس ځان دهغومېلیونرانو له تلپاتې حاکمیت څخه وژغورلای شي ، چې پر دوی زور زیاتی کوي ،په فساد کې ترستوني ډوب دي ، ددوی وینه څښي ، قانون ماتوي ، ددوی ټول حقونه یې دخپل انحصار تر پښو لاندې کړي دی ، خو له دې ټولو سره سره دخپلو اعمالو دمشروعیت دعوا دخلکو درایې پر بنسټ ګڼي او وایي که زه بد یم نو ولې خلکو رایه راکړې ده ؟
• په دې کمپاین کې به ټول تحصیل کړي ، چې فیسبوک کارولای شي ، په دې بحث وکړي ، چې کومې لارې چارې ، څنګه او څه وخت وکاروي ، چې خلک دخپلو رایو پر ارزښت وپوهیږي او په لوی لاس خپلو لیوانو ته مشروعیت ورونه بښي .
• ښکاره ده چې دا کمپاین به د فیسبوک کاروونکیو لپاره نه وي ، ځکه دوی خوپه هرڅه ښه پوهیږي ، بلکې دا کمپاین به ددوی دهڅو او فعالیتونو دتنظیم او عملي کولو لپاره وي ، چې بیا له ولس سره کاروکړي او له دې ځایه رهبري شي .
• ددې کمپاین لوری ( جهت ) به د کاندیدانو خواته نه، بلکې دولس خواته وي او دلومړي ځل لپاره به دا زبات کړي ، چې دافغانستان سبق لوستي هم دخپل هېواد برخلیک په مثبت بهیر کې بدلولای شي .
• که سل زره فیسبوک کاروونکي افغانان په دې کمپاین کې برخه واخلي او هریو لږ ترلږه لس کسان روښانه کړي ، یو میلیون کسان کیږي ، چې همدومره خلک ایله رایه ورکړي ، په دې توګه ګوروچې ستاسو خوځښت ریښتینی او عملي بدلون راوستلای شي .
په دې اړه فکر وکړئ ! څومره ممکن دی ؟ خپل نظر ولیکئ ! ددې طرحې دبشپړولو لپاره خپل وړاندیزونه سره شریک کړئ ! او دتاریخ پر ټنډه دیوه افغاني نوښت ریکارډ ثبت کړئ !