د میرمن کلتوري - ټولنیزبهیر د پنځلسمې غونډې ریپوټ


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نعیمه غني
  • 1345

ځای: سینما پامیر، کتاب ښار

د غونډې وخت: د ورځې یوه نیمه بجه
د غونډې مشره: بلقیس محبوبي حقیق
ویانده: کاينات سعادت
د غونډې میلمانه: له ترکیې هیواد څخه راغلې د پکتیکا ولایت اوسیدونکې  او په استانبول پوهنتون کې د ارواپوهنې په برخه کې افغان محصله  سپوږمۍ مسعود (درمل) چې په د مدني ټولنو په ملاتړ یې د هندي الاصله لیکوالې میرمنې( صاحب کمالې) په بې رحمانه وژلو د لاریون مشري په غاړه لرله.
شاعر او لیکوال  ښاغلی استاد شایق وصال فاریابي، شاعر او لیکوال ښاغلی داود تپان
غونډې درې برخې لرلې چې په سرکې راغلو میلمنو ته هرکلی وویل شو چې په دې لړۍ کې میلمنو هر یوه په خپل وار سره خبرې وکړې او خپلې تجربې یې د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړې همداراز د میرمن بهیر له خوا د آغلې سپوږمۍ درمل د نیک احساس او جرئت ستاینه وشوه او د هندی الاصله لیکوالې د وژونکو او وژلو غندل یې د هر افغان نر او ښځې دنده وبلله.
د غونډې په دوهمه برخه کې د مینا نظري په غزل کره کتنه وشوه چې په لاندې ډول وو:
ټوله شپه مې یاره یو ارمان په لیمو پاتې شو
اوښکې توئیدلې خو یو یاد په بڼو پاتې شو
د غزل مطلع میرمنو خوښه کړه خو میرمن بلقیس ته د (یاد پاتې کیدل په بڼو) ښکلی ترکیب ونه بریښید او زیاته یې کړه چې هر چاته د منلو وړ ترکیب نه دی.
دومره ډير مې وکتل سپوږمۍ ته تصویرونه ستا
سترګو کې مې ګرانه یو سور خال د یادو پاتې شو
مدهونا حیدري او نظیفې نیازۍ دا بیت ډير خوښ کړ او وویل: کله چې څوک د شپې ډير ویښ پاتې شي نو سترګې سرې شي او کله کله سره څاڅکي په کې پيدا شي.
ما ویل دا شپه څومره ریښتیا او څومره چپ ده خو
خیال د میکدې وو چې یو شرنګ د پیالو پاتې شو
پاکیزې د بیت د شاعر له خپلو تجربو څخه بیله خبره وبلله خو د خیال د پراخوالي لپاره یې مناسبه وګڼله.
زه د وخت غرور او تقاضو ته فکر وړی یم
نه زما د میني نه آشنا د پښتو پاتې شو
زما او د قسمت تر منځ به دا فیصله څوک وکړي
یاریې رانه ورک کړ خو یو پل یې د پښو پاتې شو
میرمنو د مینا نظري غزل ډير خوښ کړ، او د هغې د لا بریالیتوبونو غوښتنه یې وکړه. 
د غونډې په پای کې د هیواد د تکړه لیکوال ښاغلي دادمحمد ناوک دوه ټوکه کتابونه (ارواپوهنه په اسلام کې) او( ارواپوهنه څه شی ده) او له پکتیکا ولایت څخه خپریدونکې مجله(ریښتیا) د غونډې په ګډونوالو وویشل شول چې میرمنو یې مننه وکړه او لیکوال د لا زیاتو تخلیقاتو هیله یې څرګنده کړه. له هغې وروسته مشاعره وشوه چې میرمنو هره یوې پاکیزه آرزو، آغلې سایره شریف، میرمن بلقیس محبوبي حقیق، نظیفه نیازۍ، جمیله صافۍ، مینه منګل، مینانظري، مرضیه امین، مدهونه حیدري، حورې سپیڅلې، اوږۍ، مینه موسی زۍ، عابده نازش احمدزۍ،مینه ابراهیم خیل،حیا بابکرخیل، خاطره علي خیل او نعیمې غني شعرونه ولوستل. غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسیده.