ملا ولي الله ته


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سيدحسين پاچا
  • 997

 


زه او نه نور د ملا محمد عمر و حکمتيار دښمنان نه او نه يې جنگول غواړو، بلکې دوی هم د الله تعالی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم اطاعت ته رابولو د نورو د منافعو لپاره دې له امريکا سره د جهاد په پلمه د هېواد له تباهۍ او د بېگناه ولسي خلکو له وژلو او زورولو لاس واخلي

ما خو نه ستا او نه د مشر ملا صاحب وحکمتيار او نه د نورو پر خويندو، ميندو، لوڼو او نه پر مېرمنو کوم بېځايه تور لگولی او نه به ځانته هېڅکله د الهي ونبوي ارشاداتو په رڼا کې د دې اجازه ورکړم چې پر چا داسې تور ولگوم، خو د الهي ونبوي ارشاداتو په رڼا کې دا مساله د افغانستان اوسنۍ او راتلونکې سترې محکمې او د ښاغلي ملا ولي الله مخې ته ږدم چې ((والذين يرمون المحصنت ثم لم يأتوا بأربعة شهداء فاجلدوهم ثمانين جلدة ولاتقبلوا لهم شهادة ابداً واولئک هم الفاسقون))  [النور : ۴]

ما خو ښاغليو مشر ملا صاحب او حکمتيار ته مخکې هم ويلي، اوس يې هم ورته وايم او بيا يې هم ورته وايم چې له خدايه او د محشر له ورځې وورېږئ! او دا ورته وايم چې پر هسې بېځايه مداحانو مه تېروځئ، ځکه خو دې مداحۍ له گړنگونو وغورځولئ او له تجريد سره يې لاس وگرېوان کړئ. زموږ برياليتوب د الله تعالی او د رسول صلی الله عليه وسلم په اطاعت کې دی، نه د مشر ملا صاحب او نه د حکمتيار په سرزورۍ کې. که دوی د الله تعالی او د رسول صلی الله عليه وسلم پر لاره سم وو، درست ده، کنه نو خپل کار به کوي او خپل به کوو. زه د چا لاسپوڅی نه يم او نورو ته هم وايم چې له لاسپوڅۍ او غوړه مالۍ تېر شئ او د هغې پر ځای د الله تعالی او د رسول صلی الله عليه وسلم پر اطاعت او د نورو د گټو پرځای پر خپلو ملي واسلامي گټو تمرکز وکړئ!
په ټول افغان کې مې د ښاغلي ملا ولي الله په نوم ليکنه ((ملا عمر آخوند ته د يو طالب څو مشورې)) ولوسته چې مشر ملا صاحب او ښاغلي حکمتيار دواړو ته يې څو مشورې ورکړي او دا ښه خبره ده چې سړی بايد بل مسلمان ته ښه مشوره ورکړي ځکه چې ((الدين النصيحة))، خو د ليکنې له سبک څخه يې جوتيږي چې سړی ملا نه، بلکې د ملا مختاړی يې هسې بېځايه د خپل نوم پورې نښلولی دی.
زما ښه پر ياد دي چې يو ورځې موږ ته په دارالعلوم هاشميه کې زما مرحوم استاد سيد عبدالستار پاچا د تفسير درس روزانه درس راکولو چې دا کيسه هم پکې راياده شوه :
يوه ورځ مرحوم مولانا عبدالحق ته يو دهقان راغی او شکايت يې ورته وکړ چې ستا طالب زما له پټيو نه د گنيو غلا کړې. زما گني يې راته رېبلي او خراب کړي دي، نو مرحوم مولانا عبدالحق صاحب ورته وويل چې زما طالب غلا نه کوي، خو دا ختمي کوم غل راننوتی او د طالب نوم بدناموي. هغه وخت کې د حقانيه شاوخوا ابادي کمه وه او هلته به زياتره گني کرل کېدل. خلکو ته هم پته وه چې طالب غلا نه کوي او خلکو هم له گنيو نه نيولې تر ترکارۍ، جامو او پيسو پورې به خلکو له طالبانو سره خدای وس مرسته کوله، خو پوښتنه دا ده چې نننی طالب دا وسله، پيسې، اباته او اعاشه له کومه کوي؟

ما ته پوښتنه دا ده چې مرحوم مولانا عبدالحق د خپلې مدرسې د بدنامۍ لپاره د خپل يو گاونډي دهقان (زميندار) گيله نه شوه زغملای او له خپلې مدرسې او طالب نه د دفاع لپاره يې ورته په ځواب کې وويل چې ((زما طالب غلا نه کوي)). اگر چې مولانا صاحب له هغه زميندار سره ښه خواخوږي وکړه او لاسينه او ډاډ يې ورته ورکړ چې بيا  داسې نه پېښيږي او خلکو هم له مولانا صاحب او له مدرسې سره سخته مينه درلوده او نه يې له طالب سره کومه رخه درلوده، بلکې د کور اينگولی به يې طالب ته ورکولو.

In Pakistan, a controversy cropped up between the politico-religious parties, which, however, ebbed down with the changing situation. Addressing a meeting of the workers of the Jamaat Islami at the Jamia Ahya-ul-Ulum, Prang, Charsadda on Feb. 19, 1995, Professor Muhammad Ibrahim, provincial Amir of Jamaat Islami, said; “Taliban were organised by the European countries and backed by the communist forces who were paying 300 dollars to each member per month”. “Similar statements were attributed in the press to Hikmatyar also. On the other hand Maulana Samil-ul-Haq, leader of Jamiat-ul-Uluma-e-Islam (S), considered this phenomenal achievement an hour for his madrassas which had produced the Taliban. Maulana Fazl Rahman also approved it, although silently.

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in weekly Takbeer of March 02, 1995 (PP. 17-20). Resume of his article is produced here-in-under:

“The American CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulvis of JUI (F) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errands to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the maulvis of the madrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force”.

خو اوس پوښتنه دا ده چې مرحوم مولانا عبدالحق صاحب د خپل ځان او خپلې مدرسې د بدنامۍ لپاره يوه گيله قدرې نه شي زغملی، نو موږ افغانان يا افغانستان به څنگه دا ومنو يا وزغمو چې مولانا صاحب سميع الحق، مولانا صاحب فضل الرحمن او مرحوم قاضي صاحب حسين احمد درې تنه اسلامپال ملايان دا دومره اوږد او ناپايانه جنگ له جهادي پيره راواخله تر اوسني طالبي پيره پورې څنگه او له کوم مالي ونظامي سرچينې لرلو پرته مخته وړي؟ ايا د طالب په جامه کې خو به د نورو نظاميان واستخبارات زما د گران هېواد د ورانولو، خپلواکۍ او زمکنۍ بشپړتيا ته د گواهنې په پلمه راغلي نه وي؟ داسې ايله جاره ملېشه خو دې الله تعالی هر چا ته ورکړي، لکه څنگه يې چې پاکستان ته ورکړې.
زه پر طالب باندې تور نه پورې کوم، خو طالب څنگه دا زباتولای شي چې خدای مه کړه د طالب په جامه کې به د گاونډيو استخبارات او نظاميان راننوتلي نه وي؟ فکر کوم چې د دې ځواب به له هېچا سره نه وي. هسې که سړی له مولوي صاحب سميع الحق او له مولوي صاحب فضل الرحمن نه وپوښتل شي چي هغه دوه تنه لوړپوړي برتانوي چارواکي څوک ول چې له تاسو سره يې وکتل او تاسو دواړه انتخاب کړئ چې دا ولې؟ خو تر دوی پورې بيا جماعت اسلامي لږ شانته هوښيار ومحتاط يا conservative معلوميږي او د برتانيا نوم په خولې نه اخلي او د European countries اصطلاح ورته کاروي. همدا وجه ده چې زموږ له جهاديانو او طالبانو پورې آخوا اسلامپال او طالبان پوه او هوښيار دي او پر سياسي مسايلو يې ژر سر خلاصيږي.

که راشم حکتيار صاحب ته چې جهادي او علمي کارونه يې د قدر وړ دي، خو دا هم بايد له ياده ونه باسي چې ځينې سختې سياسي ومذهبي تېروتنې ترې وشوې او خدای شاهد حال دی چې په خپل حزب کې پرې دننه ډېرو خلکو خپله غاړه خلاصه کړې، خو حکمتيار صاحب د سرتنبه گۍ او سرزورۍ او ځانځانۍ په ناعلاجه رواني رنځ اخته دی چې له بده مرغه دغې سرتېزۍ نوموړي ته د گټې پر ځای سخت تاوان وکړ او هغه پرې خپله او ځنې پوه مخورې حزبي سټې پوهيږي، خو د ملا ولي الله پرې سر نه خلاصيږي، نو ځکه يې بېځايه چاپلوسي هغه ته کومه گټه نه رسوي او نه به يې مشر ملا صاحب ته ورسوي.

ښاغلی انجنير احمدشاه احمدزی له بي بي سي سره په يوه مرکه کې وايی 
حاضر يم چې د کورنيو جګرو حساب ورکړم
دا ټوله د غرب توطيه وه د مجاهدينو حکومت يې يو ساعت هم په رسمياتو ونه پېژانده. د غرب د ټکس پيسې مفتې نه وې، خو موږ له جهادي پيره تر دې دمه له ځان سره غلطه محاسبه کړې. د پردۍ پيسې مفتې نه وي. له بده مرغه موږ له کمونيستي پيره تر دې دمه له هېچا نه د خپلې خاورې او ملي ګټو لپاره ترې مناسبه ګټه پورته نه کړه

نوموړی د خبريال د پوښتنې په ځواب کې دا مني چې زموږ په جهادي قيادت کې خامۍ او کمزورۍ وې او زموږ سياسي پوهه د نورو د استخباراتو او نړيوال سياست په مقابل کې کمزورې وه. دا چې مشر ملا صاحب او حکمتيار يې نه مني بېله خبره ده.

زه د مشر ملا صاحب او ښاغلي حکمتيار پيروانو ته حيران يم چې موږ له خپلو کمونېستانو سره ((کور، ډوډۍ، کالي)) نه منل، خو له بل لورې بيا زموږ همدا مشران د مرحومې بېنظيرې او هم يې د پلار زېږنده ده او له دې ناخبره چې هغوی له چيني کمونېزم نه متأثره ول او هغوی بيا ((روټي، کپړا، مکان)) سرنده غږوله. دا چې مشر ملا صاحب او حکمتيار له مرحوم جنرال نصيرالله بابر نه منکر دي او يا پرې چوپتيا غوره گڼي، خو نوموړي به خپله نارې وهلې چې ((طالبان زما بچيان دي)). يو پاکستانی جنرال څنگه زما طالبان د خپل ځان بچي گڼي؟ او له بل لورې بيا نوموړی او مرحوم قاضي حسين احمد دواړه له بوټو سره د ښاغلي حکمتيار ومسعود پېژندگلوي د ځان وياړ گڼي چي هغه (بوټو) بيا د دوی دواړو روزنه همده (بابر و کالاخان) ته وروسپارله.

موږ خو د اسلام نارې وهلې او لا وهو يې، خو له دې ناخبره چې له کومه خړوبېدلو او لا خړوبه کيږو؟ بېنظيرې خو د فرانس د ليومند مشهورې رسنۍ سره دا منلې وه چې ((طالبان زموږ پروژه ده. پلان (طرحه) يې د برتانيا وه او مالي ونظامي ملاتړ يې امريکا کوي))، خو که همدا پوښتنه سړی له فضل الرحامنه وسميع الحقه راوخله تر مشر ملا صاحب وحکمتيار صاحب مخې ته يې کښېږدې، نو انکار به کوي. اگر چې هغه ازادخياله (سيکولره) وه، خو ولې بيا يې هم رښتيا ويلي وو، خو زما اسلامپال وطالبان لا ترننه پورې د برتانوي هغو دوو لوړپوړو چارواکو سره له ليدو منکره دي او ولس ته بل څه وايی.

مولانا فضل الرحمان يې له پلاره راواخله تر مولانا سميع الحقه پورې چې د زرداري په وخت کې د ((دفاع پاکستان کونسل)) مشر هم وو، ولې د خلقيانو لکۍ ټينگه کړې وه او ولې يې ترې معاش اخېسته؟ نن هم له چا معاش اخلي؟

زه يې نه وايم دا دی اوس خپله هماغه حميدگل چې يو وخت د طالبانو کلک ملاتړی وو، نن وايی چې ((طالبان امريکا رامينځته کړي دي)). [جنرال حميدگل : امريکا غواړي چې پاکستان له مينځه يوسي] تاند. د اتوم يادوري کوي، خو د خپل اتوم د ساتنې لپاره ((سل ميليونه)) ډالره له امريکا نه اخلي او دا پيسې د مشرف په وخت کې ورکول کېدې. نن يې سرتاج عزيز وايی چې ((د طالبانو ترمينځ بايد د ښو او بدو توپير ونه شي)) چې جنرال مسعود طلعت او ډگروال سعد ورسره په ورته  نظري دي. په داسې حال کې چې جنرال حميدگل بيا د ((ښو او بدو [ورانکاريو])) په ډلو وېشلي وو چې افغاني طالبانو ته به يې مجاهد او خپلو ته به يې ورانکاري ويل او نن وايی چې ((طالبان امريکا رامينځته کړي دي)). هېښنده لا دا ده چې طالب بيا امريکا نه مني، نو پوښتنه دا ده چې ولې د امريکا پر ضد جنگيږي؟ او دېته ورته نورې پوښتنې.

ښاغلی هلال احمد ورته بيا خپله خواله د ((مشره مشره حکمتياره)) په سرليک کې کوي چې هلته يې لوستلی شئ.
http://www.dawatfreemedia.org/index.php?mod=article&cat=%DA%AB%DA%89%D9%88%DA%89%D9%85%D8%B9%D9%84%D9%88%D9%85%D8%A7%D8%AA%D9%85%D8%AE%D8%AA%D9%84%D9%81&article=14462

دا چې ښاغلی ملا ولي الله مشر ملا صاحب ته توصيه کوي او ورته وايی چې بس دی نور له درې کلنې ناڅرگندۍ نه راووځه او راښکاره شه. لومړی خو دا چې خدای مه کړه يا به زه دروغ وايم او يا به يې خپله نوموړی، ځکه چې د رسنيو مطابق لا چا له پيله تر دې دمه نه دی ليدلی ان تر دې چې کندهار يې هم په واک کې وو او طالبان پر زياتره خاوره هم واکمن ول، خو د رسنيو مطابق يوځلې د کراچۍ په يو روغتون کې ليدل شوی وو او بل ځلې له يو بل بل جنرال سره چې هغه يې کيسه داسې کوي :
جنرل اور معصوم ملا
محمد حنيف
"ملا عمر نے کہا کہ دیکھو یہ امریکہ والے مجھے ٹورسٹ کہتے ہیں، میں نے اسے بتایا تمہیں ٹورسٹ نہیں ٹیررسٹ کہتے ہیں، وہ بڑی خطرناک چیز ہوتی ہے۔ دیکھیں ملا عمر تو اتنا سیدھا آدمی تھا کہ اسے یہ فرق بھی نہیں پتہ" 
خواجہ ضیاالدین بٹ

دا چې مولوي صاحب متوکل، مولوي صاحب متقي، مولوي صاحب کبير، مولوي صاحب ضعيف او داسې نور لوړپوړي طالب چارواکي ترې ناخبره او نوموړی ترې خبر دی، نو دا هم يوه پوښتنه ده. مانا دا چې درې کاله مخکې به نوموړي ختمي ليدلی وي، نو بيا ولې ترې پاکستاني استخبارات او پنتاگون خبر نه دي؟ ملا برادر يې ونيولو، ملا عبيدالله اخوند او دېته ورته نور خواران د دوی په تاڼو کې شهيدان شول. ملا ضعيف او نور يې گوانتنامو ته ورسېدل او د کرزي په مرسته بيرته راخلاص شول. ملا معتصم آغا په سر کې مرمۍ وخوړلې او د ملا اختر عثمان په شمول ډېر همداسې يو په يو په نښه شول چې دا ولې؟

راځم دېته چې :
دا چې نوموړي مشر ملا صاحب ته د مشورې لپاره د د رسول الله صلی الله عليه وسلم او د خلفای راشدينو مثال راوړې چې هغوی به له صحابه وو حاضر ول او جمعي احکام به يې ورته بيانول او ورسره بيا د موسی عليه السلام د طور واقعه راوړي چې د څلوېښتو ورځو په غيابت کې ترې قوم بېلارې شو او د خوسي عبادت ته يې مخه کړه. بيا ورته د حضرت خضر کيسه راوړي.
که ترې وپوښتم چې 

قَالَ أَلَمْ أَقُلْ إِنَّكَ لَن تَسْتَطِيعَ مَعِيَ صَبْراً (72) قَالَ لَا تُؤَاخِذْنِي بِمَا نَسِيتُ وَلَا تُرْهِقْنِي مِنْ أَمْرِي عُسْراً (73) فَانطَلَقَا حَتَّى إِذَا لَقِيَا غُلَاماً فَقَتَلَهُ قَالَ أَقَتَلْتَ نَفْساً زَكِيَّةً بِغَيْرِ نَفْسٍ لَّقَدْ جِئْتَ شَيْئاً نُّكْراً (74) قَالَ أَلَمْ أَقُل لَّكَ إِنَّكَ لَن تَسْتَطِيعَ مَعِي صَبْراً (75) قَالَ إِن سَأَلْتُكَ عَن شَيْءٍ بَعْدَهَا فَلَا تُصَاحِبْنِي قَدْ بَلَغْتَ مِن لَّدُنِّي عُذْراً (76) فَانطَلَقَا حَتَّى إِذَا أَتَيَا أَهْلَ قَرْيَةٍ اسْتَطْعَمَا أَهْلَهَا فَأَبَوْا أَن يُضَيِّفُوهُمَا فَوَجَدَا فِيهَا جِدَاراً يُرِيدُ أَنْ يَنقَضَّ فَأَقَامَهُ قَالَ لَوْ شِئْتَ لَاتَّخَذْتَ عَلَيْهِ أَجْراً (77) قَالَ هَذَا فِرَاقُ بَيْنِي وَبَيْنِكَ سَأُنَبِّئُكَ بِتَأْوِيلِ مَا لَمْ تَسْتَطِع عَّلَيْهِ صَبْراً (78)
که له نوموړي وپوښتم چې ولې په لومړي ځل ((ألم أقل))، په دويم ځل ((ألم أقل لک)) کارول شوی او په درېيم ځل ((هذا فراق بيني وبينک)) کارول شوی او ورسره جوخت يې ورته د درېواړو پېښو راز ووايه او خبره (ملگرتيا يې) نوره خلاصه شوه. امام بخاري په کتاب العلم کې همدا حديث راوړی چې له عنوانه يې يو مطلب او له پاتې حديثه يې نورو مطالبو ته اشاره ده.
يو افاده دا شوه چې سړی بايد د علم پسې سفر وکړي او ترلاسه يې کړي. نه دا چې روغ ښوونځي، کلينيکونه او بيت المال سېځه. سړکونه او پلچکونه ورانوه او د ملک ملي وشخصي شتمنيو ته ضرر رسوه او د هېواد ټولگټې پروژې د نورو په لمسون تخريبوه او يا يې د جوړيدو او بيا رغاونې مخه نيسه.
(۴۴) باب ما يستحب للعالم إذا سئل : أي الناس أعلم؟ فيکل العلم إلی الله
۱۲۲ – حدثنا عبدالله بن محمد قال : حدثنا سُيان قال : حدثنا عمرو قال : أخبرني سعيد بن جبير قال : قلت لابن عباس : إن نوفاً البکالي يزعم ...
دويمه افاده دا شوه چې ((حوت)) يې ژوندی اخېستی وو، لکه نن چې د ماهيانو او نورو حيواناتو د ساتنې لپاره پنجرې او بکسونه جوړيږي او د خوراک لپاره يې له ځان سره علاوه نور طعام (توښه) له ځان سره اخېستې وه. اگر چې ځينې علماء په دې نظر دي چې حوت (ماهي) يې پوخ کړی وو، خو ولې د بخاري له حديثه دا خبره بل ډول جوتيږي. همداسې يې د سفيني (کشتۍ).
درېيمه افاده دا شوه چې الله تعالی نه غوښتل چې موسی عليه السلام له دې زيات نور پاتې شي. ځکه چې هلته د هغه پر اوږو نور مسووليت د رسالت او د بني اسرائيلو پسې مراقبت look after وو . اگر چې په دې کې ډېر زيات ژور بحث دی، نور وړاندې نه ځم.
څلورمه افاده دا شوه چې پرته له شکه د موسی عليه السلام پوهه پر حضرت خضر عليه السلام زياته وه، خو په څو غيبو شيانو کې الله تعالی پوهه ورکړې وه نه په ټولو شيانو چې پرته له الله تعالی دا د بل چا له شان سره نه ښايي او هغه پخپله وايي چې ((وما فعلت من امري)). علما ومحدثين دا وايي چې د موسی عليه السلام رسالت ومسووليت دروند وو او هغه پوښتل کېده، ځکه خو يې پر هغه څه باندې چې ظاهراً د شريعت خلاف وو له حضرت خضر عليه السلامه به پوښتل او نيوکه به يې پرې کوله چې دا ولې؟ ځکه چې شرعه ظاهر گوري او داسې نور مسايل درواخله.
که بيا په همدې کيسه کې وگورې، نو موسی عليه السلام له ځان سره ((فتاه)) ځوان يوشع عليه السلام واخېست. پوښتنه وارديږي چې ولې يې ځوان له ځان سره په سفر کې ملگری کړ او خپل همسنگ يې له ځان سره وانه خېست. امام بخاري دې ټکي ته اشاره کوي چې که تاسو سفر کوئ، نو له ځان سره ځوان يا کشر اخلئ. ځکه چې کشر تل د خدمت او د کار د انجام په تمه وي، خو مشر بيا محتاط وي او تل د ((نه)) مشوره درکوي او ځوان تل د ((هو)) او کولو په نيت وي. هغه تل په دې اراده وي چې که امر ورته وشي او هغه يې اجراء کړي، خو له مشر نه بيا دا تقاضا نه کيږي.
همدا وجه ده چې زموږ په سنتي ټولنه کې واک واختيار تل د مشرانو په لاس کې وي او کشر ته تل په خواره سترگه کتل کيږي، ځکه خو ټولنه هم زموږ وروسته پاتې ده چې د ټولنې زيات قشر زموږ بېتعليمه تشکيلوي. ولې موږ د ټولنې ځوان کشر ته درناوی نه کوو؟ ولې له دوی نه ښه گټه نه اخلو؟

راځم دېته چې الله تعالی په هغه وخت کې د بني اسرائيو ځانته پاتې والی د موسی عليه السلام له شتون پرته نه خوښولو. گوره چې موسی عليه السلام د طور او د حضرت خضر عليه السلام له واقعيو پرته له خپل قوم نه دی جلا شوی او نه ترې غيب (پټ) شوی، بلکې تل له خپلو خلکو (قوم) سره وو. درست ده چې د ملا صاحب پسې به لټون وي، خو دا خبره لږ خپلواکيو سرچينو ته اړتيا لري. کنه دا به لږ شانته محاله وي چې امريکا او د پاکستان استخبارات دې د هغو له شتون او ځاي ځايگي نه ناخبره وي. خير دی که له ده پسې امريکا ده، نو د هغه فرعون د وخت يې دښمن وو.

ښه نو چې داسې ده، نو په اوسنۍ يوويشتمه پېړۍ کې څنگه له موږ څخه مشر ملا صاحب غايب دی. له بده مرغه له داسې چا سره پټ دی چې هغوی ټول د همدوی په خدمت کې دي، نو پټون به يې څه مشکل وي. مشر ملا صاحب او حکمتيار صاحب دا دومره جنگ څنگه مخته وړي؟ دا خو څه ټوکې نه دي، که همدا نن دوی سعودي عربستان او نورو خليجي هېوادونو ته د چندو لپاره ځي چې لومړی خو د دې ثبوت او سپيناوي لپاره يوې خپلواکې مرجع ته اړتيا ده، کنه څنگه دوی د هوايي ډگرونو له چيکپوسته څنگه تيريږي او ولې هلته نه څارل کيږي؟ په چنده خو دا جنگ نه چليږي.

د ښاغلي کلينټن د خاطراتو نومي کتاب له مخې خو دا جوتيږي چې موږ سعودي ته د مرحوم اسامه په باره کې ويلي چې درخپل يې کړي، خو هغو خپل نه کړ، نو زما طالب او د دوی په نوم چنده ټولوونکيو څنگه اجازه ورکوي چې هلته د امريکا سره د جنگ په پلمه له خلکو چندې ټولې کړي، څنگه دا پيسې راانتقاليږي او چېرې انتقاليږي او دېته ورته نورې پوښتنې.

که سړی لږ ژور دننه په دې کيسه کې فکر وکړي، لکه څنگه چې خپله همدې ملا ولي الله ورته اشاره کړې چې ملا صاحب نور بس که راښکاره شه او نور تېری دا د غيابت سکوت دې مات کړه. له دې دا جوتيږي چې مشرتابه بايد په خپله ټولنه کې واوسيږي نه ترې غايب او د بل په واک او غېږ کې پروت. همداسې نبي عليه الصلاة والسلام واخله چې د هجرت له هماغه څو شپو پرته نور تل د خپل قوم په مينځ کې اوسېده. که په مکه مکرمه کې وو او که په مدينه منوره کې. پوښتنه دا ده چې زموږ مشر ملا صاحب او مفسر صاحب چېرې دي؟ پوښتنه دا ده چې ايا د دوی اتکاء او توکل پر الله جل جلاله هغسې دی، لکه څومره چې د هغه مبارک پر الله جل جلاله وو، پرته له شکه ځواب به يې نه وي.

په پای کې له مشر ملا صاحب او له حکمتياره هيله کوم چې که د دې جنگ په بدل کې مو د خپل ولس خير ښېگڼې، زده کړې، بيا رغاونې او داسې نورو اجتماعي خدماتو او د ټولنې د اصلاح لپاره مو مټې رانغاړلی وای ثواب به يې له دې ډېر وو.  گوره چې ولې په درېيم ځل د موسی او د حضرت خضر عليه السلام ملگرتيا ختمه شوه؟ ځکه چې الله تعالی غوښتل چې موسی عليه السلام بايد له خپل قوم سره وي او د هغوی لارښوونه او مراقبت look after وکړي.  دا به ښه وي چي هلته د ذلت شپې تېروئ او که دا به ښه وي چې خپلې خاورې ته راشئ؟ او د ((والصلح خير)) په رڼا کې فکر وکړئ.

همداسې نورې بېلگې درواخله، لکه د حضرت سليمان عليه السلام ليک بلقيس ته او د نبي عليه الصلاة والسلام ليک عظيم روم ته. گوره هلته چې هر يو ته ليک ورسېده، نو بلقيس د پېغمبر ليک ناديده ونه گڼه او له خپلو وزيرانو، مشاورينو او کابينې سره شريک کړ او د جنگ ټول اړخونه يې سره وسنجول. اگر چې مشوره ورته په جنگ (مقابلې) ورکړل شوه، خو دا چې هغه پخپله ولسمشره او مسووله وه، نو د خپل رعيت د ساتنې لپاره يې د جنگ ومقابلې بل بديل وکاروه چې سوله او مفاهمه وه. کله يې چې له خپلې کابينې وپوښتل درست ده چې مقابله به وکړو، خو جنگ دوه اړخه لري. که يې وگټو نو فبها کنه، نو بيا ... چې د بيلودو د عواقبو ځواب بيا له هېچا سره نه وو، نو ځکه خو کلام پاک موږ ته د دې مشوره راکوي چې ((والصلح خير))، نو بيا ولې له ((صلحې / سولې)) نه کرکه کوو؟

همداسې هرقل عظيم د روم ته د نبي عليه الصلاة  والسلام ليک ((بسم الله الرحمن الرحيم : من محمّدٍ عبدِالله ورسوله إلی هرقل عظيم الرّوم، سلام علی من التبع الهدی، أمّا بعد : فإني أدعوک بدعاية الإسلام، أسلم تسلم يؤتک الله أجرک مرتين، فإن توليت فإنّ عليک إثم [الأريسيِّين])) چې هغه يې د سپيناوي لياره  او د هغه مبارک د کړووړو په باره کې له کاروانه يعنې أبوسفيانه وپوښتل چې څوک ورته په نسب کې ډېر نژدې دی، نو هغه ورته وويل چې ((أنا أقربهم نسباً، قال : أدنوه مني، وقرّبوا أصحابه فاجعلوهم عند ظهره، ثم قال لترجمانه او ژباړن ته يې وويل :
قل لهم : إني سائل هذا عن هذا الررجل، فإن کذّبني فکذّبوه،
قال : فو الله لو لا الحياة من أن يأثروا عليّ کذباً لکذبت عليه. او همداسې په دوام.
ټولې پوښتنې يې د ژباړن په وسيله له هغه (أبوسفيان) نه د هغه (پېغمبر صلی الله عليه وسلم) په شان کې وکړې او هغه ورته هماغسې درست ځوابونه وويل. سره له دې چې نوموړی په دې وخت لا پر ايمان مشرف نه وو، خو د پېغمبر صلی الله عليه وسلم په تړاو يې دروغ ونه ويل او خپل عربي قريشي شهامت هم ورته دا اجازه نه ورکوله چې زه به سبا ته له پېغمبر صلی الله عليه وسلم سره په مکه کې په خپل کور وکلي مخامخېږم او دروغ به مې ويلي، نو له دروغو نه يې ډډه وکړه.

راځم دېته دا چې ښاغلی ملا ولي الله مشر ملا صاحب ته درې کلن غيابت وروسته ورته وايی چې نور راښکاره شه، نو ايا دا دروغ نه دي؟ مشر ملا صاحب خو له کلونو ورک دی او درک يې نشته، نو نوموړی د کوم ثبوت له مخې وايی چې نور له درې کلني غيابته راڅرگند شه؟ دا چې ده ته څرگند او نورو ته نه دا خو خپله امريکايي استخباراتو ته هم يوه لويه او سخته ننگونه ده چې بل هېڅ طالب ته پته نه شته او ده ته يې د ځاي ځايگي پته شته.

 په پای کې پر مشر ملا صاحب او حکمتيار صاحب باندې غږ کوم چې د خپلې روانې مبارزې په څنگ کې که مو دا ځينې بې سروبوله ناپوهان (أجهلان) درسره له اخلاقي پلوه تربيه کړئ، نو دا به مو له هغه فزيکي مبارزې نه ډېره گټوره وي نه دا چې ناپوه او نالوستي يې پرېږدئ. د دوی پوهاوی زموږ او ستاسو د ټولو مشترکه دنده ده او دا دنده بايد په شريکه تر سره شي. خدای مه کړه داسې نه چې د دوی د ناپوهۍ له وجهې ستاسو حيثيت ته صدمه ورسيږي. او د دوی نااهلي ستاسو د نااهلۍ سبب شي.

عدو عاقل خير من صديق جاهل
زه ستاسو دښمن نه، بلکې يو منتقد يم. په دې هيله چې له خدايه او د محشر له ورځې ووېرېږئ. دا بايد درته په روښانه توگه ووايم چې زه د الله تعالی او د رسول صلی الله عليه وسلم پر وړاندې مکلفيت لرم نه د هر جاهل ناپوه ملا او طالب په مقابل کې، بلکې دا د ځان رسالت گڼم چې سترگې يې ور روښانه کړم.

په درنښت
سيدحسين پاچا