عبدالله عبدالله ماضي ته دستنیدو سمبول


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • احمد ضيا رفعت
  • 1217

 دکابل پوهنتون استاد


ژباړه او لنډیز : ویښ افغان

عبدالله عبدالله ماضي ته دستنیدو سمبولپرحکومت نیوکې او دهغه دکړنو څیړنه او کره کتنه په وروستیو کلونو کې زیاته شوې خودا بهیر باید ټولنه له دې ګمراهي سره مخامخ نه کړي ، داچې زیات ویل شوي موجود حکومت بد دی نو دا بد باید په هر ډول بدیل بدل شي ،زه دیوه کره کتونکي او نیوکه کوونکي په توګه چې دشخصي سلیقوله په نظر کې نیولو او دغه او هغه جریان ته  له تمایل او لیوالتیا څخه پرته باید رښتیا خلکو ته څرګند کړم ، دا جرآت ځان ته ورکوم چې په دې مقاله کې په حقیقت پسې ولاړ شم که هرڅومره ځینو دوستانو ته په زړه پورې نه وي هم ، ځکه وایي :

چو می  بينی که نا بينا و چاه است           اگر خاموش بنشينی گناه است

ومو ویل چې عبدالله عبدالله به پخواني حالت ته دبیرته ور ګرځیدو یو سمبول وي لومړی (ماضي ته دګرځیدنې) مفهوم روښانه کوو ، ماضي یا پخوا هغه حالت ته ویل کیږي چې په ۱۳۷۱ کال کې دمجاهدانو ددولت په بری سره په هیواد کې منځ ته راغی او دهغه حالت مهمې ځانګړنې کولای شو دغه وګڼو:

-       ددولت جوړولو په برخه کې دهغه وخت دواکمنانو پاتې راتلل.

-      دولسواکي پرځای تنظیم پالنه.

-      په دولت کې دقانون منلو او انظباط او دسپلین دکلتور پرځای دخپلسرۍ،ګډوډۍ او بې نظمۍ د کلتور رواجول.

-      له دموکراسي سره پردی توب.

-      له زور او تاوتریخوالي څخه په ګټه اخیستنه مقصد ته رسیدل.

-      سیاسي اخلاقو ته نه پابندي- چې ښکاره نښه یې دتنظیمونواو ډلو ترمنځ دژمنو او تړونونو کول اوپرله پسې ماتول دي.

-      دمخالف غږ او نیوکې نه منل.

-      دواک او قدرت دساتلو او ټینګولو لپاره دخلکو له دیني او قومي احساساتو څخه ګټه اخیستنه.

-      دمدرنیزم او نوي پالنې پرځای زوړ پالنه.

-      زورواکو ته باج ورکول او له کمزورو څخه باج اخیستل.

-      له نړیوالو سازمانونو او هیوادونو سره ناسنجول شوی چلند.

-      دسیاسي اصولیت پرځای سیاسي ګډوډي.

دغه ځانګړنې (ماضي ته دستنیدنې)دمفهوم دځینو برخو بیانونکې دي ، دغه لړلیک کولای شو تر دې هم اوږد کړو.

داهم باید هیر نه کړو چې ددغو ستونزو او ګډوډیو مسول په لسګونو زره ریښتیني مجاهدین او په سلګونو خپلواک او پرهیزګاره قوماندانان نه دي ،مسول ډیر لږشمیر کسان وو،چې له جهادي ټولنې څخه یې دوسیلې په توګه کار واخیست او وروسته یې مجاهدین،معلولین او دشهیدانو کورنۍ هیرې کړې،داانصاف نه دی چې نن یوځل بیادمجاهدینو له پاک احساس څخه دوسیلې په توګه ګټه پورته شي .

اوس مو چې ماضي ته دبیرته ستنیدنې یوانځور څرګند کړ رسیږو دې پوښتنې ته چې عبدالله عبدالله څنګه کولای شو ددې حالت سمبول وبولو؟ په ځواب کې کولای شو دلاندې ځانګړنو په شمیرلو سره دی ماضي ته دستنیدنې دسمبول په توګه تعریف کړو:

-   عبدالله دبن دتړون له تاییدونکو څخه دی او دموجوده حکومت شریک ګڼل کیږي ، دی آن تراوسه دسیمه ایز امن دجرګې ریس دی ځکه له دې څوکۍ څخه دده داستعفا یا ګوښه کیدو خبر نه دی اعلام شوی.

-      عبدالله له بهرنیو چارو وزارت څخه له ګوښه کیدو وروسته په پرله پسې ډول له حکومت سره په ژمنو کې و .
 
عبدالله هیڅ وخت په وروستیو کلونو کې دیوه پروګرام لرونکي سیاسي فعال په توګه نه دی څرګند شوی.
-   عبدالله چې نن یې له مجاهدانو څخه دفاع خپل اصلي شعار ګرځولی دی په وروستیو کلونو کې په هیڅ کورني او بهرني سیاسي محفل کې په هیڅ دریځ کې دجهاد او مجاهدینو په اړه خبرې نه دي کړې.یوازې یې په وروستیو اوونیو کې دغه شعار ته مخه کړه دغه حرکت دمجاهدینو دځینو کړیو په نظر دځینو ټولنیزو ډلو له احساساتو څخه دناوړه ګټې اخیستنې نښه بلل شوې ده .

-       که عبدالله دجهاد ارزښتونه په ځان پورې اړوند ګڼي ،نوباید په ښکاره د صبغت الله مجددی ، اميرمحمد اسماعيل ، محمد کريم خليلی ، عبدالرب رسول سياف ،  احمدضيا مسعود ، محمــد قسيم فهيم ، محمد محقق ، حاجی دين محمد ، گل آغا شيرزی ا و ... چې دجهاد مخکښان دي له دغو ارزښتونو څخه خالي معرفی کړي .

-   په ده پورې تړلې رسنۍ زیاتره په سیاسي نارو سوروبوختې دي ،او دژورنالیزم ډیرو کوچنیو اصولو ته ځان ژمن او مسول نه ګڼي.دغه رسنیز چلند دمترقي ژورنالیزم له اصولو او اخلاقو سره چې ددموکراسي مهم عناصر دي دده نه ژمنتیا ښیي.

-       دمجاهد په نامه دزور او وسلو پر خاوندانو تکیه ،زورواکو ته دباج ورکولو نښه ګڼل کیږي .

-   عبدالله دتخصص له لحاظه جدي کمزورۍ لري ، هغه له طب پوهنځي څخه له فراغته وروسته نور دغه مسلک ته وفادار پاتې نه شو او په کوم بل مسلک کې هم زده کړې نه لري بنا پردې نه شو کولای هغه دتخصصي څیرو په ډله کې حساب کړوچې وکولای شو ترې دهیواد دادارې په ګټه کار واخلو، دده سواد په عادي کچه دی.

-   دبري په صورت کې به له هغو ډلو سره په نښتو واوړي چې پخوا یې له نظار شورا او اسلامي جمعیت سره چې دی پورې تړلی دی سختې جګړې کړې دي او تراوسه دغه دمخالفت لیدلوري پخپل ټول قوت سره پاتې دی.

-   دبري په صورت کې به دعبدالله پلویان له ده څخه هغه امتیازات وغواړي چې دهغو وړتیا به ونه لري او دی به مجبور وي هغوی ته امتیاز ورکړي او په دې توګه به شایسته سالاري تر اوس زیاته هیره مقوله شي.

-      دده په بري سره به د ځان پالنې او تاوتریخوالي فکر یوځل بیا را تازه شي.

داو دجمهوري ریاست دکاندید عبدالله عبدالله ټولیز تحلیل خو دهغه کړنلاره او شعارونه ځانګړې کره کتنه غواړي ، چې په راتلونکي کې به ترسره شي .