تر ټولو لوی!


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمود روغانیوال
  • 1279

  (علی بابا او څلویښت غله)

ښاغلی محمود کرزی چې ځان یو ملي سوداګرمعرفی کوي، له طلوع تلویزیون سره په یوه مرکه کې وایي چې « زاخیلوال د افغانستان د تاریخ تر ټولو لوی غل دی» خو د افغانستان په تاریخ کې تر ټولویه غلا د کابلبانک رسوایي وه چې نه یوازی ۹۵۰ میلون امریکایې ډالره د خلکو پیسې چور او غلا شوې، بلکې د افغانستان بانکې او مالي سکتورته یې نژدي اوه (۷) ملیارده ډالره اقتصادی خساره ور واړوله. د افغانستان خلک پدې ښه پوهیږي چې ښاغلي محمود کرزي او دده ملګرو په دغه لویه تاریخي غلا کې هیڅ برخه نه لرله! زاخیلوال د افغانستان د محدودو سیاستوالو څخه ؤ چې د کابل بانک د دوسیې د تړلو سخت مخالف ؤ او دده د مخالفت وجه ده چې دغه دوسیه لا تراوسه پرانیستې پاتې ده. د غسې یو بد شخص ته باید هم د تاریخ لوی غل وویل شي.
د افغانستان په تاریخ کې بله لویه غلا د ښاغلي محمود کرزي له خوا د یوې لپې اوربشو په بیه د غوري سمینټو د فابریکې اخیستل دي چې ورسره یې د کرکر د ډبرو سکرو د راویستو امتیاز هم ترلاسه کړ. ښاغلي کرزي ژمنه کړې وه چې ددغې فابریکې تولیدي ظرفیت به دومره لوړ شي چې دافغانستان د اړتیا وړ سیمنټو لویه برخه به تامین کړي. د اتوو کالو تر تیریدو وروسته اوس هم ښاغلي محمود کرزي د افغان دولت 250 میلیونه ډالر د «قرض حسنه» په توګه پوروړی له ځان سره ساتلي دي او د افغانستان اقتصاد ته یې تر دوه ملیاردو ډالرو زیات تاوان اړولی دی. زاخیلوال تراوسه هم د غوري سیمنټو فابریکې او د کرکر معدن د تسلیمۍ اسناد نه دي لاسلیک کړي او پر دغې ملي شتمنۍ یې د ښاغلي محمود کرزي معاملې له ستونزو سره مخ کړې دي. تردې لوی غل پیدا کیدلای شي؟
ښاغلي محمود کرزي په کندهار کې د 5.5 ملیاردو ډالرو په ارزښت نژدې 57000 جریبه ځمکه چې د دفاع وزارت ملکیت دی د عینو مینې د ښارګوټي په نوم خپله کړې ده. زاخیلوال ددې پروژې د بانکي حساب 70 میلیونه ډالر کنګل کړي دي چې د پانګې د تیښتې او د املاکو د غصب څخه مخنیوی وکړي. آیا دغسې ظالمانه کړنې په ورین تندي منل کیدای شي؟
ښاغلی محمود کرزي د دوو دولتي بانکونو (افغان ملي بانک او پښتنې بانک) څخه پنځلس میلیونه ډالر پوروړی دی. څرنګه چې دا ښاغلی یو خوار او غریب شخص دی، نو د مالیې وزارت نه یې عاجزانه غوښتنه وکړه چې ددغه پیسو نیمایې ورته معاف شي او نوره نیمایې په پنځه کلن قسط تحصیل شي. زاخیلوال بیا هم د دغه خوارکي ملي سوداګر دغه برحقه غوښتنه ونه منله. نو غلا سپینه وي او که توره!
د کابل په بیلا بیلو برخو کې ځمکو غصب او یو شمیر نورې بي قانونۍ داسې څه نه دي چې په تبصره وارزي. 
دغه زموږ ددې ملي سوداګر کارنامې دي. له بلې خوا حضرت عمز زاخیلوال ، څو وارې، د بیلابیلو کسانو لخوا په فساد تورن شوی، خو هرځل ده پخپله لویې څارنوالی ته مراجعه کړي او د څیړنو غوښتنه یې کړي ده. په ټولو مواردو کې لویې څارنوالی دده په بې ګناهۍ قرار صادر کړي دی.
که چیرې محترم محمود کرزی په کور کې کومه قدنما هنداره ولري او یا له خپلو کاروباري شریکانو سره په محفلونو کې یو ځای شي، نو کیدای شي چې د افغانستان د تاریخ تر ټولو لوی غله وویني.
د افغانستان خلک نه ړانده دي او نه کاڼه، غله هم پیژنې او مله هم. نور دخبرې اوږدولو ته اړتیا نشته.