شاه نواز باقر د پښتني ادب د شملې ګل


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سيد اسحاق سادات
  • 1456

ځوانه جذبه ، ځوان احساسات او ځوان فکر که څه هم له نيمګړتياو خالي نه وي خو بيا هم د وخت په تېرېدو سره يې د پوخوالي او ښه والي تمه کېدای شي.

بل پلو که خپل تېر تاريخ ته نظر واچوو، نو په ډاګه به شي چې داسې ځوانو څېرو مو هم د هېواد شمله هسکه ساتلې چې په تنکي عمر کې يې د خپل فکر،خيال ، احساس او عاطفې په وسيله په خپله فرهنګپاله سيمه له خوشبويو ډکې وږمې شيندلي.

د شعر ليکل فطري استعداد ته اړتيا لري ، خو که له دغې استعداد سره سره انسان خپله پوهه او معلومات ډير کړي، نو ښکاره خبره ده چې شعر به يې د هنري جوهر څخه مالامال او لکه د ملغلرو امېل په څېر ښکلايېز جوړښت ولري. اوس مهال زمونږ په ځوان ادبي بهير کې داسې ځلمي راټوکيدلي چې د هنر خوږو يې هره خوا عطرورينه کړې. او په ليدو سره يې هر څوک داسې فکر کوي چې که دغه ځلمې بهير همداسې څانګې څانګې وغځيږي نو د پښتو ادب وړانګې به په ټوله نړۍ خورې شي.

شاه نواز باقر د ځوان نسل د روان کاروان هغه لاروی دی ، چې د شعر ښکلا او پنځونې ته يې په کتو سره هر څوک داسې فکر کوي چې کيدای شي يو وخت دغه ځلمی د دی کاروان سر لاری شي.

په ما به نښې سمولې خلکو

خو زه هم کاڼي ومه مات نه شومه

دا ستا لټون مې دومره نه دی کړی

بس تاو راتاو د کاینات نه شومه

د دغو بيتونو په څېر د باقر په ټوله شاعرۍ کې فطري ښکلا، ښايسته عاطفه ، ژور فکر او لوړ خيال لکه د ځلانده ستوري پړقيږي. پورتني دواړه بيتونه بېلابېلې معناوې لري ، باقر که له يوې خوا خپل ژوندون هغې نښې ته ورته بولي چې خلک پرې خپله نښه سموي ، نو بل لورته د خپل ورک ارمان په لټون پسې لکه د يو ستړي لاروي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګرځي، ځکه همدا يې له وسې پوره ده.

څومره لنډ او تنګ شو د ګلاب ميزاج

لمر چي تري شبنم واخلي راوغوزي

کانړى چي ډير خوشک شي پورته وخيجي

ستوري چي لګ نم واخلي راوغورزي

د شاه نواز باقر شعري پنځونې ته په پام سره د هر چا فکر ته يو داسې شخصيت رالويږي ، چې ګواکې دی به د پوخ عمر سړی وي. او د ژوندانه ډېر پسرلي به يې د خپل ولس ،خپل هېواد او خپلې مينې په ارمان کې تېر کړي وي. 

خو ، نه ! باقر اوس اوس د ځوانۍ په درشل قدم ايښی ، او دا به غوره وي چې ووايو له نوموړي څخه يې شاعري ډېره مشره ده. په دومره کم عمر کې د خوندورو کلماتو راټولونې او پر ښکلي ځای کې يې د کارونې کمال هغه څه دي چې په تانده ځوانۍ کې يې د ده شخصيت ته د درناوي پګړۍ ورپه سر کړې ده.

شاه نواز باقر د کوزې پښتونخوا په هنګو سیمه کی په ۱۹۹۴ ميلادي کال دغې لالهاندې او ارمانجې نړۍ ته خپلې فطري شاعرانه سترګې پرانستې .

لکه څنګه چې په هيواد کې د جنګ جګړو اور زمونږ نورې لويي هستۍ د هيواد پريښودلو ته اړې کړي،نو د باقر کورنۍ هم د حالاتو د جبر او ستم څخه د ننګرهار ولايت د هسکې مينې څخه کډه په شاه کړه او د سپين غره څخه په ا وښتو سره يې ځان تر پښتونخوا ورساوه. 

شاه نواز باقر خپلې لومړنۍ زدکړې هم په هنګو کې کړي ،اوسمهال په کوهاټ نومې سيمې کې استوګن دی.

خلک له تندې مړه کيده باران په ښار نه کيده !

ګل دې نيولى وو خو زړه دې په ګوزار نه کيده

دواړو به خاورې غورزولې د يو بل سترګو کې

تانه راتله نه کيده ! مانه انتظار نه کيده

له عاطفې ،احساس او لوړ خيال څخه راپنځيدلې دغه خبرې د هر ذهن پر تابلوګانو ژور اغېز کوي، او کله چې په سترګو کې د خاورو غورځولو او د انتظار نه ډک وختونه پکې غاړه غړۍ 

شي نو خوند يې دوه برابره شي.

دا چې باقر په خپل زلميتوب کې دومره ژور فکر او لوړ خيال لري، نو که د وخت به تېرېدو سره يې فکر او خيال همداسې څانګې څانګې وغځيږي ، نو ټوله پښتني سيمه به يې له سيوري برخمنه شي. 

شيشې د دېوالونو چې په تا کې ځانته ګوري

باقره! ستا په سترګو کې نظر رانه لوېدلى