د څو تنو ځوانانو په مرسته په اړمنو کورنيو ژمني لباسونه ووېشل شول


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • 1100

۱۵ جنوری، کابل.

په کابل کې یو شمېر ځوانانو له سلو ډېرو اړمنو کورنیو سره د ۲۲۴۴ جوړه ژمنيو کالیو، چې ۸۶۹ يې نارينه، ۷۷۳ يې ښځينه، ۴۴۳ ماشومانو او ۱۵۹ (خولۍ، پکول، پټو، څادر او مفلر) مرسته وکړه. دوی دغه مرستې د یوه دوه ورځني کمپاين پرمهال (د اړمنو لپاره جامې)، چې د ډسامبر په ۱۹ او ۲۰ مه یې د کابل له اوو ځایونو (کوټه سنګي، دهن باغ، سلیم کاروان بلاکونه، د خیرخانې اوله حصه، دریم مکروریان، زاړه مکروریان او کارته نو دریم سړک) راټولې کړې وې.

د دې ډلې یوه غړي رفيع الله ستانکزي نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویلې، چې د کابل سوړ او وژونکی ژمی هر کال د ډېرو هېوادوالو ژوند له ګواښ سره مخ کوي او همدا اندېښنه د دې لامل شوه، چې موږ په داسې یوې مفکورې کار وکړ، چې په آسانۍ له خپلو کابل مېشتو اړمنو کورنیو سره مرسته وکړو، ځکه چې نن ورځ دا اړمنې کورنۍ د ټولو چارواکو او نورو هېوادوالو له پآمه غورځېدلي او موږ وغوښتل د هغوی پام ورته راواړوو.

ښآغلي ستانکزي زیاته کړه، چې د اړمنو کورینو انتخاب هم د یوه ځآنګړې سروې له لارې شوی دی، موږ له هماغو سیمو چې کالي راټول کړي، په هماغو سیمو کې له مشرانو او بانفوذه خلکو سره د خبرو اترو پرمهال له هغوی د اړمنو کورنیو لستونه راټول کړي او بیا مو د یوې ځانګړې پوښتنپاڼې له مخې چې زموږ همکارانو په سیمه کې د هماغو لست شویو کورنیو اقتصادي وضعیت ارزولی او په پای کې مو ورنه تر سلو ډېرې اړمنې کورنۍ انتخاب کړي دي، چې نن د همدغو کورنیو له ټولو غړو سره مرسته وشوه.

دغو ځوانانو له ټولو کابل ښاریانو د مننې ترڅنګ له هغوی وغوښتل چې له دوی سره همکار شي، چې په راتلونکي کې نه یوازې د کابل ښآر بلکې په ټولو ولایتونو کې هم دغه لړۍ پيل کړي. دوی وویل، چې په راتلونکي کې به د کابل ښار په ښوونځيو کې له اړمنو او فقیرو متعلمینو سره د قرطاسیو مرسته کوي، چې دوی وکولای شي، په ښه ډول خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې هر کال په کابل او نورو ولایتونو کې ژمی د ډېرو افغانانو ژوند له ستونزو سره مخ کوي او دچارواکو په وینا چې د افغانستان دولت هم ټولو ته په وړ وخت کې د مرسته رسولو وس نه لري.

انځورنه کولې شي‌ زموږ د فیسبوک پاڼه ګې وګورې