ما خپله روح لوستی ستانوم


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • بختیارځدراڼ
  • 1301

د ښاغلي عبدالرحمان عضري شاعري د شعر تلاش نه دی ولې چې شعر یې د خیال ، جذبې ،فکر اوشعور هغه ټول جمالیات لري چې دیوه ښه شعر د افاقیت او تل پاتې لپار لازم اوملزوم ګڼل کیږي .دا برخه دشاعر هغه وخت نصیب کیږي چې د شاعر خیال ،فکر شعور،جذبه او خلوص یو برابر وي .داسي شاعري دخپلې ژورتیا له امله دخلکوپه زړونوکې ځای پیدا کوي .شاعري دروح تسکین او غزل دشاعرۍ ژوند دی . که دغضري صاحب شاعرۍ ته ځیر شو له هر بیت نه یې د یوې خوږې ټپې خوند اخیستی شو.

د ښاغلي غضري صاحب د بیان ژپه ډیره خوږه او راونه ده .مضمون افرښي او تخیل یې ډیر ښه دی .او تلمیح یې په زړونو کې ګوتې وهي . د قافیې، ردیف اوګرامر له لحاظه یې شعر بډایه او غني دی .په شاعرۍ کې یې د مینې وږمې ډېرې اغیزناکې دي .دبیتونو داخلي موسقیت او وزم یې ډیر په زړه پوري دی .الفاظو ته یې هنري جامې ور اغوستې دي اونوي مفاهیم یې په
منطقي او ښه بڼه وړاندي کړي دي .مینه یې ستایلې او په مینه ،مینه د خپل اولس په زخمونوپټۍ او مرهم ږدي .
ښاغلی غضري صاحب دیو داسې طبیب رول لوبوي چې له خپلو روحي مریضانوسره په مینه ، مینه دهغه په هغه ستونزه ځان پوهوي چې مریض ته ترې مریضې ور پیښه شوې ده .داسي مریض ته ددواء نه د تسلیات ډیر ضرورت وي .دښاغلي غضري صاحب اشعار له شغار نه پاک او موضوعات یې افاقي او تلپاتې دي .که څه هم ښاغلی عضري دافغانستان دورستی تراژیدۍ او جنګ همزولی دی . خو بیا هم د ښې شعري قرېهې او انځورګرۍ له امله یې خیال اوفکر دشعر مینه وال له ګوتې نیسې او د کاینات دښکلا ګانو مشاهدې ته یې بیا یئ . او شعر یې د ښه شعریت ،تغزل اورنګینۍ تر څنګ ښه پیغام هم لري که یې دبیلګې په ډول دغزل څو بیتونو ته تم شو وبه وینو چې څومره ښکلااو خوندیې د معنوي او کیفي خوندونود څکنې لپاره په هنري ذوق وربښلی دی .
دلمرپه اننـــــــګومې پڼځـــــــــــاووخوتښتیــــــــــــــــــــده
تصویرمې دې له وړانـــګو جوړاوو خوتښتیــــــــــــــــده
بیګادې ټوله شپه دسپين روخسار ډیوې ته ناست وم
یوخیــــــــــال مې ستا په حسن لمباووخوتښتیـــــــــده
یوه څړیــــــکه لکه ستا دبڼوستن ورپه کې رغښتــــــه
پرهرکه مـــــې هرڅــــــــوراټـــولاووخوتښتیـــــــــــــــــده
تڼاکـــــې دزړه ګي مې ترلیمــــــــــوورپســــــي راغلـې
یوښکلی یې په سترګومچــــــــاووخوتښتیــــــــــــــده
ساقي په کې جوهردخلــــــوص نه وونښتیځـــــــــــلي
خمــــــــارمې په خمونومتـــــــاووخوتښتیــــــــــــــــــــده
بس ورک وم غضري دیوخاموش شورپه څپوکـــــــې
جنون مې په مستـــــــۍکې غرقـــاووخوتښتیـــــــــــده
لکه چې تاسو مخکې هم ولوستل چې غضري صاحب د افغانستان دورستۍتراژیدۍ (غمیزې) همزولی دی خود ښه هنري فن اونازکخیالۍ له امله یې د افغانستان ددې لوې غمیزې انځورګرۍ مکمله تابلو پدې څو بیتونو کې لیدلی شئ .
څنګه سندره شم شپیلۍدجانان اوراخستــــــــی
زړونه لمبې وهې خولګۍدجانان اوراخستــــی
داوښکوستوري یې په سروکسیوکې وخوټیدل
غزل بې موره شوه ځوانۍدجانان اوراخستـــــــــی
دلته سنګساردی دهینــــــــــداروغیږله وینـــوډکه
هلته ټپــــــه سوځي کیږدۍدجانــان اوراخستــــــی
اویا داچې :
نورڅه دې غضري ستادویجاړخیال په البم کې
سم وران افغانستان یې دهدرې غوندي ښکاریږې
غضري به ولې ګیله من نه وي د وخت ناخوالو ددوستانو په جامه کې دغه تور خلک راوپېژنده. او غضري د تجربې او مشاهدې په بنا د دغو خلکودا ریاکارانه څېرې داسې راښایي او غواړي چې نور لدې وران کاروخلکو نه بیل شو :
څومره ساده یم چې څوک لاس راکړي په دوست یې ګڼم
دلارې مـــــــل ترهغـــــــې مل وي چې څـــــــــــــولاربیلیږي
ملګرواوس چې دشیـــــــطان په رنــــــګ رنګیږي خلـــک
ښکلـــــــي ترې بیل کــــړئ که په تـــــوره که په داربیـــلیږي
غضري صاحب دغزل تر څنګ دشعر په نورو اصنافواوصنعتونو کې هم طبع زمایي کړي ده چې زما په اند ښه اهنګ اوشرنګ پکې دی او لوستونکي پرې د خپل ذوق نیلی ځغلولی شي دنمونې په ډول یې د شعر دا بیلګه وګورئ:
لارویه که شاعریې
نوښکلاخودې خوښیږي
راشه ښکلي توري درکړم
زمالمن له توریوډکه
خومانه دي رنګولي
ته شاعریې تې درواخله
په کې پوکړه سره رنګونه
ستااحساس خوښه ماهردی
په کې وکره ترزونه
ستادسرتر ویښتوډیردي
واخله ستانصیب نیولي
څه ټپې څه ترانې کړه
څه ګلونه څه خالونه
څه پیلوزي کړه چې بل شي
څه دوړانګوامیلونه
لارویه لاوخت شته دی
لاوس هم ناوخته نه دی
داتاوده توري درواخله
سړې وینې پرې تودې کړه
څه غزلې څه نظمونه
له چاجوړې قصیدې کړه
دادستورو ځانګووینې
دسپږمۍ وطن درښیم
دې کې هم تپه تیاره وه
دازرین ستوري یو نه وو
چې شاعرورباندي واوښت
سپیره توري کړه ګلونه
دمدارپه غیږکې کیښودل
دانه دانه خالونه
که دغضري صاحب په شعري فن او هنر یو کتاب خبرې هم ولیکم بیا هم کمې دي خوډیرې خبرې د خدای(ج) او رسول (ص)ښې وي خو دومره ضرور وایم چې غضري صاحب داوسني عصر اوزمان هغه نازکخیال او انځورګر شاعردی. چې کوم خیال نن غضري صاحب په کومو الفاظو کې نغښتی دی که نیمه پېړۍ ورسته یې هم کوم شاعر په خپلوشعرونو کې پنځوي نو ګومان نه کوم چې له غضري صاحب نه به یې ښه وپنځوي . او په ویاړ سره وایم چې غضري صاحب به د ځینو نورو شاعرانو په شان تر پیړیو او پیړ یو د خپل پیاوړي شعر له امله ژوندی وي . او نام خدای قلم د یې نور هم خدای(ج) ښیرازه لري .
په احترم او مینه
بختیار ځدران سعودي عرب تبوک
۲۰۰۷/۶/۱۱