ډاکټره!


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ډاکټر محمدحنيف حيران
  • 1003

 ناوخته له ښاره کور ته ستنېدم، تیاره وه، دوې مېرمنې د سړک په غاړه ولاړې وې، پزې يې په حجاب پټې کړې وې،يوه يې پېغله معلوميده، سترګې يې تکې تورې ځلېدلې. لاس يې راکړ، موټر مې ورته ودراوو، زړه نا زړه يې دروازه خلاصه کړه، خپل منځ کې سره وپوسېدلې، ما ورته وويل:

- زه خو تر ارزان قيمت پورې ځم.
زړه نا زړه موټر ته راوختلې، خپل منځ کې ورو ورو غږېدلې، د مخامخ راتلونکو موټرو د څراغونو رڼا به چې زما پر مخ ولګېدله دوی به لا رابيدارې شوې.
يو ځای کوزې شوې، نه مننه، نه کور ودان او نه د کرايې ست.
بلا پسې، کور ته راغلم، ځينې دفتري کارونو تر نيمې شپې ويښ پاتې کړم، سهار مې مېرمنې راته وويل چې ناروغه يم، ته چې دفتر ته ځې ما تر روغتونه درسره ورسوه، نور ته درځه. روغتون ته لاړم، مېرمن مې له موټره ښکته کړه، چې روانېدم، پر يوې ډاکټرې مې سترګې ولګېدلې، چې سپينه چپنه يې اغوستې وه، سترګې يې بېګانۍ پېغلې ته ورته وې، تکې تورې ګردې ګردې ځلېدلې. برګ برګ يې راوکتل او تېره شوه. پوی نشوم چې داسې کوم حرکت مې وکړو، چې په ډاکټرې بد ولګېدو، ځه بلا پسې، ځان سره مې وويل، خو سترګې مې يې راسره واخيستې تر ډېره مې ورته کتل، يو نيم ځای به چې د موټرو ګڼه ګوڼه شوه، رانه ورکې به شوې، فکر به مې بلې خوا ته شو.
معاش مو ځنډېلی و، بانک ته لاړم، څه ګورم چې په لسګونو کسان ورته په کتار کې ولاړ دي. دوه ساعته وروسته نوبت راغی، کوچنی غرفې ته وروړاندې شوم، مېرمنې يوې ډډې ته په نوبت ولاړې وې، وړاندې تر دې چې خپل کارت ورکړم، يوې نجلۍ په بې نوبتي کې خپل لاس تر ښيښې وروغځاوو، کاونټر ته يې وويل:
- وبښه زما نوبت مخکې کړه، زه روغتون ته ځم، راباندې ناوخته دی.
هغه ورته وويل:
- خپه نشې خورې نوبت مراعات که او يا هم له دې کس اجازه واخله.
نجلۍ چې ماته سترګې راپورته کړې، لکه زما له جېبه يې چې پټې کړې وي، وارخطا مې وروکتل، ورو يې وويل:
- که ستا اجازه وي زه به لومړی پيسې واخلم.
ـــــ مونږ هم دوه ساعته انتظار کړی دی، او زه هم دنده لرم.
په تروشه ټنډه يې وويل:
- څومره بې لحاظه خلک ياست، دا وطن خو ځکه جوړيږي نه.........
خبرې يې داسې راولګېدې، لکه تر دې وړاندې چې ښه سره بلد وو. 
ما وېل ښه ځه، تاسو لومړی پيسې واخلئ، وبښئ، خپه نشئ. هيڅ يې ونه ويل، کارت يې ورکړ.
تر ما شاته کسانو شور او ځوږ جوړ کړو، ورته ومې ويل چې خير دی، تور سرې ده، ګوزاره وکړئ. ډاکټره خوشاله شوه، په سترګو کې يې مننه رانه وکړه او لاړه.
د کابل بېروبار او د لارو بنديدو زغم له هر چا اخيستی و، ملګرو مې راته ويل چې، يو څه معاشونه سره يو ځای کړه او ښه شوقي موټر درته واخله، همداسې مې کړي وو، خو يو څه پيسې مې له ملګرو قرض کړې وې، اوس به که له لاره بنده هم وه، زړه مې ډېر نه ورته تنګېدو. 
يو مازديګر له دفتره په خپل موټر کې د کور پر لوري وخوځېدم، څنګه چې د پل چرخي پر سرک وربرابر شوم، څه ګورم چې له چپ لوري يو موټر په پردي لاس پرته له دې چې اشاره ولګوي، زمونږ سړک ته په تيزۍ سره راواوښت، تر ما وړاندې يو کرولا موټر چې هغه هم په سرعت روان و، پرې وربرابر شو، تر څو يې برېک نيوو، د هغه بل موټر څنګ د دې موټر له مخ سره برابر شول، يو درز شو، لکه قوي چاودنه چې شوې وي. ما هم بريک ونيوو، د سړک په منځ کې مې خدازده څه ډول موټر وداراوو، ورښکته شوم، نورو خلکو هم رامنډې کړې، د موټر دروازې مو خلاصې کړې، بد حال و، نه معلوميدل، چې څوک پکې مړه دي، څوک ټپيان دي او څوک بې هوښه دي.
د کرولا موټر له چلوونکي سره په مخې سېټ کې ناست کس او موټر چلوونکي دواړه داسې معلوميدل چې ځای پر ځای مړه شوي دي، شاته سيټ کې دوې مېرمنې وې، چې يوه يې بيخي بې هوښه وه او بلې يې زګيروي کول، لاسونه او مخ يې په وينو سره وو، مرسته کوونکو ته مې وويل چې هله شئ دا يوه مېرمن ټپي ده،راځئ چې روغتون ته يې ورسوو، ښځه مې د يو بل کس په مرسته خپل موټر ته راکوزه کړه، سترګې يې پټې وې او زګيروي يې کول.کله مې چې د موټر په شاتني سيټ کې څموله، تورې ګردې ګردې سترګې يې نيمکښې راپورته کړې، چغه مې له خولې ووته چې، وۍ ډاکټرې ته يې؟
***
ډاکټر محمدحنيف حيران
۲۲ حمل ۱۳۹۴ کال