- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- محمداصف صميم
- 1382
دا مهال د ننګرهار ادبي انځور يوه داسې سترګبرېښنه ښکلا وړاندې کوي چې هم سترګې خوږوي او هم زړونه، په دغه زړه خوږوونکې ښکلا کې زموږ د ځوان او خوږژبي ځېرمن شاعر ګهيځ ونډه هم د يادونې وړ ده.
ګهيځ په خپل همځولي بهير کې تر خپلو ډېرو همکچو او هماندو ( همفکرو ) بهيروالو که وړاندې نه دى، نو د شاتني او وروستني پرېکړه خو پرې هېڅوک هم نه شي کولاى، ما چې د ګهيځ له لږې خو خوږې شاعرۍ کوم خواږه څکلي، هغه داسې شمېرم:
غزليزه خوږلني:
درده! په بل زړه کې به داسې ځاى څوک کله درکړي
زما د خوږ زړه له پرهاره چې تا کـــډه وکـــړه
د کولتوري ارزښتونو د خونديېنې ارمان:
په جنګ کې خو چړې، تورې، ټوپکې سړى وژني
له جنګه په شاتېښته کې پېغور دى خلک وژني
په خپله جنګځپلې ټولنه کې د سولې او سوکالۍ خوبونو ته د تعبير لټون:
دا تور ټوپک که مات او له بدرنګ ښکاري که خلاص شو
نو تږې، تږې زرکې به چينې ته خپله راشي
د سادګئ او خوږلنۍ يو خوندور اغږون:
هسې نه ګهيځه شپه درباندې راشي
د يارانو محفلونه دې خواږه دي
د کبر پر زوال اخې کول:
مونږه خواران خويې له ژونده خلاص کړو
ښه شوه چې دا هم له بلۍ ولوېده
د وتلي شاعر رحمت شاه سايل په څېر په ټپه يزه تومنه د خپل هنر پۍ تومنه کول:
په دمه دمه څښم اوبه چې ورانه چرته نه شي
ليکلې مې په زړه باندې جانانه ستا نامه ده
يالکه:
فکر وړى يم چې کوم يو پکې خوښ کړم
مرګ بېلتون راته راغلي نن جوړه دي
ستر حمزه بابا پښتني دودونو او اولسي آرونو ته په خپلې شاعرۍ کې جوته ونډه ورکړې، وايي:
اخر به تيږه کړې زما او د رقيب ماته
ته ورسره چې کله کله جنګوې سترګې
خو ګهيځ بيا د همدې ماتې شوې تيږې ( سرغړاوي ) جوت او مثبت انځور داسې کاږي:
پښتانه تيږه کېږدي جوړه وکړي
ما سره هېڅ نه کوي لار باڼه
ما د ګران ګهيځ د شعر له غره ( د خپلې لالهاندئ په پلمه کولو) ايله همدا لالونه راوايستلاى او وتوږلاى شو، تاسې ښاغليو ته د نورو غميو د را ايستنې، توږنې او ځلونې بلنه درکوم.
د ګهيځ د هنر د غوړېدا په هيله
محمداصف صميم
جلال کوټ
١٣٨٦/٥/١٥