- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- آرش ننګیال
- 1292
کېدای شي راتلونکی نابغه، هغه چې بدلون راولي او تل پاتې نوم او نښان ګټي ستاسو ماشوم وي!
د هوښیار ماشوم نښې کومې دي....؟
ځینې ماشومان له خپلو همزولو سره خورا توپیر لري، تر نورو ښه استعداد او ذکاوت لري خو دا ماشومان په څه ډول وپېزنو؟
د دری ژبې متل دی ( سال نو از بهارش پیداست) لال او جواهر که په خاورو او ایرو کې هم پراته وي ځان ښکاره کوي.
هوښیار ماشوم هم که په هر ډول وي ځان ښکاره کوي، له نورو عامو ماشومانو سره په ډيرو برخو کې توپیر لري. دا توپیرونه مور او پلارته تر هرچا ښه څرګندېږي خو چې زیر شي او په اګاه توګه ددوی د پېژدندې چاره ترسره کړي.
ځکه چې ذاتي استعداد د الله (ج) له خوا یوه ډالۍ ده چې هرچا ته یې نه روکوي نو که دغه استعداد ونه رزول شي شاید لږ وخت وروسته مړ شي.
ددې لپاره چې د خپلو ماشومانو هوښیارتیا او ذکاوت راته مالوم وي چې څوک څومره او کومو برخو کې د استعداد خاوند دی باید ویې څارو، ازموینې ترې واخلو او متوج واوسو.
له خپلو ماشومانو دا تمه چې په ټولو برخه کې نابغه او فوقالعاده استعداد ولري، ښه تمه نه ده.
ان نابغین هم په ټولو برخو کې د اسعتداد او پوهې خاوندان نه دي بلکې په ځینو مشخصو برخو یا هم یوې برخه کې ذاتي استعداد لري. الریت انیسټین یې له ښوونځي نه و شړلی؟
هوښیار ماشوم له خپلو همزولو نه ژر په خبرو پیل کوي، ژر قدم اخلي، کولای شي چې په واضح ډول خپل مقصد مقابل لوري ته انتقال کړي، دوی تر نور ماشومانو د زده کړې او تخیل ډير مهارت او وړتیا لري، دا ماشومان ډېرې پوښتنې کوي او غواړي چې د موضوع له جرړې ځان خبر ګړي.
کله چې دا ماشومان درې کلنۍ ته ورسېږي د خپل چاپیریال پر وړاندې ډېر حساسېږي یا کنجکاوه کېږي. تر نورو ذکي ماشومان هڅه کوي چې له نورو ژر ځان خبر کړي. دا ماشومان له خپلو همزولونه ډېر ژر خپلواکي ترلاسه کوي، یانې په خپل ځان اعتماد یې خورا لوړ وي. دا هغه نښې دي چې د ماشومتوب له پیل نه په دې ماشومانو کې ښکاره کېږي خو چې مېندې او پلرونه ورته متوج اوسي.
په ځینو ماشومانو کې د ښه استعداد نښې د ښوونځي په عمر کې ښکاره کېږي چې باید ورته پام وشي. د بېلګې په توګه، دا ماشومان له خپلو همزولو ټولګيوالو نه ژر پرمختګ کوي، حافظه یې تر نورو پیاوړې وي، د حافظې پیاوړتیا هم مخکې له ښوونځي او هم وروسته له ښوونځي ښکاره کيږي.
په دې عمر کې یاد ماشومان د موضوع په ټولو اړخونو فکر کولای شي او دا وړیتا لري چې یوه موضوه تجزیه او تحلیل کړي. دوی هرڅه په پټو سترګو نه مني.
که پوښتنه کوي باید سم ځواب ورکړل شي او که ځواب یې نه درځي له بل چانه پوښتنه وکړئ او خپل ماشوم پرې پوه کړئ.
مېندې او پلار غواړي چې ماشوم یې له نورو نه هوښیار او زیرک وي خو دوی غواړي چې دا هرڅه پرته له زحمت نه وشي. حال دا چې دوی سم نه دي پوی شوي. اسعتداد روزنه او پالنه غواړي باید د استعداد هغه سره سکروټه تل تازه وساتل شي چې لا تازه او لمبه شي. که همداسې یې پرېږدئ شاید دا سکروټه مړه شي او تشې ایرې شي.
تر نورو هوښیار ماشومان د ښوونځي عمر کې یوه بله نښه هم لري هغه دا چي دوی په همدې عمر کې د رهبرۍ او لارښوونې هیله او وړتیا هم لري، همدا وړتیا ده چې دوی له نورو نه مخکې کوي او لوړ مقام ته یې رسوي.
که لوبې وي یا د درس او سبق لوستل وي، دوی غواړي چې نورو ماشومانو ته لارښوونه وکړي.
د هوښیارو ماشومانو بله ځانګړنه داده چې کله هم ټولنیزې لوبې ګوري، نو برخه پکې اخلي او هڅه کوي چې نور ماشومان هم رهبري کړي، امر پرې کوي او لاره ور و ښايي.
که مو پام شوی وي که په یوې پراخې دښتې کې یو ځلیدونکی څيز لکه هنداره پرته وي نو له لرې یې ځلا مالومېږي. نخبه ماشومان هم همداسې دي، ددوی ځلا پټه نه پاتې کېږي او لومړني کسان یې د خپلو ماشومانو استعداد ورته ښکاري هغه مور او پلار دي او دوی مکلف دي چې خپلو ماشومانو ته داسې چاپېریال ساز کړي چې هغه پکې پرمختګ وکړي او خپل استعدا وازمایی.
ځینې مېندې او پلرونه د خپلې مینې له کبله داسې احساس کوي چې ګاوکې اولادونه یې له نورو عامو ماشومانو نه ډېرهوښیار او ذهین دي، دا یوازې یو احساس دی هغه مورنی احساس یا هم د پلار مینه ده. خو د ماشومانو په زرونه کې باید له خورا دقت نه کار واخیستل شي او حقیقت باندې سترګې پټې نه کړي. مینه باید ددې لامل نه شي چې خپل اولاد ته دروغجن شخصیت ور په برخه کړو.
که ماشوم له کوم څیز سره مینه ښکاره کوي او په هکله یې پلټنه کوي نو مېندې او پلرونه باید دا نښې نښانې له ځانه سره ياداشت کړي او تر خپل وسه دې ورته امکانات برابر کړي.
یاد ماشومان له نورو عامو ماشومانو ډېرې خبرې کوي، د عامو ماشومانو خبرې هم عامې وي خو د هوښیار یا هم ذکي ماشوم خبرې بې معنا نه وي، ځکه خو باید هرې خبرې ته یې په پوره دقت ځواب ووایو.
مېندې او پلرونه باید د خپلو ماشومانو ټول کړ وړه په پوره دقت وڅاري او د هر استعداد یې ځان ته مالوم کړي. ځینو کورنیو کې د نخبه ماشوم درلودنه عامو ماشومانو ته سرخوږی جوړوي، مېندې او پلرونه ورسره ډیره مینه کوي، ډیره توجه همدوی ته کوي چې پای کې د ماشومانو ترمنځ کینه او کرکه پیدا کېږي چې دا به خورا ناوړه پایلې ولري.
داسې ماشومان له عامو نورو سره مه پرتله کوئ، ځکه عام ماشومان به یې تر اغیزې لاندې راشي او عزت نفس ته به یی زیان ورسېږي.
د ماشومانو ساتنه او پالنه یوازې د خوړو او جامو برابرول نه دي، بلکې اساسي روزنه او پالنه داده چې ددوی هغه دروني استعداد او وړیتا هم وپيژندل شي او د لا غوړېدا لپاره یې هڅې وشي.
شاید راتلونکی نابغه ستاسو په کورنو کې وي! همدا اوس لاس پکار شئ او را پیدا یې کړئ!
په خورا درنښت
آرش ننګیال /جلال ګوټ