د افغان کلیمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق کېږي


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • استاد حبیب الله رفیع
  • 1260

 پورتنی متن د افغانستان د نافذ اساسي قانون د څلورمې مادې یو مهم جز دی او تر همدې جز وړاندې په یوه بل جز کې د افغان ملت د ترکیب په اړه وايي: 

«د افغانستان ملت له پښتون، تاجک، هزاره، اوزبک، ترکمن، بلوڅ، پشه‌یي، نورستاني، ایماق، عرب، قرغېز، قزلباش، ګوجر، براهوي او نورو قومونو څخه جوړ دی.»
د اساسي قانون له مخې هيڅ فرعي قانون د اساسي قانون خلاف نه شي جوړېدلای او نه شي عملي کېدلای.
دا بحث مې د دې لپاره منځ ته راواچوه چې په دې ورځو کې د تابعیت د تذکرې قانون تر بحث او فحص لاندې دی او حکومت د برېښنايي تذکرو د وېشلو لپاره هغه عملي کول غواړي.
داسې اورېدل کېږي چې برېښنايي تذکرې داسې تنظیم شوې چې نه به د مليت (افغان) کلمه پکې لیکل کېږي او نه د قومونو.
ما ته د بحث تر دوام وړاندې یوه ټوکه رایاده شوه. وايي یو سړی یو خال وهونکي ته ورغی او ورته یې وویل، زما پر مټ د یوه زمري انځور په ستنو جوړ کړه. هغه ومنله او کار یې پیل کړ. کله یې چې ستنې پرې وچوخلې، د سړي وار پار خطا شو او کله چې یې د ستنو درد و نه شو زغملای، نو خالګر ته یې وویل: د زمري کومه برخه انځوروې؟ خالګر وویل: سر 
ده وویل، له سر نه یې تېر شه. خالګر د مټ پر بله برخه ستن وڅرخوله. ده بیا ترې وپوښتل، دا یې کوم ځای دی؟ خالګر ورغبرګه کړه، دا یې پښې دي. سړي ورته وویل، له پښو یې هم تېر شه. همداسې یې د زمري د وجود له نورو برخو هم تېر کړ، خو په پای کې خالګر ورته وویل، بې سر او بې پښو زمری به نو څه زمری وي.
اوس هم چې تذکرې جوړېږي، نو د تذکرې مانا (پېژندپاڼه) ده او پېژندپاڼه خو باید له ځانه نیولې تر هېواده پورې ټول مالومات ولري.
په افغانستان کې چې په ۱۲۹۸ لمریز کال د خپلواکۍ تر ترلاسه کېدلو وروسته د افغانستان نوی اساسي قانون جوړ شو، د افغان ملت هویت د افغان په نامه پکې تثبیت شو او کله چې تذکرې پیل شوې، د ملت تر څنګ د قوم نوم هم پکې ولیکل شو او تر ننه دا لړۍ را روانه ده.
تر ننه پورې په تذکره کې دا لاندې مالومات لیکل کېږي: 
نوم او تخلص، د پلار نوم، د نیکه نوم، د زېږېدلو ځای، د زېږېدلو نېټه او عمر، دین، ملیت، قوم، شغل، جنس، مدني حالت، ژبه او نور. ...
لوی خدای په قران کریم کې په صراحت فرمايي:
«ما تاسې په ښاخو او قبیلو وېشلي یئ چې سره وپېژندل شئ.» په دې ترتیب پېژندګلوي د هر چا حق دی، البته بهتر خلک تقوی دار خلک دي.
د افغان له کلیمې سره حساسیت څو داسې محدود کسان لري چې یا د انګلستان، امریکا او نورو غربي هېوادونو تابعیتونه لري او یا یې د وسلې او زور له لارې د هېواد پر شتمنیو خېټه اچولې، نامسوول وسله وال یې ساتلي او له ایران او تاجکستان سره سر ښوروي او په افغانستان کې د نفاق له کولو نه ځاني ګټې تر لاسه کوي.
“افغان ملت” او د افغانستان د وروڼو قومونو نومونه د افغانستان د اساسي قانون برخې دي، دا برخې نه ولسمشر حذفولای شي، نه یې ولسي جرګه حذفولای شي او نه د مشرانو جرګه دا صلاحیت لري.
نو دا کلمې او د اساسي قانون نورې مادې یوازې او یوازې یوه داسې لویه جرګه لکه اساسي قانون یې چې جوړ کړی، حذفولای او بدلولای شي، نه هر څوک.   
په دې ترتیب دولت مکلف دی چې تر اساسي قانون لوړ "لو" و نه کړي او د اساسي قانون له صریح حکم سره سم په تذکرو کې د افغان ملت او قومونو نومونه ولیکي او د هېواد ټولو اتباعو ته یې ورسوي.
 
که مې څوک په لښته ووهي ظالم دی
که قانون مې غوڅوي سر، عدالت دی
 
سرخط ورځپاڼه