له ولسه مو خپلواکي هېره شوې


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ذبيح الله احساس
  • 1104

 نه اووم، نه اتم- اته ويشتم، اته ويشتم

په تېرو شپږنوي کلونو کې به همدا يو وياړ راپاتې وي چې موږ شپږنوي کاله وړاندې له انګرېزانو خپلواکي اخيستې؛ نور نو د جنګونو، وژنو او بدرنګو سياستونو په ټس کې رانه د وطن نږدې ټول وياړونه شړېدلي غوندې دي.
هغه جغرافيه چې له امو تر اباسينه مو پکې د يو ملت په توګه ژوند کاوه، نن په دې نيمګړې خاوره کې هم د يو ملت په توګه سره پاتې شوي نه يوو، د ناپوهۍ او جهالت په توره شپه کې رانه يو بل داسې ورک شوي چې د بېرته پيدا کېدو لپاره غږ هم پسې نه کوو.
د خپلو ټولو ارمانونو د پوره کېدو لپاره د ښه حکومت او حکومتدارۍ تر څنګ ولس هم ډېرې دندې او مسووليتونه لري چې لا مو په سمه توګه تر سره کړي؛ څه چې درک کړي هم نه دي. 
تېرو دېرشو کلونو خو رانه د ازادۍ دغه ملي ورځ (د زمري۲۸مه) هېره کړې او پرې شکمن شوي يوو. د غويي د اوومې او اتمې ناخوالو مو رنګونه واړول او زهنونه يې راته داسې تش کړل چې اوس په خپلې خپلواکۍ هم شکمن يوو.
خو دې کې نو هيڅ شک نشته چې خپلواک يوو؛ خو دا ګمان نه دی چې خپله خپلواکي مو په معنوي توګه نه ده ساتلې.
نو د همدې ساتنې لپاره د حکومت او ولس د بنسټيزو چارو تر څنګ سموليکې کړنې هم تر سره کول په کار دي. 
ځينې سموليکې چارې د وطنونو د وګړو له احساساتو او جذبو سره نېغې اړیکې لري او د وطن ساتنې او پالنې حس يې پياوړی کوي.
ملامت به نه يم، چې ووايم شپږنوي کاله وروسته لا هم په همدې مرحله کې يوو چې خپل ولس ته د خپلواکۍ ورځ وروپېژنو! 
دا نو د وروسته پاتې والي حد دی؛ خو د وړاندې تلو لپاره راته دروازې پرانيستې دي... بس ګام پورته کول غواړي.
د ډېرو داسې ملکونو شاهدان يوو چې کورنی سياسي حالت يې زموږ له حالت سره ورته وي؛ نو د ازادۍ ورځ پکې په همدې سياسي موخو په شاندارو مراسمو نمانځل کېږي چې په ولسونو کې هېوادنۍ مينې د عشق تر بريده ورسېږي.
که څه هم له تېرو ديارلسو کلونو په هېواد کې د حکومت دې نوي شکل هم د خپلواکۍ د ورځې د نمانځنې لپاره څه نه دي کړي خو؛
شکر! له تېرو دوو دريو کلونو ولس او په ځانګړې توګه ځوانانو دغه اړخ ته پام کړی، اوس نو دغه ورځ په يو بڼه نه په يوه شکل نمانځل کېږي. 
همداسې په کار ده. هغه حالت ته به ځان رسوو چې د خپلواکۍ په ورځ د بلخ د البرز غرو لمنو کوچی سهار خپلې رمې پسې له کېږدۍ وځي، نو د شملې په ول کې يې د وطن جنډه ټومبلې وي. 
که د کابل ښار يو غريب له خپله کوره پر بايسکيل خپل دوکان ګوټي ته روان وي، نو د وطن جنډې پرې ورپېږي.
دغه ډول حرکتونه سموليک دي، خو د دغه ډول کړنو د ترسره کېدو لپاره ملي فکر ته اړتيا وي چې د وطن جوړونې لپاره ورته له بل هر مهاله ډېره اړتيا لرو.
په روانه اوونۍ کې د فېسبوک له لارې د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې د خپلواکۍ د ورځې د نمانځنې په اړه د تدابيرو نيولو شاهدان يوو، بويه چې دغه لړۍ تر کليو ورسوو او هر افغان وګړی په دغه ورځ د خپل هېواد په اړه د مسووليت احساس وکړي.
تر هغه چې مو د کلي کروندګر د خپلواکۍ په ورځې د بېل لاستي ته درې رنګونه نه وي ورکړي، نو په کابل کې به زه افغان يم او زه افغان نه يم غږونه اورو. 
دغه غږ د ولس نه دی، بلکې د څو سياسي بدرنګو څېرو د شخصي غوښتونو غريضه ده چې له تېرو څو کلونو نه پوره کېږي. 
ولس داسې فکر کوي چې ژوند همدې کړيو پورې تړلی دی، حکومت ته بويه چې ولس په ترينګلو او ويښو کړنو ډاډه کړي چې له خدای وروسته ټوله تمه خپل حکومت ته وکړي.
زه دا دی د يو شماليوال په توګه وياړم چې له خپلو ملګرو ځوانانو سره مو د خپلواکۍ د ورځې د نمانځې لپاره تر خپله وسه چمتوالی نيولی او د شمال زون په مرکزي ښار مزارشريف کې د دغې مبارکې ورځې د نمانځې تابيا لرو... تاسو څه کړي.
سرخط ورځپاڼه