پاچا څنګه مسلمان شو؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عبدالغفور لېوال
  • 1100

 همدا څو ورځې مخکې د افغانستان د خپلواکۍ بېرته ګټلو شپږ نویيمه کالېزه ونمانځل شوه، خو دا ځل دغه ملي جشن بل ډول و، ښايي په تېره لسیزه کې دا لومړی ځل و چې ولسونو په جوش او خروش دا ورځ ونمانځله، ملي بیرغونه، ولسي کاروانونه او اتڼونه.

په دې منځ کې د استقلال د اتل اعلیحضرت امان الله شاه غازي د درناوي هنګامه تر ټولو توده وه، د ده عکسونه او ستاینې هره خوا لیدل کېدې.
داسې ښکارېده چې غازي امان الله شاه یو ځل بیا پېژندل شوی و، لکه خلکو چې نوی موندلی و، یو بل ډول مینه ورسره کېده. دا هماغه پاچا و چې یو مهال د انګرېزي ښکېلاک د دسیسو او استخباراتي ککړو ډرامو په پایله کې له واک څخه لاس پر سر کېدو او له هېواده وتلو ته اړ شوی و. په هغه وخت کې انګرېز هنګامه ګرمه کړې وه چې خدای مه کړه پاچا کافر شوی دی، پاچا ته ځینو د انګریز له شیطانته بې‌خبره عامو خلکو هم په شک وکتل او په دې توګه یې عاطفي او سوله خوښی پاچا پرېښود چې له وینو بهولو پرته له هېواده وځي.
د پاچا ګناه دا وه چې تعلیم یې غوښته، دښځو انساني حقونه یې غوښتل او دهېواد پرمختګ.
دهغو سیمو خلکو چې د پاچا پر وړاندې د اغتشاش وسلې راپورته کړې، اوس تر هر چا زیات د تعلیم او ښځینه حقونو چیغې وهي، خپلې پېغلې د زده‌کړو لپاره بهر لېږي او د موډرن ژوند په لټه کې دي.
زموږ د لیکنې اساسي پوښتنه دا ده: څه وشول چې پاچا نږدې سل کاله وروسته مسلمان شو؟
پاچا مسلمان و، خو زموږ ذهنونه او دماغونه تړلي وو، موږ نه پوهېدو، دانګرېز په چل او دروهه نه و خبر او چې راته و به ویل شول: پیشو دې پوزه یووړه، نو تر دې مخکې چې پوزې ته لاس کړو، په پیشو پسې مو منډه اخیستله.
هر څه مو پر ځان خپله وکړل، پرمختګپال پاچا مو وشاړه، ښوونځي مو وتړل او د هېواد د پرمختګ کاروان مو ودراوه. غمیزه دلته ده چې دا ولس له همدې سوړې څخه بیا وچیچل شو او بیا پسې بیا...
څو ځله مو د انګرېز یا دانګرېز د پاتې شونو په لمسونه او اشاره خپل خلک کافر کړل، ټاپې مو ولګولې، د پرمختګ، مړښت او رفاه مخه مو ونیوله او ان خپل خلک (ښځې، ماشومان او بوډاګان) مو ووژل. که چا را ته ویل: ولې یې وژنئ، موږ ویل کافر دي. چې پوښتنه به وشوه: چا ویل چې کافر دي؟ نو په دې نه پوهېدو.
بل ځلې باچاخان (خان عبدالغفارخان) راته وویل: ((جنګ د امریکا او روس دی، خو وژل کېږي پکې افغانان!)) موږ د هغه خبره و نه منله، هغه مو هم تکفیر کړ او د خپلو هېوادوالو پر وړاندې مو جګړې ته دوام ورکړ.
نږدې سل کاله وروسته شړل شوی پاچا مسلمان شو، عکسونه یې ګرځوو، له هر ټربیون څخه یې ستایو، اتل مو دی، تر ټولو ستر اتل، اوس خلک پوه شول چې د غازي امان الله شاه یو لوی صفت دا و چې یوازې ټوپک او توره نه، بلکې پوهه، شعور، پرمختګ، کرنه، صنعت او مدنیت یې ټول د استقلال ګټلو او ساتلو لپاره اړین ګڼل او له وطن سره یې لېونۍ مینه درلودله، خو اوس نو فایده نه لري، پاچا مړ دی او اصلاحي پروګرامونه یې ترخاورو لاندې دي. پاچا همداسې ارمانونه پر زړه مړ شو او له شړل کېدو سره یې افغانستان لسګونه کلونه شاته پاتې شو.
انګرېزان او نور لوېديځوال هر دېرش کاله وروسته خپل استخباراتي اسناد بهر راباسي او نړۍ ته ښيي چې دېرش کاله وړاندې یې څنګه کوچني او ناخبره ملتونه احمق کړي او تېرایستلي دي، څنګه یې د نورو په تاوان کې خپله ګټه خوندي کړې ده او څنګه یې نړۍ د خپلو (ګټو) لپاره استخدام کړې ده.
زموږ تاریخ لیکونکي او سیاسیون هم لسیزې لسیزې وروسته پر دې شخوند وهي چې څنګه یې نیکونه د انګرېز او نورو ښکېلاکګرو د دسیسو او توطیو قربانیان شول؟
موږ د سبا ورځې نه، بلکې لا د نن خلک هم نه یو. همد اوس چې ښکېلاکګر ځواکونه او ګاونډي دسیسه‌ګر زموږ لپاره څه ډول کندې باسي، سر پسې نه ګرځوو، بیا به څو لسیزې وروسته پرې وپوهېږو چې په ۱۳۹۰ کلونو کې له موږ سره پاکستان څه کول، ایران څه غوښتل او امریکا او انګرېز کومه لوبه روانه کړې وه، څنګه یې یو د بل په لاسونو وژلو، د کفر او اسلام جګړه یې زموږ د ښځو او کوچنیانو ترمنځ توده کړې وه؟
لسیزې وروسته به بیا پر دې بدمرغیو څېړنه کوو او اوسمهالي کافر شوي به بیا راته سوچه مسلمانان او وطنپال وګړي ښکاري. هغوی چې اوس یې رټو او ښکنځو، بیا به یې عکسونه پر خپلو سرونو ګرځوو، خو دوی به مړه وي او هغه وخت به هيڅ ګټه نه شي رارسولای.
هغه ملتونه چې د دښمنو له سبانیو دسیسو څخه نن ځان خبروي او مخه یې نیسي، ویښ ملتونه دي. هغوی چې د نن ورځې چاره کوي او ځان له خپلو دښمنو څخه همدا نن خبروي، ویده ملتونه دي او هغه چې بیا څو لسیزې وروسته خبرېږي، هغه مړه ملتونه دي.
اماني نهضت اوس هم ډېر څه لري چې ورڅخه زده یې کړو. سل کاله وروسته هم هماغو اصلاحاتوته اړتیا لرو، نن هم د ټوپک او تورې پرځای سړک، ښوونځي، اوبوبندونو، کارځای، تولید، مدنیت، تفکر، لوړ شعور، پوهنې او تر ټولو مهم د یوه قانونمنده ملي حاکمیت ملاتړلو ته اړتیا لرو، نن هم د نورو په ژبه او لمسون یو د بل د تکفیرولو او مسلمانولو د ټاپو او فتنو پر ځای یو بل ته سره نږدې کېدو، یووالي او هوښیاري ته اړتیا لرو.
هی ارمان چې سل کاله وروسته راویښ شو هم ځان به وژغورلای شو. زموږ ګاونډیان ځکه پر موږ د پیشو او موږک لوبه کوي، موږ ځکه یو د بل په لاس وژني او زموږ ملي پانګې ځکه لوټي چې ځانونه یې د نن ورځې پر پوهه، سیاستونو او استخباراتي لوبو خبر کړي دي او موږه نه یو خبر. 
که سل کاله وروسته هم له هماغې سوړې چیچل کېږو، بیا خو مو دې خدای وبخښي.
 
سرخط ورځپاڼه