- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- محمد ابراهيم سپېڅلی
- 1228
د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو په شپږ نويیمه کلیزه کې د ټولو هېوادوالو، په ځانګړي ډول د ځوانانو پراخ ګډون او د دغي مبارکې ورځې په ویاړ، د غونډو او له ملي ولولو څخه په ډکو بېلابېلو پروګرامونو کې د دوی نه ستړې کېدونکيو ځغاستو او خوشحالیو دا خبره په ثبوت ورسوله چې لا تراوسه په افغانانو کې د خپلو پلرونو او نیکهګانو په ډول رښتنی ملي احساس نه یوازې ژوندی، بلکې بشپړ ځوان او په غورځنګونو دی.
کندهاري ځوانان
تر کومه ځایه چې ما خواله رسنۍ څارلې، نو تاسې باور وکړئ چې هر ځوان د ملي احساس له مخې هڅه کړې وه چې د فېسبوک د پروفایل عکس د خپلواکۍ ورځې ته ځانګړی او د همدې نېکمرغه ورځې په خوشحالیو کې د پوهانو خبرې، ویناوې او د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کوونکي اتل (شاه امان الله خان غازي) ډول ډول عکسونه خپاره کړي او په دې ډول يې دا خبره یو ځل بیا خپلو حریفانو ته ور وفهموله چې لا تراوسه هم په دې خاوره کې د ځوان ملي احساس خاوندان موجود دي چې له خپل هېواد سره تر ځان ډېره مینه لري.
کندهار کې د خپلواکۍ ورځ:
سږ کال په رښتیا سره دغه له نېکمرغیو ډکه ورځ د تېرو کلنو په پرتله دلته په کندهار کې د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په لوړو ملي ولولو ونمانځل شوه.
د ښار ټول واټونه، لويې لارې، دولتي او شخصي ودانۍ او دوکانونه په ملي بیرغونو ښایسته کړل شوي وو.
له څو کلنو وروسته یو ځل بیا په دغه ملي ورځ، په ۲۰۵ اتل قول اردو کې د ملي پولیسو او ملي اردو سرتېري په وسلو سمبال، د مسوولینو او عامو خلکو په مخکې په داسې حال کی تېر شول چې په لیدولو يې د هر افغان د بدن وېښتان شخ او له سترګو يې د خوشحالۍ اوښکې توېیدلې.
هلته بیا سلګونه کندهاري ځوانان له ملي بیرغونو سره په موټریز کاروان کې د ښار په بېلابېلو برخو کې وګرځېدل.
په دغه ورځ په ټول کندهار ښار کې له دوکانونو، موټریزو کاروانونو او ان له کورونو د ملي ترانو ږغونه راتلل.
په همدې لړ کي په سلهاوو ځوانان د کندهار سرحدي ولسوالۍ (سپين بولدک) ته هم ولاړل او هلته يې د ډېورنډ منحوسې فرضي کرښې ته ډېر نږدې، په پاکستاني سرحدي پولیسو لا هم خپل اتڼونه ولیدل او د ازادۍ چيغې يې پرې واورېدې.
د پاکستان سرحدي پولیسو د کندهاري ځوانانو ملي احساس ته ګوته په غاښ حیران حیران کتل او په دې پوه شول چې د افغانانو د غلامۍ خیال هسې د اوبو د سر کرښې دي.
د ملي یووالي عملي ګټه
د خپلواکۍ د بېرته تر لاسه کولو په دې څه کم سل کلنه نمانځنه کې ټولې کورنۍ او بهرنۍ رسنۍ شاهدې دي، چې د هېواد په هیڅ برخه کې [له خدايه شکر دی] امنیتي پېښه نه لرو.
له دې څخه ښکاري چې په دغه ورځ د افغان او افغانستان دښمنانو دا جرائت له لاسه ورکړی چې وران کار وکړي، دا ورځ زموږ لپاره یو عملي سبق شو چې که ټول (دولت او ملت) سره یو لاس او یوه خوله وي، نو هیڅ لېرې او نږدې دښمن به دومره زړه و نه کړي، چې زموږ خواته په خیرنو سترګو وګوري او که چېرې بیا هم د کتلو زړه راغونډ کړي، نو (سترګې به يې وکاږو که څوک په بد نظر وګوري ــ زموږ د وطن پر لوري.)
راتلونکي ته هیله مندي
د ټول هېواد په کچه د خوشحالۍ په فضا کې د خپلواکۍ یا د جشن نمانځل موږ ته دا زېری راکوي چې که خدای (ج) کول او موږ هم خپل ملي مقدساتو ته همدومره په احترام قایل وو، نو راتلونکی مو ترلمر روښان دی.
د افغانانو دغه ډول لوړ ملي احساس کولای شي چي په ډېره اسانۍ ملي اقتصاد او ملي سیاست دواړه د موازې کرښو په ډول یوې سمې خوا ته روان کړي.
که د پرمختلليو هېوادونو د بریالیتوب راز وپلټل شي، نو هلته ملت او دولت یو او بل ته د ملي احساس غښتلي لاسونه ورکړي او ټول خپلو ملي ارزښتونو ته کلک ژمن دي.
ملي ورځې په جشنونو نمانځي، ملي سرود ته په احترام درېږي، د اساسي قانون ټولې مادې عملي کوي، بالاخره له خپلو ملي او سیاسي رهبرانو سره مینه لري.
سږ کال د خپلواکي ورځ په دومره لوړ ملي احساس نمانځلو زموږ هیله مندي دومره زیاته کړه چې نور به د جګړې پر ځای د سوکالۍ خوا ته ګړندی حرکت پيلوو.
نو!
ټولو هېوادوالو ته په کار ده چې د یاد ګړندي حرکت د پيلولو لپاره د خپلو ملي مشرانو لار د ملي احساس په رڼا کې تعقیب کړي.
د پردیو پردۍ خبرې له ذهن څخه وباسي.
دا کنډواله هېواد په رښتیا سره د ځان وبولي، ساتلو، ابادولو او سمسمورولو ته يې یوازې د ملي احساس له مخې لستوڼي راپورته کړي.
دا هېواد د ټولو مېشتو ملیتونو کور دی، دا کور هغه وخت ښه ابادېدلای شي چې ټول مېشت مليتونه د یو (افغان ملت) په نامه ږغ پورته کړي.
سرخط ورځپاڼه