نن مې بيا هغه ورځ راياده او يوه عجيبه خندا راغله. کله کله ګوره له ځانه سره يوازې خندا تر شريکې ډېره خوند ځکه کوي چې دا رښتينې وي.
نورې خنداوې کېدای شي، تصنعي وي او د يوه چا د خاطره پکې انسان خپله خوله ښايي برناحقه چينګه کړي.
فتح خان ښه هلک و، خو تر اخره پورې په دې و نه توانېد چې تر دوولسم ټولګي پورې د کتاب متن سهي ولولي او يا هم داسې ليک وکړي چې څوک دې پرې پوه شي، خو يو څو ښېګڼې يې درلودې، دنګه و نه، پاکې جامې او پر شونډو موسکا.
کابل ته په راتګ سره مې يوه ورځ سترګو ته نېغ ودرېد، خبر شوم چې هغه هم د خپل کور سره تشريف راوړی دی، اوس د اولادونو خاوند او همدلته اوسېږي.
د اوسېدو له ټکي سره په دې فکر کې شوم چې په کابل کې اوسېدل، خو داسې اسانه نه دي، ځکه په اوسني وخت کې چې دې څلور پنځه کماله زده نه وي او يا هم په يوه اقتصادي مافيايي بانډ کې د ګډون اعزاز و نه لرې، نو ګرانه ده چې د فتح خان غوندې يو کمزوری دوولسم پاس موجود دې د کور کرايه هم ورکړي.
زه دومره وزګار نه وم چې د فتح خان غمونه دې وتلم، خو د خپلوۍ داسې مزې وي چې د ماما زوی خو د خپلوۍ له اخوره ترې څوک نه شي شړلای.
په بله ورځ مې له يوه بل چا نه د فتح خان د ځای او ژوند پوښتنه وکړه، هغه راته په قومانداني انداز وويل:
ـ فتېګی خو اوس هغه فتېګی نه، په رښتيا فتح خان دی. خپل کور، لوکس موټر او داسې علمي دنده چې ته خو يې رانه والله که په شلو کلونو کې هم وګورې.
سنجيده شوم:
ـ هلکه ريشخند مه وهه چې خبر ترې نه يې، نو ستا خندا خو مې والله که پرې لورېږي.
سړی په غوسه غوندې شو:
ـ وروره ريشخند خو ته وهې، چې يقين دې نه کېږي، اصل کې ته په خپله په هغه پورې خاندې او يا لکه چې دا دې پرې نه لورېږي؟!
ـ خبره داسې نه ده، زما د ماما زوی دی، زه به پرې ولې خپله کېږم؟ خو تا چې څه وويل، داسې ټوکه غوندې راته ښکاره شوه.
سړي ته زما خبرو خوند ور نه کړ او په توندۍ لاړ.
زه هم ګرم نه وم، حيران دې ته وم چې څه باندې يو کال مخکې مې په پېښور کې ليدلی و. الف ته يې بو وايه، د عقل په مرسته يې د ژوند د ښه کېدا هم کوم څرک نه و.
خدای شته، پرې خوشاله شوم، زړه کې مې ويل چې ژوند په منډه نه په ټنډه دی، کېدای شي، خدای پرې مهربانه شوی وي، خو که په زدهکړه او پوهه شي، نو د ژوندانه اسانتياوې خو به ترې د تل لپاره مرورې وي.
د سړي خبرو مې پر زړه يو نوی اغېز خپور کړ، مخکې که به مې اوونۍ کې يو ځل يادېده، اوس يې نو د يادېدو ګراف درې ځله لوړ شو.
بدمرغي دا وه چې ما سره د فتح خان شمېره هم نه وه. د خپلوۍ تړون له يوې خوا او د هغه د لويې دندې او ښه ژوند کيسې يې لا زما د ليدو تلوسه ورځ تر بلې ډېروله.
بله ورځ د ښار په يوې څلور لارې کې پلی روان وم. ناببره مې بيا را په ياد شو، خو رښتيا چې کله کله د انسان شپږم حس هم په ناخبرۍ کې کار کوي. په سوچ کې روان وم، چې مخامخ راسره يو څوک داسې سينه په سينه ټکر شو، لکه له قصده چې يې دا کار کړی وي.
چې سترګې مې پورته کړې، نو يو ډېر لوکس کس مې مخې ته موسکی په ډېره لوکسه درېشۍ کې ولاړ و. د سړي ږيره او برېت نه وو او حتی تر وروځو پورې هم د اوسنيو ښځينه هلکانو په څېر ډېر منظم و. په موسکا يې راته وويل:
ـ لکه چې و دې نه پېژندم؟
ـ خدای مې دې نه غلطوي، داسې د فتح خان غوندې راته ښکارې.
سړی په خندا شو:
ـ د فتح خان غوندې نه، په خپله فتح خان يم.
په مينه مو غاړې ورکړې. د خبرو اترو پر وخت يې د سليقې تر اغېز لاندې وم. دواړه ډېر خوشاله شوو. اخېر مې ترې د دندې پوښتنه وکړه:
ـ په تعليمي نصاب کې دنده لرم د نصاب غړی يم.
د ماشومانو غوندې مې ورته وويل:
ـ ګوره ټوکې مه کوه!
څنګه هغه د دوولسم ټولګي شهادتنامه دې واخيسته که نه؟
سړی لږ سننجيده شو:
ـ ما خو ماسټري هم کړې ده، اوس ماسټر يم. زموږ اداره کې چې څوک ډاکتر يا ماسټر نه وي، دنده چېرته ورکوي؟
وايي چې په ۲۴ ساعتونو کې هوښيار انسان هم يو پنځه دقيقې احمق کېږي. زه لومړی غلی شوم او بيا خدای د زړه له تله خندا راوسته.
فتح خان باندې مې خندا ډېره بده ولګېده، نږدې همداسې روان شوی و، خو په غوسه يې وويل:
ـ ته لکه چې ما پورې خاندې؟!
د سترګو اوښکې مې پاکې کړې:
ـ زه تا پورې نه، د نصاب پورې خاندم. ته خو ماشاالله ماسټر او د هېواد وياړ او د اوسني تعليمي نظام کدر يې!!
فتح خان سپوږمې نورې هم تروې کړې، خدای پاماني يې وا نه خيسته. خو د تګ پر وخت مې د بخښنې په انداز ورته وويل:
ـ خدای دې تا د دې هېواد د بچيانو له سره نه کموي، ستا فيوضات دې خدای د دې هېواد د تعليمي نصاب له ګلستانه نه کموي.
سرخط ورځپاڼه