څوک د افغانستان استقلال نه نمانځي؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد يار يار
  • 1182

د محبوب افغانستان د استقلال د ۹۶- یمې کلېزې په مناسب یوې سیمه‌ییزې راډیو راسره مرکه کوله. اولینه پوښتنه یې دا وه چې ایا په اوسنیو شرایطو کې د افغانانو لپاره لازمه ده چې د خپلواکۍ ورځ ونمانځي که یا؟
ما جواب ور کړ چې زه خو مو سخت حیران کړم! په دې باب اصلاً د یوه انسان او یوه افغان انسان په ذهن کې څنګه دغسې یو بې ضرورته سوال پیدا کېدای شي!
 خو خبریال ځکه ملامت نه وو چې هغه خپله د خپل ولس په منځ کې دغسې یو تشویش محسوس کړی وو او غوښته یې چې له دغه ذهني بحرانه زموږ د خلکو د خلاصون لپاره دغسې یوه پوښتنه مطرح کړي.
دا څو کاله کېږي، د دغې ویاړلې و مبارکې ورځې له را رسېدو سره د یو شمېر افغانانو تر منځ دا پوښتنه راپورته کېږي چې ایا موږ خپلواک یو که نه؟ 
ایا دغه ورځ ونمانځو که نه؟ ان یو نیم ته خو دا بېخي بې عقلي او بې منطقه هڅه ایسي چې دغه ورځ دې تجلیل شي، حتي له ځینو په اصطلاح شعوري کسانو څخه پر دریځو او جدي بحثو کې دغسې اظهارات صادرېږي.
فکر کوم چې افغانان د دوه ډوله کسانو له خوا له دغسې یوه ذهني کشمکش سره په جنجال کښې ایستل کېږي:
یو- هغوی چې نه د ملي خپلواکۍ په ماهیت و اهمیت پوهېږي او نه یې کله هم ځان ته دا تکلیف ور کړی چې دغه پوخ او لا زواله جوهر وپېژندلای شي؛ دوی د تاریخي پېښو و جریاناتو، مبارزو و کارنامو او ستړیاوو و بریاوو په باب بې سواده دي او په دې یې سر نه دی خلاص چې ملتونه د خپلو ملي ازادیو لپاره څومره قربانۍ ور کوي، په څومره لویو قیمتو دغه د انساني ژوندانه تر ټولو لوی ارزښت ګټي او په دې سلسله کې افغانانو هم د خپل ملي استقلال د بیا اخیستو له پاره لږ بیه نه ده ور کړې؛ د وینو، سرونو او هستیو په دومره لوی قیمت ګټلي استقلال ته په داسې بې اهمیته سترګه کتل تر نادانۍ و جهالت ور ها خوا بل هيڅ عامل نه لري.
دوه- په افغانستان کې داسې افراد او جریانات هم پېژنم چې ملت، وطن، ملي ارزښتونه، ملي وقار، ملي شرف، ملي عظمت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت د کفري ټرمینالوژۍ برخه بولي. 
دوی هغه کسان دي چې مغزونه یې د پاکستان، ایران یا نورو افراطیت پالو هېوادو د تاریکو مدرسو په تیاره زېرخانو کې داسې ټینګ پرېوله شوي چې د افغانیت یو خال یې هم نه دی ور باندې پرې ایښی؛ دوی ته دا دنده سپارل شوې چې یا په مستقیم یا هم نا مخامخ ډول افغانان د خپلو ملي افتخاراتو په باب مشوش کړي او تر هغه بریده یې ذهنونه ور مغشوش کړي چې بالاًخره د خپل ملي درنښت پر ضد په خپله ټوله سپین سترګې سپکاوي ته لاس واچوي. 
همداعلت دی چې سږ کال په یو څه پراخه کچه په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د استقلال نمانځنې په باب په یوه یا بل ډول بې منطقه دلیل سره سپک نظرونه خپرېږي او د هر وطنپرست افغان ملي رسالت دی چې د دغه ډول توطیو او فساد د خنثی کولو له پاره قلمونه ګړندي او پر ژبو زلزلې راولي.
د ملي ازادۍ د دې درنې ورځې نمانځنه په ډېرو دلایلو فرض عین ده، زه یې یو څو ښیم، نور نو هر څوک پوه شه او خپله یې د عقل پیمانه:
یو- د دې ورځې د خپلولو لپاره زموږ مېړنیو او غازي پلرو و نیکو د خپلو وینو، خولو، سرو او هستیو تر ټولو لوړه بیه پرې کړې ده او دا د دې لپاره نه وه چې نن موږ خدای مه کړه د ناخلفه اولاد په صفت ور ته په سپکه وګورو.
دوه- د ازادۍ ترانې باید هره ورځ، پر هر فرصت او خاصتاً د خپلواکۍ د ورځې نمانځنې مهال په سراسر افغانستان کې پرته له کوم ځنډ و خنډه و ږغول شي او و ږغول شي او زموږ پنځه حواس باید د خپلواکۍ له واقعیته پرته بل هيڅ هم حس نه کړي؛ د افغانستان فرد- فرد باید یو د سترګو رپ هم د سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، فرهنګي او فکري استقلال له اعتیاده محروم نه شي او چې د دغسې استقلال سرود و سندرې ملت ته بیا- بیا تکرارېږي نو دا تکرار په عادت بدلېږي او نن موږ په دغه ستر ارزښت روږد شوي یو.
درې- د دغې ملې ورځې نمانځنه موږ ته دا چانس میسروي چې مطالعه وکړو، تحلیل و تجزیه وکړو، بحثونه و ویناوې وکړو او نتېجې واخلو چې هغه کوم خطرونه دي چې زموږ ښېرازي تهديدوي، هغه کوم عوامل دي چې زموږ استقلال ته یې ګواښونه پېښ کړي دي او هغه کومې لارې- چارې دي چې موږ د خپلواکۍ په یوه پیاوړې روحیه ورباندې متفق منسجم و سیستماتیک ګامونه اخیستلای شو او خپل ملت د ملي اعتلا و بریا معراج ته پر رسولای شو؟ 
څلور- د دې ورځې په درنښت سره یادښت مو د فکري و فزیکي غلامۍ په زیان و ذلت پوهوي او د داسې یوې ارادې لمبې مو د وجود په جغرافیه کې ور خوشې کوي چې له مخې یې په ټول توان و تعهد د هر ډول اقتصادي، اجتماعي، سیاسي و فرهنګي احتیاج پر ضد بغاوت ته چمتو کېږو.
پنځه- د دنیا له ټولو ازادۍ مینو او سوله پالو ولسو سره مو معرفي و نژدې کوي او له ملي پیاوړتیا څخه ور پورته مو په یوه نړیوال انساني کور کې د نړیوال امن او ازادۍ د مبارزې لپاره په مشترکه توګه بسیجوي او د یوه جهاني بشري قوت په صفت مو د هر ظالم، هر ستمګر، هر استعمارګر او هر انسان دښمنه ځواک په مقابل لکه سد سکندر دروي.
شپږ- او بالاًخره، دې ټکي ته مو متوجه کوي چې که نن خوار او د غلامۍ له ګواښ سره مخ یو نو دا مو خپله بې ننګې و بې علمې ده نه د افغانستان د ازادۍ پر لار د تللیو اتلانو او ګوندې وي چې د خپلو ملي قهرمانانو سپېڅليو او لویو ارواوو ته په دعا او احترام سره په موږ کې هم یو وار بیا د روښانتیا و ویښتیا په پایله کې د فکري و فزیکي استقلال احساس را ژوندی شي.