چې موږ تشیال ته خاتو، ګاونډي مو د کدو او هندواڼې توپیر له رنګه کاوه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ډاکټر رحمت الله تنها
  • 1288

 د افغان تشیال مزلي عبدالاحد مومند د تشیالي یون د کلیزې په پلمه


د دويمې نړیوالې جګړې په کلونو کې د زبر ځواکونو تر منځ د وسلو ازموینې ترځنګ، د سیالي بل ستر ډګر د سیاینسي لاسته راوړنو ډګر وو. 
په دغو کلونو کې زبرځواکو هڅه کوله چې یو بل ته د خپلو ساینسي پرمختګونو په نندارې سره رقیب ته وښيي چې موږ ګواکې تر تا تکړه، ښه او پرمختللي یو. 
دغې سیالي تر سړې جګړې او له هغه څخه وروسته آن تر اوسه لا دوام وکړ. 
په کال ۱۹۶۰ مېلادي کې د روسیې تشیالي اداره د فوسټوک تشیالي پروګرام لپاره د ځوانو تشیال مزلو په لټه کې شوه چې له څو پړاوه آزموینو وروسته یې له هوايي زده‌کړو څخه فارغ او د یوه ترکاڼ زوی، یوري ګاګارین د هغه ځیرکتیا او وړتیا له امله چې یې درلوده، دې ماموریت ته وټاکه. 
ګاګارین د۱۹۶۲ز کال د اپرېل په ۱۲ مه لمړی انسان وو چې د فوسټوک تشیالي راکټ په واسطه تشیال ته وخوت او په تشیال کې یې یو ساعت او ۴۸ دقیقې تېرې کړې. 
ګاګارین وروسته له دې ماموریت څخه د روسیې د تشیالي ادارې مشرتوب هم په غاړه واخیست. 
ګاګارین د ۱۹۶۸ مېلادي کال د مارچ په ۲۷ مه نېټه د یوې آزموینزې الوتنې په ترڅ کې د هغه د جیټ الوتکې په ماشین کې د ستونزې له امله ومړ او د اوجود ایرې یې کرملن دېوال ته څېرمه، د مسکو په سره میدان کې خښې شوې.
د ګاګارین دا پیل کړی مزل تر اوسه پورې نږدې ۵۵۰ کسانو بیا بیا وواهه. په دې لړۍ کې افغان هواباز او ستور مزلی ښاغلی عبدالاحد مومند څلورم مسلمان او لمړی افغان ستوری مزلی وه چې د ۱۹۸۸مېلادي کال د اګسټ په ۲۹مه له ډاکټر ویلادیمیرلیاخوف او ډاکټر والیري پولیاخوف سره یوځای په تشیال کې د میر تشیالي تمځای ته وخوت. 
مومند هلته ۸ ورځې ۲۰ ساعته او ۲۶ دقیقې تېرې کړې. 
مومند چې هغه وخت کې د افغانستان پوځي هوايي ځواک یو غښتلی افسر وو د روسیې له خوا په یوه پیچلي او ستونزمن پروګرام کې ګډون وکړ او له ټولې نړۍ څخه د ۵۰۰ با استعداده کسانو له ډلې، یو هم مومند وو چې د تشیال مزلي دې پروګرام ته وټاکل شو. 
مومند په داسې وخت کې دې پروګرام ته وټاکل شو چې د افغانستان پوځ هغه مهال د تخنیکي او نظامي وړتیاوو له اړخه، په سیمه کې یو غښتلی پوځ ګڼل کېده. 
د مومند په وینا، کله چې دې پروګرام ته وټاکل شو او بیا په دې تشیالي سفر ولاړ، نو په ژوند کې يې تر ټولو هیجاني شېبې وې او تر بل هر وخت په خپل افغانیت ویاړېده. 
دی زیاتوي چې کله روسیې ته د پیلوټي عملي زده‌کړو لپاره تلو، نو د افغانستان وضعیت آرام وو او ده فکر نه کاوه چې ګواکې دی به په بیرته راتګ سره د داسې جنګي الوتکو پیلوټ کېږي چې په خاوره دننه به بمبارډ کولو ته اړې وي. 
مومند تېر کال له کلونو جلاوطنۍ وروسته یو ځل بیا د روسیې په رسمي بلنه مسکو او بیا له هغه ځایه خپل ټاټوبي افغانستان ته په دې نیت ولاړ چې ګوندې له نوي نسل سره به د خپلو لاسته راوړنو او د هغه افغانستان چې یو وخت یې په په سیمه کې د پوځي وړتیاوو له اړخه ساری نه وو، تجربې شریکې کړي. 
ښاغلی مومند د غزني ولایت د سردې کلي په یوه بزګره کورنۍ کې زېږیدلی او د کابل په پولي تخنیک کې یې لوړې زده‌کړې او بیا په روسیه کې عملي زده‌کړې کړې دي. 
ښاغلی مومند اوس مهال د المان په شټوټ ګارډ ښار کې له خپلې مېرمنې او دريو اولادونو سره اوسېږي او په یوه کمپنۍ کې د محاسب په حیث کار کوي. 
سرخط ورځپاڼه