کومه چوپتیا فساد دی؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • مولوي رحمت الله اندړ
  • 1239

زموږ په ټولنه کې دې خبرې سم ځای نیولی دی چې (پټه خوله بهتره ده) له دې محاورې زموږ عامو او خاصو خلکو ښه ګټه پورته کړې ده. 
هر ځای چې د دوی شخصي ګټه پکې نه وي او یا د کوم چار زیان ده ته نه اوړي، نو خوله یې پټه وي، چوپتیا ورته غوره ښکاري او بل چاته هم دا توصیه کوي چې د چا په کار، کار مه لره، هر څوک پوه شه او خدای یې پوه شه. 
له دې سره سره د رحمان بابا بیت هم ورسره زمزمه کړي.
که دانا یې اور له خپله سره مړه کړه
د جهان اورونه پرېږده چې بلېږي
خو حقیقت بل ډول دی. هر ځای او د هر کار پر وړاندې چوپتیا د اسلامي شریعت په رڼا کې هیڅ اصل نه لري، بلکې ځینې چوپتیاوې د فساد لامل کېږي چې زیان یې د ټولنې هر وګړي ته رسېږي.
په ظلم او وحشت باندې چوپ پاتې کېدل د ظالم او وحشي تبر ته لاستی وراچول دي او په خلاف یې بغاوت نه کول، ورسره مرسته ګڼله کېږي. 
دا ستا فردي مسوولیت دی چې په ټولنه کې د هر ډول فساد پر وړاندې و درېږې او له خپلې وسې سره سم یې په لاس، ژبه او قلم سره مخنیوی وکړې.
الله تعالی فرمایلي دي: 
«كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ»
امام رازي رحمه الله په خپل تفسیر مفاتیح الغیب کې د دې ایت کریمه تفسیر داسې کړی. 
(أَيْ صِرْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ بِسَبَبِ كَوْنِكُمْ آمِرِينَ بِالْمَعْرُوفِ وَنَاهِينَ عَنِ الْمُنْكَرِ.) 
تاسې له دې امله غوره امت یاست،چې په نيکي امر کوئ او د بدي مخنیوی کوي.
ستاسې غوره والی د ظلم او فساد مخنیوی دی او پر وړاندې یې مبارزه ستاسې فردي مسولیت دی. 
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: 
«مَنْ رَأَى مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ» څوک چې یو ناوړه کار وویني، باید په لاس سره تغیر ورکړي، که ځواک یې نه وي، په ژبه سره او که ځواک یې نه وي، په زړه سره. 
مانا دا چې له بدکاره انسان څخه دې کرکه وکړي، د هغه ستاینه دې نه کوي، له هغه څخه دې دفاع نه کوي.
د ظلم او وحشت پر وړاندې چې پاڅون څومره ځنډېږي هومره یې زیان زیاتېږي. اوسنی ظلم او وحشت موږ پياوړی کړی دی، له ظالم سره مو مرسته کړې ده.
ظالم ته مو باج ورکړی دی، د هغه هیڅ ډول مخالفت مو نه دی کړی، اوس یې ځپل او مخنیوی راته ستونزمن دي.
له حذیفه رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلیالله علیه وسلم  فرمایلې دي: 
«لَتَأْمُرُنَّ بِالْمَعْرُوفِ، وَلَتَنْهَوُنَّ عَنِ الْمُنْكَرِ , أَوْ لَيُسَلِّطَنَّ اللَّهُ عَلَيْكُمْ شِرَارَكُمْ، ثُمَّ يَدْعُو خِيَارَكُمْ فَلَا يُسْتَجَابُ لَهُمْ» 
خامخا به په نیکې امر کوئ او له بدې څخه به مخنیوی کوئ او یا به خامخا الله تعالی ستاسې بد خلک په تاسې واکمن کړي چې بیا به مو غوره خلک (له دوی څخه د نجات) دوعا کوي او دوعا به یې نه قبلېږي.
له ظالم سره مرسته، ظالم پر ځان واکمن کول دي. بلې خوا ته د مظلوم او ښه سړي پښې وهل دي او ټولنه په لوی لاس د ظلم او وحشت ژورې کندې ته ور ټیل وهل دي.
د اسلامي شریعت په رڼا کې دا څرګنده ده چې د ظلم، وحشت او هر ناوړه کار په خلاف چوپتیا فساد، د تکویني سنتو سرغړونه او د ټولنیز مهم اصل له منځه وړل دي.
زموږ ټولنه نن په همدغې ناروغۍ اخته ده چې په شعوري یا لاشعوري ډول د ظالم مرسته کوي، د ناوړه کارونو مخنیوی خپل مسولیت نه ګڼي او تر دې لا بده دا چې له دې سره سره، د ظالم مرستې او ستاینې ته دلایل تراشي.
که غواړئ، ټولنه د اصلاح او سمون په لور خوځښت وکړي، خپل فردي مسوولیت وپیژنئ. 
د هر ناوړه کار په خلاف سکوت مات کړئ او د مخنیوي لپاره یې د خپل وس په کچه ګړندي ګامونه واخلئ.
سرخط ورځپاڼه