- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- استاد حبيب الله رفيع
- 1262
په دې ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولاياتو کې د طالبانو بريدونه زيات شوي او وخت پر وخت د ولسواليو د سقوط خبرونه راځي.
خو جالبه دا ده چې د هرې ولسوالۍ له سقوط او نيول کېدو سره چې د دفاع وزارت له ويانده څخه پوښتنه وشي چې نوموړې ولسوالۍ ولې سقوط وکړ؟ دی په ډاډ او حتی فاتحانه خندا ځواب ورکوي: خير دی بېرته يې ترې نيسو!
د ولسواليو پرېښودل او بيا يې بېرته نيول کومه ساعت تېري نه ده. د هرې ولسوالۍ په سقوط کې په لسګونو عسکر شهيدان کېږي، ټانکونه او وسلې له لاسه وځي او ډېره مهمه دا چې د سيمې خلکو ته هر اړخيز زيانونه اوړي. کورونه يې ورانېږي، شتمنۍ يې چور کېږي، د کور غړي يې ټپيان او مړه کېږي او په ځينو سيمو کې دښتو ته وځي او تر شنه اسمان لاندې بې اسرې ژوند کوي.
دفاع، پوليس او امنيت دنده لري چې دولتي ادارې او تاسيسات وساتي او وژغوري او د خلکو د مال او ځان حفاظت وکړي؛ خو دوی په داسې بې تفاوتۍ دې موضوع ته ګوري چې د سړي وجود اور واخلي.
موږ خبرونه اورو چې د ولسواليو ساتونکي عسکر او منصبداران په ورځو ورځو چيغې وهي چې زموږ مهمات تمام شوي، موږ ته بايد مهمات را ورسول شي، تر دې چې دا فرياد د مخالفانو غوږو ته ورسېږي؛ نو خپلو بريدونو ته زور ورکړي او د تسليمۍ مرحلې ته ورسېږي، خو دولت مهمات ور و نه رسوي او دوی سر وهلي بر وهلي يا له ولسوالیو وتښتي، يا ووژل شي او يا هم تسليم شي.
خبره دا ده چې د دولت دنده دا نه ده چې ولسوالۍ پرېږدي او بيا يې بېرته ونيسي؛ بلکې د دولت دنده دا ده چې ولسوالۍ ټينګې کړي، د خلکو امنيت ټينګ کړي او مخالفانو ته دا موقع په لاس ور نه کړي چې ولسوالۍ او ادارې ونيسي، مدافعان يې ووژني، اسناد يې تس نس کړي، په ولسوالۍ کې له اوسېدونکيو کسانو سره غچ اخيستونکي اعمال تر سره کړي او د ولسوالۍ پر بې ګناه خلکو يو وړوکی قيامت تېر شي.
دولتي ځواکونه بايد يو داسې منظم پروګرام جوړ کړي چې په ولسواليو کې دښمن رخنه و نه کړای شي، غچ اخيستونکي اعمال تر سره نه کړای شي او د خلکو سر او مال ته زيان وا نه اړولای شي.
که دولت همداسې د ولسواليو د پرېښودلو او بېرته نيولو لوبه روانه وساتي، دا د ژوند او مرګ موضوع ده؛ نو د دې حق نه لري چې د ولس پر ژوند لوبې وکړي او بېرته نيولو په عمل ووياړي، برېت تاو کړي او ځان ته د هېواد مدافعان ووايي.
دوی د هېواد د فرد فرد د ضياع او زيان مسوول دي، دوی د ولسواليو د پرېښودلو ګناه، د بېرته نيولو په عمل نه شي تلافي کولای.
دا د بېرته نيولو ډاډ، د ولس پر وينو ريشخند او خندا ده.
سرخط ورځپاڼه