داعش پر ۵ زره ماشومانو د ښوونځيو دروازې وتړلې


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سرخط ورځپاڼه
  • 1084

 د هسکې مېنې ښوونکي مجبور دې چې د تېرې مياشتې معاش ترهګرو ته ورکړي


داعشي ترهګرو په افغانستان کې هغه مهال خورا ميده اوړه کول چې سر يې تازه راپورته کړی وو، خو اوس ورځ تر بلې پښې غځوي او خبره اوس تر دې ځايه رسېدلې چې يوازې په يوه ولسوالۍ کې يې په پنځو زرو تنو ماشومانو د ښوونځيو دروازې تړلې دي. 
په دې سربېره يې، د هسکې مېنې ښوونکيو ته ګواښ کړی دی چې که د تېرې مياشتې معاش وا نه چوي، کباب به يې کړي. 
هر ترهګر چې د افغان وژلو په موخه لاس پورته کړی، په لومړي سر کې يې داسې ښوولې چې ګواکې لاس د افغان بچې پر سر تېروي، خو لږ وروسته يې په همدې لاس افغان ماشوم تر ستوني نيولی دی. 
همدا کار داعشي ترهګرو هم وکړ. په لومړي سر کې يې په جار او قربان لاره غوښته، د خلکو منځ ته يې ځانونه ورسول او اوس بېرته د خدای د قهر غوندې په همدې خلکو مسلط دي. 
دوی چې تقريبا ټول يې پاکستاني پنجابيان دي، لومړی په ننګرهار کې د پښې ځای کوت، وروسته يې د طالب ګرېوان ته لاس ورواچاوه، بيا يې عام وګړي په بمونو کښېنول او اوس يې پر پنځه زره ماشومانو باندې د ښوونځيو دروازې تړلې دي. 
په دغو ماشومانو کې څوارلس سوه تنې يې، نجونې دي. 
دوی د هسکې مېنې يو سل او پنځه دېرش تنو ښوونکيو ته خبرداری ورکړی دی چې که يې د تېرې مياشتې خوړل شوي معاشونه داعشي اورپکيو ته ور نه کړل، له يوې مخې به يې وسوځوي.
د ننګرهار له دوه ويشتو ولسوالانو دوولس يې پاخه بې‌سوادان او رشوت خواره دي چې ولسواليو ته يې په مياشتو مياشتو سر نه ورښکاره کوي او همدا لامل دی چې په بې ولسواله ولسواليو کې پر ولس قيامت تېرېږي. 
هر ترهګر يې په افغان زده کوي، هر ترهګر ته افغان بچی بې څښتنه مال ښکاري. ټمبل ولسوالان دې په ښارونو کې ورځې په خوراک او شپې په نڅاوو تېروي. 
په ننګرهار کې پخواني طالب تر خولې توره څېره تاو کړه، سپين بيرغ يې وغورځاوه، پر ځای يې تور په لاس کې ونيو، تر پخوا يې وحشت نور هم قوي کړ او په دې توګه په داعشي ترهګر واووښت. 
وسله ورته له پاکستانه راځي، قومانده ورته له کراچۍ رسېږي، ډمې ورته له لاهوره راځي، فتوا ورته له کويټې رالېږله کېږي، ګټې د پنجاب ساتي او زور يې د ننګرهار تر سره خوله، بې اسرې ماشوم وځي. 
داعشي ترهګرو د هسکې مېنې د ښوونځيو تر تړلو وروسته د يو سل او پنځه دېرش ښوونکيو د نومونو ليسټ جوړ کړی او اوس کور په کور ګرځي، له ښوونکيو څخه د تېرې مياشتې معاشونه ټولوي او که يې څوک ور نه کړي، په ژوندونې په اور سوځول کېږي. 
بده خبره خو لا دا ده چې په هسکه مېنه کې د همدې ښوونکيو لويه برخه د طالبانو په خوښه مقرر شوي وو، کله چې يې داعش تر طالب زورور وليد، د هغوی خوا يې ونيوه او پايله يې دا شوه چې اوس د هماغو داعشيانو له لاسه د شپې تېرولو ځای نه لري.
په هسکه مېنه کې دوه ډوله ښوونځي شته چې نيم يې ګرم‌سېر او نيم يې سر‌دسېر دي او داعشيانو ټولو ته له يوې مخې قلفونه اچولي دي. 
د سرخط ورځپاڼې موندنې ښيي چې په دغو ښوونځيو کې اوس اورپکي اوسي او د جګړې د مرچې په توګه يې کاروي.  
سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، په هسکه مېنه کې د داعش مشري د عبدالخالق په نامه يو پخوانی طالب کوي او لاندې ټول جګړه‌مار يې پنجابيان دي. 
عبدالخالق څه موده وړاندې له طالبانو باغي شو، هغوی يې د وژلو فتوا صادره کړه او دی د داعش په نامه د تازه دمو اورپکيو مشر شو. 
د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمد اصف شينواری هم مني چې داعشي ترهګرو په هسکه مېنه کې اوولس ښوونځي تړلي دي. 
هسکه مېنه اوس مهال یو دارالمعلمین، یو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ او یو شمېر دینې مدرسې هم لري چې اوس هغه هم د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي. 
لږ وړاندې ترهګرو په اچين کې هم شپږ ښوونځي د ماشومانو پر مخ تړلي وو. 
سرخط ورځپاڼه