- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- ډاکټر زلال احمد رنځورمل
- 1156
خصوصي طبي زدهکړې وطن په ناورين اړوي
روغتیا له ژوند څخه نه بېلېدونکی نعمت دی. یوه سالمه او پرمختللې ټولنه یوازې د سالمو کسانو په وسيله رامنځ ته کېدای شي.، دا چې څنګه کولای شو د خدای پاک له همدې راکړي نعمت څخه ښه ساتنه وکړو، باید وړ روغتیايي خدمات او روغتیايي کارکونکي ولرو چې اساس او بنسټ یې معیاري روغتیايي زدهکړې دي.
د تاریخ په اوږدو کې طبي زدهکړو ته تر نورو علومو ځکه ډېره پاملرنه شوې چې د انسان له ژوند سره تړلی مسلک دی. یوه کوچنۍ غطي د انسان د ژوند په بیه تمامېدلای شي.
تر مېلاد 370 کاله وړاندې د طبابت پلار Hippocrate رنځ پوهانو ته د لومړي اصل په توګه ویلي چې Do No Harm (چاته زیان مه رسوئ) او له هغه وروسته هر ډاکټر په دې مکلف دی چې د همدې اصل څخه پیروي وکړي. طبي زدهکړې د وړو ډاکټرانو د روزنې لومړی ځای دی، که خدای مه کړه همدا معیار ستونزې ولري، د ټولنې ډېر وګړي د ژوند له ګواښ سره مخ کولای شي.
په افغاني ټولنه کې زیاتو روغتیايي کړاوونو، د روغتیايي خدماتو او د کارکونکيو کموالي دې مسلک ته اړتیا زیاته کړې او له امله يې دا ټولنه د طبابت په مختلفو برخو کې ډېرو وړو ډاکترانو ته اړتیا لري.
په پرمختلليو هېوادونو کې طبابت ته د شوق په سترګه نه، بلکي د یوه درانه پېټي په سترګه کتل کېږي، ځکه زدهکړه یې ډېر وخت او خوارۍ غواړي او مسوولیت یې ډېر دروند دی.
له همدې کبله یوازې هغه کسان چې د یادو کړاوونو له توانه وتلای شي او ذهني او فزیکي وړتیا یې اجازه ورکړي، طب لولي.
زموږ په هېواد کې شاو خوا ۹۰ کاله کېږي چې د کابل د طبي انسټیټوټ په تاسیس سره طبي زدهکړې پیل شوې، په ټول هېواد کې اته دولتي طبي پوهنتونونه فعاله دي چې لا هم نه دي توانېدلي د نړیوالو روغتیايي زدهکړې ټول معیارونه پوره کړي، اما بیا هم زیاتره هغه کریکولمونه تطبیق کوي چې په نړیواله کچه د طبي زدهکړو لپاره په پام کې نیول شوي او د رشد په مرحله کې ده چې د پرمختګ او لا معیاري کېدو لپاره یې ډېرې هیلې شته.
د دولتي طبي پوهنتونو ترڅنګ په نږدې څو کالو کې په هېواد کې شاو خوا ۵۰ شخصي طبي پوهنتونونه او تر سلو زیاتې طبي موسسې په نږدې څو کالو کې تاسیس شوې چې د هر طبي پوهنتون د محصلینو شمېر په منځنۍ کچه ۱۰۰۰ تنو ته رسېږي او په سلګونو محصلین په مختلفو طبي موسسو کې زدهکړې کوي.
د دې محصلینو له جملې څخه تر ۹۰ سلنې زیات له دولتي کانکوره پاتې شوي، ډېرې پیسې او د ډاکټر کېدلو کاذب شوق لرونکي، د روغتونو نرسان او د ابتدايي روغتیايي خدماتو کسان دي، یادو کسانو ته د پیسو په مقابل د MD سند د ورکړې ژمنې ورکړل شوې دي.
اندېښنې څه دي؟
• د یادو کسانو تعلیمي کچه تر هغو ډېره ټیټه ده چې طب ولولي.
• هر کال تر پنځوس زره د زیاتو نالوستو ډاکټرانو فارغېدل د لکونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کولای شي.
• دې ډاکټر صاحبانو ته چې د لوړو زدهکړو او روغتیا خاین وزارتونه د ډاکټر کېدلو فرصتونه برابروي، مجبوره دي چې د کار زمینه هم ورته برابره کړي. هر کال پنځوس زره ډاکټرانو ته کار ورکول، د پرمختلليو هېوادنو له توانه هم وتلې خبره ده.
• په طبابت باندې د ناروغانو بې باوري، څنګلورو هېوادو ته دا زمینه مساعدوي چې خپلې طبي مافیايي کړئ په هېواد کې غښتلې کړي او د هېوادوالو شته ورڅخه په ناکاره درملنو واخلي.
• له نړیوالو روغتیايي معیارونو سره نابرابري او په مختلفو ازموینو کې د هېواد د طبي زدهکړو تر سوال لاندې راتګ.
• د لوړو زدهکړو په وزارت کې د خصوصي پوهنتونو په سر د زیاتو نامالومو پیسو اخيستل او په تعلیمي سیسټم کې فساد ته لاره هوارول.
• او ګڼې نورې اندېښنې چې بې ځایه د سرمايې لګول او د استعدادونو ضایع کول دي.
سرخط ورځپاڼه