یوه بې نوره ورځ


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • مجيد قرار
  • 1219

 پرون د ښار په واټونو عجیب پاک او مردار سره ګډ شوي ول. سپېڅلي، درانه او با احساسه افغانان له جاسوسو، لنډه غرو، او چوتارو سره یو ځای تاوېدل.

څوک رښتیا د افغانیت په ننګه را وتلي ول او څوک د خپلو وږیو خېټو، وږیو سترګو او وږیو ارواګانو.
هغوی چې د افغانیت په ننګه راوتلي ول هم، افغانیت یې د څلوېښتو ملکونو د استازيو په مخ کې سپک سپک کړ.
ولسمشر یې له څلوېښتو ملکونو چانده ورته غوښته، او ولس یې د هغه انځور سوځاوه.
ولسمشر یې دروېزه ورته کوله او دوی لعنتونه او مرګونه پرې ویل.
ولسمشر یې څلوېښتو ملکونو ته د خپل ولس پر سر غورې ویشتلې چې داسې مېړنی، داسې مثشبث، داسې معصوم او مظلوم دی او مظلوم او معصوم ولس یې افغاني مېلمه پالنه مسخره کوله او پایمالوله.
ولسمشر یې د خپل ملت د وحدت، یوووالي او یوموټي توب غورې ویشتلې، ولس یې نارې وهلې چې نه نه، موږ ملت نه یو، موږ وحشي او وروسته پاتې قبایل یو چې لا د نامه پر سر شخړه لرو.
د تذکرې ناندره ده. ولسمشر یې وایي چې د تذکرې قرارداد، د تذکرې ټیم، د تذکرې تخنیکي معیارونه او د تذکرې حقوقي او قانوني حیثیت ټول ستونزې لري، ولس یې یواځې یوه برخه را ټینګه کړې ده.
مانا دا چې ولسمشر یې د ټولې تذکرې غمه ورته کوي، ولس یې په ټوله تذکره کې یوازې د افغان د توري غم را اخیستی دی.
ولسمشر یې د سر غم کوي او ولس یې خولۍ غواړي.
ولسمشر یې له پاکستان سره په جګړه او ګواښ دی، ولس یې له خپل ولسمشر سره په ګواښ او جګړه دی.
پرون د ښار په واټونو عجیبه پاک او مدار سره ګډ ول. د نړۍ د لسګونو هېوادونو له وزیرانو او استايو سره راغلیو رسنیو ټولو د افغانانو د نه ملت توب او نه ورورولۍ داستان خپلو هېوادونو ته انتقال کړ. دا هماغه غوښتنه وه چې آی ایس آی درلوده. هماغه ماموریت و چې سفارت وېشلی و.
پرون د ښار په واټونو کې عجیبه پاک او مردار سره ګډ ول. هغه سړی هم ولاړ و چې پرون یې په خپل مبارک لاس له تذکرې څخه د افغان او اسلام توري ایستلي و. د هماغې کابینې غړي یادوم چې له تذکرې یې په اتفاق سره دا دوه توري ایستلي و. د هماغې کابینې سکرټر او د هماغې کابینې د سکرټریت حقوقي سلاکار هم ولاړ و. ټولو همدا یوه ناره وهله او د خپلې کارنامې پر ضد یې نارې وهلې.
هیچا ورته و نه ویل چې بابا، پرون چې لا کار شوی نه و، ولې غلي واست، اوس چې مو ولسمشر ترسره شوی کار بېرته رغوي، د یوه توري پر ځای د تذکرې بشپړ ټیم بدلول غواړي، له ټول لنډه غریزم سره په لانجه کښېوتلی، تاسې پرې مرګ وایاست.
هغه چا ته چې افغان او اسلامیت یې دواړه د خپل یوه والي په خوله له تذکرې ایستلي، بیا یې دغه کار ته د خپل عدلیه وزیر په خوله قانون جوړ کړی، بیا یې قانون په خپله کابینه کې پاس کړی، بیا یې د خپلو وکیلانو په زور تصویب کړی او بیا یې په خپله په نه ردولو سره توشیح کړی، هغه ته بیا هم خپل ملي زعیم وایاست، ستایئ یې، صفت یې کوئ او د توطیې لپاره مالي امکانات ورڅخه اخلئ، خو هغه څوک چې په یوازې سر یې هم د تذکرې د ادارې، هم د تذکرې د قانون، او حقوقي اړخ او هم د تذکرې د ټیم د تشکیل پر خلاف عملي اقدام کړی، توشیح شوی قانون یې له نافذېدلو څخه را ستون کړی، د هغه پر خلاف د مرګ شعارونه ورکوئ او انځورونه یې سوځئ.
تاسې خو دا پوښتنه وکړئ چې دا یون، ځلاند، احدي، ارغندیوال او کرزی د څه غم را په مخه کړي؟ آیا د دوی ستونزه له غني سره رښتیا د تذکرې ستونزه ده او که نوره شخړه او نورې غوښتنې لري.
که یوازې د تذکرې ستونزه وای، نو دوی به هره ورځ غني ته بهانې نه لټولې. کله به یې د تفاهملیک بهانه، کله د کابینې بهانه، کله هغه او کله دغه بهانه نه لټوله.
نن خو به له احدي سره د تذکرې غم و، پرون، د استقلال پر ورځ ورسره د څه غم و؟ هغه بله ورځ ورسره د څه غم و؟ ته او خدای چې د تذکرې غم و، که د څوکۍ؟
آیا دا هماغه ځلاند نه و چې په خلوت کې له ډاکټر خپلواک څخه د دوو زرو ډالرو دنده غواړي او په ښکاره افغانیت او اسلامیت غواړي؟
آیا دا هماغه یون نه دی چې له امرالله صالح، سپنتا او نورو څخه یې بنډلونه ترلاسه کول، نو هیڅ ستونزه یې نه لیده. د تذکرې پر قانون یو کال په امنیت شورا کې بحث روان و، دی خپله هم د امنیت شورا د یوې برخې رئیس و، خو تر پایه یې سوڼ و نه کړ، نن هغه هم د افغانیت او اسلامیت غم را اخیستی؟
هماغه کرزی چې په خپل نفوذ کارولو یې د تذکرې قانون، د افغان او اسلام توري له حذفولو وروسته پر پارلمان باندې پاس کړ، هغه هم نن د افغانیت غم را اخیستی دی؟
تاسې له مشرانو جرګې پوښتنه وکړئ چې کله هلته د تذکرې بحث جنجالي شو، کوم وکیل، کوم رهبر، کوم وزیر، کوم مشر هلته د افغانیت په ننګه کار وکړ چې نن د غني خلاف ټولو مټې را بدوهلي دي؟ 
آیا حیا دې وي، له باده وروسته پلترۍ وهي؟
حقیقت بل څه دی. حقیقت دا یو هم نه درته وایي. حقیقت دا دی چې غني نه یوازې د افغان او اسلام د تورو ستونزه هواروي، بلکې د تذکرې د ټول ټیم ریفورم ته یې ملا تړلې، خو فرصت طلبه جاسوسان نه غواړي د افغانستان د بې حیثیته کولو او خپلې سیاسي استفادې دا چانس له لاسه ورکړي.
دوی پوهېږي چې قانوني پروسه اوږده ده. غني وخت ته اړتیا لري. دوی غواړي د غني وخت په خپله ګټه وکاروي او بس.
سرخط ورځپاڼه