- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- محمد يار يار
- 1346
هغه شعارونه چې ولسونه پر اورونو و مرګونو، په پټو سترګو او پرته له ذره سوچ څخه ورځغلوي خورا مقدس او له خارق العاده مقناطیسیت څخه برخوردار وي.
هغه رضاکار مجاهدان او مبارزان چې د دغو جذابو شعارونو په جاذبه کې لکه ذرو غوندې جذبېږي، هيڅکله دا ذهني چانس نه شي موندلای چې د دغو شعارو شاته پراته امراض و اغراض مشاهده، محاسبه او تجزیه کړای شي.
د سپېڅليو شعارو شاته پراته ناولي اهداف هغه مهال د عامه مشاهدې و درک وړ ګرځي چې نور نو اوبه تر ورخ تېرې وي، د شعارونو خالقانو خپل اهداف د ولس د وینو و خولو او هستیو و نېستیو په قیمت تر لاسه کړي او د شعارونو قربانیان پر وچ میدان، بې اسرې او سپېره خوله پاتې وي.
ډېر ځله د انساني شعارونو تخلیقکااران ډېر ځناور او انسان ضد خصلت لري، خو څنګه چې شعارونه یې د احساساتو د اورونو په وزرونو پروازونه کوي او د سپېڅليو جذباتو ساده خلک لکه بڼکې ور سره هوایي کوي، نو دا بېچارګان په هوا کې د دغسې حیواني خصایلو د کشف توان نه لري.
چې کله یو وار حیوان صفته رهبرانو ناره کړه چې نبي دې یې شفاعت نه کوي که به نه پر ورځي، بیا نو داسې څوک بېخې لږ پيدا کېږي چې د دې سوال په کولو خپل وخت ضایع کړي او د نبي له شفاعته ځان محروم کړي چې پر څه شي د څه له پاره ور شم؟
دا سوال هله اتومات حلېږي چې ولس پر ور وځغلي، خپل ټول ممکنه امکانات خاورې و ایرې کړي، خپل سر و مال تباه و برباد کړي، وروسته یې سد سر ته ورشي چې های، دا خو یې د نبي د شفاعت په شعار، پر نبي- ضد هدف ورځغلولی وم.
راځئ څو لاس په لستوڼي مثالونه یې درکړم، نور نو دا داستان خورا دور و دراز دی او وخت پر وخت به د ضرورت پر اساس په مدار- مدار بحثونه سره پر کوو.
یو- هغه مهال چې لا په افغانستان کې مشروع و قانوني، افغاني و اسلامي حاکمیت برقرار وو، افغانستان د سیمهییزو هېوادو په منځ کې د خاص حیثیت خاوند وو. په تدریجي توګه یې د تمدن و هراړخیزو انکشافاتو پړاوونه په طبیعي ډول سره وهل، نو په افغانستان کې د ځینو چپ و راست شعارونو د اورونو لمبو سرونو را پورته کړل.
هغه واکمني کرار- کرار ډموکراټیک مسیر ته ور سیخېدونکې وه چې چپو شعارونو په استبداد و ارتجاعیت تورنه کړه او ښي والاوو په الحاد و دهریت محکومه کړه؛ جالبه دا چې ښي و کیڼ بیا بېرته په خپلو کې هم سره د مور مړونه ول او یو د بل په وینو داسې سره معتاد ول چې یوه څاڅکي یې هم ځمکې ته خطا نه درلوده.
مالومه ده چې چپ د کرملین او راست د اسلام اباد له اشپزخانو څخه تغذیه کېدل، خو ولس بېچاره له دغه درک څخه عاجز، نیم په یوه او نیم هم په بل اړخ کې منحل شو.
څومره چې د ښي- لاسو د شرعي شعار جاذبه ځواکمنه وه او ډېر ولس یې ور جذب کړ او د یوې کلېشهیي محاسبې له مخې یې یو نیم میلیون شهیدان د یوه بل بازار لرونکي شعار په توګه په تاریخ کې ثبت کړل، نو په هماغه اندازه یې رهبران جنایتکاران، غداران، قاتلان، غاصبان، قاچاقبران، پر ناموسونو و ارزښتونو متجاوزان او د خپلو شعارونو خلاف خاينان وختل او دا کیسه نوره هره چا ته عیان ده، خو له بده مرغه ښایي زموږ د جمعي شعور سترګې یې اوس هم سم و نه شي لیدلای.
دوه- کله چې جهادي رهبرانو په خپلو وحشتو او جنایتو کې داسې ابتکارات وکړل چې ان د چنګیز زړګی یې لا هم کباب- کباب کړ، نو طالب یې په مقابل کې د شر و فساد ورکېدو او سوچه شرعي و محمدي نظام د انفاذ په داسې یوه اسمان لړزوونکي شعار سره را پورته شو چې د ولس سیل خو یې ملاتړ ته ور مات شو چې ور مات شو، ډېر په اصطلاح روشنفکران یې په پلوي و ږغېدل او ډېر مخور یې په حمایت ودرېدل.
ان یو وار خو هغه چا چې پر ضد یې راپورته شوی وو، یانې شهید استاد پروفیسور برهان الدین رباني د نجات د فرشتې خطاب ورته وکړ.
مګر ته وا اوس به نو ملت پوه شوی وي چې غونډ افغانستان د امریکا او په مجموع کې لوېدیځ پښو ته همدې طالب په څنګه انداز ورپرې ایست؟ او دا خو یې لا پیل دی چې (ډان) پاکستانۍ ورځپاڼې د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد مرحوم او امریکا تر منځ د اړیکو رسوایي ته تازه په تازه خوله وراچولې ده.
درې- او بالاخره نن دا دی بیا یو څو معامله ګرو او مالوم الحاله خود غرضو د افغانیت و اسلامیت په خورا زبردست موسمي شعار سره د عامه ذهنیت ترور ته ملا تړلې ده او هيڅ شک نشته چې دم و چوف یې خاص تاثیر لري.
هماغه مریض تاریخ دی، بیا تکرارېږي؛ شعار تر مقدس هم مقدس، خو ور سره اهداف تر چټلو هم چټل دي.
ډېره دردوونکې او حیرانوونکې خو لا دا ده چې د پخوانیو شعاریانو مشرانو چې به د کوم ارزښت شعار ورکاوه، نو لږ تر لږه به یې په ظاهري صورت کې د مشاهدې وړ و، مګر دا د نن شعاریان چې له یوې خوا نه افغانیت و اسلامیت له منځه تللی، نه یې څوک وړلای شي او له بله اړخه دغه ارزښتونه نه د دوی په بګراونډ کې شته او نه یې حالاً په څېرو کې څرک لیدل کېږي، مګر بېوسه، وزګار او فقیر خلک یې په اسانه د ناولو ګټو په تناره کې لکه خس خپله ځانونه ورغورځوي.
زه پوهېږم چې په دې باب ځینو خلکو ته قناعت ور کول هماغومره سخت دي لکه د جهاد په دوران کې چې دې د مجاهدینو رهبران جنګسالاران، د پردیو استخباراتو ګوډاګیان او جنایتکاران ثابتولای او لکه د اسلامي امارت په حاکمیت کې چې دې طالب د ای ايس ای لاسپوڅی او ترهګر په چا منلای، خو د واقعي افغاني و اسلامي احساس او مسوولیت له مخې مکلفیت لرم چې د دغو افغانستان ضد هدفونو د رسوایۍ هڅه وکړم.
زه به ګام پر ګام خپل ولس ته د هغو خطرونو او غرضونو د دلایلو او منطق په روښانولو سره خپلې غاړې خلاصې کړم چې له بده مرغه نن د کورنیو، سیمهییزو او نړیوالو توطیو د توپانونو په دوړو کې نه ورښکاري او هر با مسوولیته افغان او مسلمان باید څېرې لڅې، حقیقتونه روښان او مرضونه دفع کړي.
سرخط ورځپاڼه