- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- ذبيح الله احساس
- 1071
د بلخيانو غږ! د تذکرو پر سر، د روانو ناندريو پر سر د پورته شويو غږونو له ټولو لوړ، سپېڅلی او ملي رنګ درلود.
دوی د قوم په څادر کې ملي مسله تاو نه کړه، بلکې د ملت پر ټغر يې کېښوده او هر افغان قوم ته يې حق ورکړ چې د ستونزې په حل کې غږ پورته کړي... همدا لامل به وي چې د يادې مسلې کابو ټولو خواوو د بلخ د لاريون تود هر کلی وکړ.
هغوی چې د مدني حرکت په څېر سپېڅلې کړنې يې په ښکنځلو او د بل په تحقيرولو مخ ته وړل، په خپلو کړنو پښېمان کړل چې بايد د دې ملي مسلې د حل لپاره همداسې غښتلی غږ پورته شوی وای.
بل لوری چې دوی هم د افغان کليمې د يادولو تر سيوري لاندې د تذکرو د حل غوښتونکي وو؛ خو پر وړاندې يې د لاريون اړتيا نه ليدله؛ دوی هم د بلخ پر لاريون اعتراف وکړ.
لامل يو دی چې بلخيانو! د دغه ولايت له ګڼ توکميز نفوس څخه ګټه پورته کړه، بېلابېل قومونه سره کښېناستل، د تذکرې پر مسلې سره وغږېدل، خورا لېرې مفکورې د وطن په خاطر سره نږدې کړای شوې او د وږي په ۲۱مه، ۹۴ د دغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د بېلابېلو قومونو له درې زرو څخه ډېر کسان راغونډ شول او په ګډه يې په تذکرو کې د افغان کليمې ننګه وکړه.
حکومت يې پړ کړ؛ خو د کابليانو په څېر يې و نه ښکانځه...
ملي مسلې ته د حل پيدا کېدو لمن يې ونيوله، خو د افغان په ننګه يې د افغان پر لمن د تور داغ د کېښودو هڅه و نه کړه... د ملي هويت د ساتنې غږ يې له قومي نه، بلکې له ملي ستوني ووايست... حکومت يې د چارو پر وړاندې په بېبندوبارۍ ګرم وباله؛ خو د سياسي سوداګرۍ ګټې ته دمه نه شول.
له بېلابېلو قومونو سره تړاو لرونکيو بېلابېلو سياسي ډلو، مدني حرکتونو پکې برخه اخيستې وه؛ خو چا هم د خپل ګوند او خپلې کړۍ جنډه نه وه پورته کړې؛ بلکې ټول سره لاس په لاس د مزار شريف د سياست په ګرم چاپېريال کې د ګران وطن د ملي بيرغ تر سيوري لاندې روان وو.
په دې پار چې ملي مسله يې په ښه توګه وړاندې کړې وي، د لاريون په پای کې يې پرېکړهليک صادر نه کړ، بلکې حکومت ته يې د مسلې د حل په موخه طرحه وړاندې کړه.
د تذکرو د ستونزې د حل لپاره د بلخيانو وړاندې شوې طرحه له سياسي بدرنګيو پاکه او ملي وه چې له ټولو ستر بدلون يې په تذکرو کې د ملت په توګه د افغان کليمې د درج کېدو تر څنګ، د ټولو قومونو پر درج کولو ټينګار و.
دغې طرحې ته تم کېږو:
((د تذکرو پر وړاندې د پرتو خنډونو د لېرې کولو په موخه د بلخ ملي لاريون طرحه:
بلخ؛ د ګران وطن افغانستان په کچه په هغو ولايتونو کې راځي چې د دغه هېواد ګڼ بېلابېل درانه قومونه پکې ميشت دي. زموږ د هېواد دغه پرتمينه برخه د تاريخ په اوږدو کې د افغانانو د ملي يووالي، مدنيت او علمي اړخ د ښکاره کولو ښې بېلګې وړاندې کړې دي.
د افغانستان پر وړاندې د شته کورنيو او بهرنيو ستونزو په نظر کې نيولو سره؛ د هېواد ټولو افغان قومونو (هزاره، تاجک، پښتون، ازبيک او...)، د هر جهادي، سياسي او مدني مشرانو او ځوانانو دنده ده چې د تذکرو د شته ستونزو د حل په موخه د قومپالنې له لارې نه، بلکې د يو واحد او وياړلي ملت په توګه سره وړاندې لاړ شي او د هېواد کورنيو او بهرنيو دښمنانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.
نو موږ بلخيان دنده لرو چې په دې وروستيو کې د ګران وطن د تذکرو پر سر د روانو ناندريو د حل په موخه، د سالمو او قانوني غوښتونو پر بنسټ، پر حکومت فشار راوړو چې دغې ملي مسلې ته دې د اساسي قانون او د دې پرتمين خو، ځورېدلي ولس په خوښه حل پيدا کړي.
موږ او تاسې د ملي يووالي له دريزه د بلخ ولايت په مرکز کې د دغه سولهييز لاريون له لارې د تذکرو د ستونزې د حل په موخه لاندې ملي طرحه وړاندې کوو.
1. حکومت مسووليت لري چې د تابيعت د تذکرو په اړه خپله چوپتيا ماته کړي.
2. له حکومت څخه غوښتنه کوو چې په تذکرو کې د اسلام په ذکر کولو سربېره، افغان د ملت په توګه او زموږ بېلابېل قومونه (ايماق، ازبيک، سادات، ترکمن، تاجک، هزاره، نورستاني، پشه ايي، پښتون او...) د قومونو په توګه وليکل شي. په دغه چاره د افغان قومونو پيوستون او ملي يووالی لا پياوړی کېږي.
3. د تابيعت تذکرو د حل په موخه دې اساسي قانون ته رجوع وکړي.
4. د هېواد ملي سرود، زموږ د خلکو تر منځ د ملي يووالي ښکارندوی دی، په برېښنايي تذکرو کې د قومونو ليکل به د ملي سرود په شان، د خلکو تر منځ د وحدت او يووالي د لا ټينګښت سبب شي.
5. دا چې د تذکرو وېش د هېواد د بېلابېلو سياسي ستونزو د حل لپاره ګټوره مسله ده؛ نو حکومت بايد د يادې ستونزې له حل سره سم د دغې چارې په پيل کولو زر تصميم ونيسي.
که چېرې د ملي يووالي حکومت په هېواد کې د قوم پالنې د هر ډول هڅو د مخنيوي پر وړاندې غلی پاتې شي؛ نو د بلخ ولسونه به يې په غبرګون کې، په نږدې موده کې ۲۰زره کسيز ملي سولهييز لاريون راوباسي.
درناوی
د بلخ د ولسونو ملي لاريون/// مزارشريف، د سنبلې ۲۱مه، ۱۳۹۴لمريز))
د لاريون په اوږدو کې مې له بېلابېلو قومونو سره تړاو لرونکيو ځوانانو له خولې دا شعار واورېد: ((افغان قوم من نه، هويت ملی من است.))
دې شعار يې هم د ځوانانو احساسات پارول: ((راځئ چې سره نږدې شو او د دښمن زړه خوړين کړو))؛ خو داسې شعار هيچا و نه وايه: ((ته چې ځان ته افغان نه وايې؛ نو له دې وطنه وځه!))
د هغو فکر لا وغځېږه، چې د بلخ ملي لاريون تر شا ستړي شوي دي.
د مدني حرکت له لارې د حق غوښتلو دود چې څومره پياوړی کېږي، نو په هېواد کې د ځوان قشر د سياسي شعور د پوخوالي لامل ګرځي؛ خو بويه، چې مدني حرکت د مدني حرکت په توګه تر سره شي.
دا بېل بحث دی چې ولې د تذکرو ستونزه رامنځ ته شوه، چا رامنځ ته کړه او موخې يې کومې دي.
خو دا بحث ډېر مهم دی چې ولې دغه مسله وپړسول شوه، تر دې حده ورسول شوه چې يو وخت يې د حل ټولې لارې هم ولس او دولت ته بندې غوندې ښکارېدې. د همدې جنجال د پيدا کېدو تر شا بهرنيو کړيو د دمې وخت پيدا کړ او کورنيو اړخونو يو بل ته سنګرونه ونيول او بده خو لا دلته شوه چې په دغو متقابل سنګرونو کې هم فکره ځوانان هم سره ووېشل شول.
د تذکرو ستونزه له پيدا کېدو او پورته کېدو سره مهمه شوه او د حل اړتيا يې ليدل کېده؛ خو په کومو لارو!؟
زه له لومړي سره د تذکرو د ستونزې د حل پر لارو له خپلو همفکرو ملګرو سره له همغږۍ لېرې پاتې شوی يم. خپه وم چې ولې د يوې ملي مسلې تر سيوري لاندې حکومت سره تربورګيرت کېږي... ولې تر دې حده سترګې راباسو چې د نظام په مقابل کې د درېدو مانا ورکړي.
غږ د يوې ملي مسلې په ننګه پورته کوو؛ خو شاو خوا د داسې کسانو کړۍ له ځانه تاوو چې په دغه ډول مسايلو کې يې ولس ته بار بار ازموينه ورکړې؛ خو بريالي شوي نه دي.
يا په داسې انداز مسايل وړاندې کوو، ګواکې په دې وطن کې پر ملي مسايلو بل څوک د خبرو کولو حق نه لري. په داسې حال کې چې خپله به د ډېرو وړو وړو شخصي ګټو له ازموينو د وتو تاب و نه لرو.
د تذکرو پر سر روانې ناندرۍ د سياسي ملي يووالي د نشتوالي له ټولو سترې بېلګې دي چې نن دښمن داسې انګېرې لکه زموږ ولسي ملي يووالی چې هم له ګواښ سره مخ شوی وی.
ډېری چارې د شخصي عقدو، سرسري چلند او فکري خامو سلېقو له لارې پر مخ وړو او همدا خوی مو د هېواد د وروسته پاتې والي له امله د غاړې تلک ګرځېدلی دی. په هېواد کې ټولنيز عدالت ته د عملي کېدو چانس د نه برابرېدو مجبوريت، پر يو بل بې باوره کړي يوو. نوی نسل مو د تېر نسل د تربګنيو تر سيوري لاندې لوی شو، د هغوی د جهالتونو، ناپوهيو او بې ځايه جګړو د کيسو ښه اورېدونکي پاتې شول چې اخيستل شويو پيغامونو يې ترې نن د سياسي او ټولنيز فکر، شعوري لارې ورکې کړې دي.
د تذکرو پر سر ناندرۍ هم د سياسي او ټولنيز شعور د خامۍ له امله د غاړې تلک په څېر درواخلئ.
کاشکې د تذکرو مسله هيڅ راپورته شوې نه وای... ممکن ولس او حکومت په همدغو شپو ورځو کې د هېواد له ټولو لومړنۍ اړتيا-امنيت په برخه کې ښه ګامونه اخيستی وای...خير
په تذکره کې د ملت په توګه د افغان کليمې يادونه اوس د هېواد د ولسي ملي يووالي د حيثيت ساتنې لپاره اړينه مسله ده. حکومت ته بويه چې له لويه سره د تذکرو د چارو په ټول سيسټم، اداره او کارکوونکيو له سره غور وکړي.
سرخط ورځپاڼه