شامي قبر


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حفيظ الله تراب
  • 1104

 ناڅاپه مو په دفتر کې شور او ځوږ شو. د د فتر له کړکۍ چې مې سر ورښکاره کړ، نو خلکو د زخميانو په تذکره کې صاحبزاده صاحب راروان کړی و. پنځه دقېقې به لا تېرې نه وې چې په لويه خونه کې يې د يوه بشپړ مړي په څېر کېښود او خلکو يې د زړه په مښلو پيل وکړ.

د صاحبزاده صاحب کړه وړه د يوه رښتيني مړي وو، له مخ نه يې د ژوند تازه‌ګي الوتې وه او داسې ښکاره کېده چې ساه به پکې نه وي.
د دفتر همکارانو يې د ژوندي کېدو خواري کوله، خو ما ته يې يو نيم درجن ماشومان سترګو ته ودرېدل او په زړه کې مې داسې دعاګانې ورته کولې:
ـ خدايه په خپل قدرت پکې ساه پيدا کړې. ماشومان به يې څه کوي. دې خوارکي خو به چې کومه ورځ بانجان واخيستل، نو څومره به ورته خوشاله وو، خو اوس به يې کورنۍ د تدفين او مراسمو لپاره پيسې له کومه کوي؟! د مړي خښول، خو هم د بې‌عدالتۍ په دې پېر کې کومه اسانه خبره نه ده. خدايه ته يې په خپل حکمت خپلو ماشومانو ته بيا راژوندی کړې.
زما لا د دعاګانو لړۍ سر ته نه وه رسېدلې چې د صاحبزاده صاحب له خولې نه ورو وویل شول:
ـ شامي، شامي!
د شامي د ټکي په اورېدو د ټولو پر مخونو د خوښۍ څپې راښکاره شوې. په زړه کې مې تېر شول چې صاحبزاده صاحب د کم معاش له امله په مياشتو مياشتو غوښه نه شوه خوړلای، کېدای شي چې په کوم واده يا ختم کې يې د شامي کباب خوړلو د کولمو غريبانه او کمزوری سيسټم ورخراب کړی او نننی تکليف ورته له همدې نه پيدا شوی وي.
د هغه د پښو د مښلو لړۍ لا همداسې روانه وه چې تر درېيم ځلي شامي ويلو وروسته يې سترګې وغړولې. لږه وروسته يې وړه موسکا وکړه او ورپسې يې د خپلو لمونځونو او نفلونو له برکته سر راپورته کړ.
يوه ملګري اتومات په خوله کې جېنسينګ انرژي ورواړوله او لا يې پوره نه وه څښلې چې صاحبزاده صاحب بالکل نورمال شو. موږ ټول د هغه په رغېدنه د زړه له تله خوشاله شوو، تر تخرګونو مې لاسونه ورلاندې کړل او خپلې کوټې ته مې بوت او پر چوکۍ مې د يوه نوي وزير غوندې په احتياط کښېناوه. لږ وروسته مې ترې وپوښتل:
ـ ان شاء الله اوس خو به صحت ياب يې کنه؟
يوه شرمېدونکې موسکا يې وکړه. الحمدلله. خو تاسې راسره په تکليف شوئ!
ـ تکليف دې سر وخوري، خو چې ته بېرته خدای خپلو ماشومانو ته جوړ کړې.
ـ بس د همدې ماشومانو لپاره راباندې داسې لوبه وشوه.
حيران شوم:
ـ د ماشومانو لپاره څنګه؟! موږ خو ويل چې شامي کباب ځپلی يې.
په لږ څه شرمېدونکي ډول:
ـ شامي کباب مې په سترګو نه دې ليدلی، مسلمانه نږدې په رښتيا هغه جهان ته رسېدلی وم.
زه نور هم حیران شوم:
ـ یاره صاحبزاده صاحب! په موږ خو دې له وېرې مرګ تېر کړ. ماشومان دې راته سترګو ته نېغ ولاړ وو.
ـ د همدې ماشومانو له لاسه خو نږدې برناحقه مړ شوی وم. پرون راته د يوه ټلوېزيون د يوې خپرونې مسوول زنګ وهلی او ما هم ورسره منلې وه، د قبر یوه خپرونه کې نن د قبر مېلمه وم.
ـ د قبر مېلمه؟! خدای دې د هغوی کور وران کړي، دلته خو بې له هغې هره ورځ خلک په خپلو وينو کې لامبي، ټول هېواد مو له يوه لوی قبر نه کم نه دی. په کار ده چې له ژوند سره د مينې لپاره خپرونې جوړې کړې، ياره صاحبزاده صاحب عجیب څه اورم؟!.
ـ په لومړي سر کې خو زه هم همدې فکر کې وم. دا يقين مې و چې دې خلکو د قبر پروژه يوازې د همدې لپاره اخيستې چې افغانان کاهل او بې‌کاره کړي، که په چا کې د ژوند لپاره لږ څه هم پاتې وي، په دې ډول خپرونو يې ترې وتروړي، خو بس مجبوريت بد شی دی.
ـ ولې هغه کوم مجبوريت وو چې تا ورسره ومنله؟
په خپل تندي يې لږ لاس راتېر کړ:
ـ ياره يو نيم زر افغانۍ حق الزحمه يې ورکوله. زړه کې مې وويل چې هر څه وي، د کور يوه سوړه خو به پرې بنده شي. 
زړه کې مې وويل:
ـ چې يو انسان په کلونو کلونو په يوې موسسې کې کار وکړي، وړيا جمعې هم ورکوي او بيا د يو نيم زر افغانيو لپاره يو ساعت په قبر کې کښېني، نو تر دې به بله لویه بې‌عدالتي د ډالرو په دې تالان کې چېرته وي؟! له اسوېلي سره په ګډه مې ورته وويل، ښه کيسه کوه!
ـ سره له دې ما داسې ګڼله چې يو مصنوعي قبر به وي، په خوا کې به يې ناست يم. د قبر دعاګانې، سورتونه او مسئلې خو مې بې له هغه هم زده دي، يو ساعت خپرونه ده، خدای به يې تېره کړي.
خو چې ورغلم زما ګمان غلط وخوت. د ټلوېزيون د ودانۍ په لاندې برخه کې يوه تياره خونه وه، په تمامه مانا يو رښتينی قبر چې شاو خوا يې خاوره پرته او هر څه تیاره وو، بس زما د راتګ انتظار يې کاوه. سم له واره يې په داسې حال کې پکې کښېنولم چې درې کمره وال راته پاس ناست او زما يوازې په قبر کې سر ښکاره کېده.
دغو د ظالم زامنو د قبر شاو خوا يو څو شمعې هم بلې کړې وې. لږ وخت وروسته يې نکير منکر راولېږل. د هغوی انداز هم ډېر هيبتناک او له وېرې ډک و. له ما يې پوښتنې پيل کړې. د ځوابونو د ورکولو پر وخت مې روحي حالت شېبه په شېبه خرابېده. سره له دې چې ما ډېر مړي لمبولي، خو داسې لوبه مې کله نه وه ليدلې.
د پوښتنو او ځوابونو دې لړۍ ډېر دوام وکړ، په اخېرو شېبو کې خو خپل ځان راته يو مکمل مړی ښکاره کېده، په خپلو راتلو ډېر پښېمانه وم، خو د تېښتې چاره نه وه، همدې وخت کې مې هم يو نيم زر افغانۍ سترګو ته ولاړې وې. د سوال ځواب د لړۍ په خلاصېدو مې زړه خوشاله شو، خو همدې کې راته ډايريکټر له پاسه وويل:
ـ حالی ديګه فاتحی خوده بيګه!
د سورت په ويلو چې مې څنګه پيل وکړ، نو وار په وار مې خپل حواس له لاسه ورکول. خپل يو يو ماشوم مې سترګو ته ودرېده. د هغوی جامې، څپلۍ، قلمونه او کتابچې چې کله هم ما ورپوره نه کړل.
خو سره له دې به مې زړه راټينګ او يو نيم زر افغانۍ به مې سترګو ته ودرولې. په وسو وسو مې د سورت ويل پای ته نږدې کړي وو، خو د قبر تيارې او د خپل ځان د فاتحې اخيستلو کار مې نوره په زړه تیاره راوسته، چې ومې کتل نو يو لاس رااوږد شو، په موټي کې يې يو نيم زر افغانۍ ما ته رانږدې کړې، تر دې وروسته نو زه نور په ځان نه يم پوه شوی، ښايي همداسې شا ته بې هوښه لوېدلی يم. خو ښه ده چې لحد نه وو، قبر شامي وو، ګنې اوس به مې په رښتيني د دنيا کړاوونو ته خپل واړه بچي يوازې پرېښي وای.
سرخط ورځپاڼه