دمونشن ښارد اسلامي مرکز خبرتيا


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • امين بسمل
  • 1940

دغه مرکز د خپلو کولتوري هاندو هڅو په لړکې دا پلا د پښتو او پښتني فرهنګ نوميالي شخصيت استاد پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار ته بلنه ورکړې چې د يوې ماښامنۍ غونډې په ترځ کې د پښتواوپښتنو پرتېرمهال او وسمهال رڼا واچوي . د دغې علمي= فرهنګي غونډې مشر مېلمه د هېواد نومور اديب او دينپوهاند استاد عبداله خدمتګار بختانی صاحب دی . له ټولو مينه والو څخه هيله کوو، په دغه ارزښتمنه علمي غونډه کې د خپل ګډون وياړ را وبښي . پته : دمونشن ښار سوهیلي برخه دمختل فِنـګ سیمه د دریم اوبان تم ځای ماختل فِنـګر ،Machtlfinger Strasse 10 80379 – München نېټه : ۲۶ـ۱۱ـ ۲۰۰۸ زکال دڅلورم (چهارشنبې) ورځ دماښام په پوره اوو بجو زموږ دا علمي او فرهنګي غونـډه پیلیږي . یادونه : موږ مونشن مېشتي افغانان پوره ډاډه یو چي ، زموږ محفل به د پاس یادو شــوو دوو څراغانوپه مټ لاروښانه شي نو راځﺉ چي، له دې ارزښتناکووړانګوڅخه ګټه واخلو، تاسو! دلازیاتو مالوماتو دترلاسه کولو لپاره په لاندنیو شمیرو اړیکې نیولای شئ : ۰۱۵۱۵۰۴۱۳۵۹۴ ۰۱۷۳۴۷۰۸۳۸۸ په درناوي دمونشن داسلامي= کولتوري مرکز دمشرتابه په استازیتوب مولوي صدیق الله فدايي