طلوع افغان څه وايي؟


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد ابراهيم سپېڅلی
  • 1173

 زما نوم طلوع افغان او له نن څخه ۹۴ کاله د مخه (۳۰۰ هجري لمریز کال د تلې میاشتې پر پنځلسمه نېټه) په کندهار کې زېږېدلی یم.

ما هغه وخت په مطبوعاتي ډګر کې سترګي رڼې کړې چې زموږ او ستاسې دا ځینې ګاونډي هیوادونه د نړۍ په نقشه کې موجود لا نه وو او نه يې هم چا د جوړېدو تصور کاوه.
تاسې اوس تر ما د کشرانو هېوادونو چاپي، غږیز او تصویري مطبوعات وګورئ، څومره مجهز، پرمختللي او د پام وړ دي، خو زه د هغو لومړنیو کلونو په پرتله اوس ډېر خوار او زار یم.
د لومړنیو کلنو خبره مې ځکه یاده کړه چې تر څلوېښت کلنۍ او ان تر هغه راورسته مې د پرمختګ لپاره پوره مدیریت په خدمت کې وو.
په هغو وختونو کې د هېواد د وتلیو استادانو، پوهانو او دیني عالمانو علمي او مسلکي مقالې لا تراوسه زما به کلیکسیونونو کې داسې خوندي دي، لکه خورده.
زه یوازې په لوی کندهار کې نه، بلکې د ټول هېواد او له هېواد څخه د باندې داسې معتبر اخبار وم چې لا تراوسه زما په غېږ کې خپرې شوې مقالې د ماخذونو په ډول کارول کېږي.
زما موسس او لومړی مسوول مدیر مولوی صالح محمد کندهاری وو.
مولوي صالح محمد کندهاری د معارف په کور کې د هېواد په کچه پېژندل شوی مخکښ وو، له ده وروسته بابا عبدالعزیز کندهاري زما پاللو ته اوږه ورکړه او په خورا مېړانه يې زما دروند مسوولیت ادا کړ.
په ۱۳۰۹ کال کې بابا عبدالعزیز په ملي شورا کې د کندهار د خلکو استازی غوره شو، نو زما پاللو او روزولو ته زما ځوان مرستیال عبدالحي، چې وروسته په لوی استاد علامه عبدالحي (حبیبي) مشهور شو ملا وتړله.
تر یو کال وروسته (۱۳۱۰هجري لمریز) کال همدغه روڼ اندی ځوان عبدالحی حبیبي په رسمي ډول زما مسوولیت په لوی زړه او ورین تندي قبول کړ.
یوکال، چي نور تېر شو، نو د همدغه لوی عالم په کوښښونو ماته د هېواد په کچه د لومړني پښتو اخبار ویاړ راپه برخه شو، لوستونکي مې ډېر شول ځکه د خلکو په ژبه شوم.
زما لوستونکي به زما هرې ګڼې ته انتظار وو چې ژر مې ولولي او پر خبرونو سربېره له بېلابېلو ګټورو علمي، تاریخي، ادبي، سپورټي، ساینسي او له ټولنیزو موضوعاتو او حالاتو خبر شي.
په هېواد کې پرله پسې انقلابونو او سیاسي بدلونونو زه هم د ملي احساس لرونکيو افغانانو په ډول کراري ته نه یم پرې ایښی او ډېرې لوړې ژورې يې راباندې ولیدلې.
یو مهال به د جریدې، اوونېزې او بل وخت به بیا د ورځپاڼې په نامه هر سهار د خپلو لوستونکيو په خدمت کي حاضرېدمه.
داخبره هر چاته مالومه ده چې ما د مطبوعاتو په ډګر کې د اوسنیو ځینو رسنیو په ډول خدای مه‌کړه یوازې خپل وخت بې‌ځایه نه دی تېر کړی، بلکې د خپلو مینه‌والو په استعداد غوړولو، هڅوونه او د علمي کچې په لوړولو کې مې یو ګړی هم خپلو امکاناتو ته په کتو ځان نه دی سپمولی. 
په دې وروستیو کې مې ژوند خورا تریخ شوی دی او که ووایم چې ګرسره خپل ځان له مخکېنیو کلنو سره هیڅ د مقایسې وړ نه ګڼم.
ماته د چارواکيو توجه او د قلمي همکارانو پاملرنه په نشت حساب ده. 
زما هغه لیکنې، خبرونه او شعرونه چې یو مهال به د ماخذونو په ډول لاس په لاس ګرځېدل، خو اوس دومره تکراري، کلیشه‌یي او سولېدلي دي چې په یو ځل لوستلو هم نه ارزي.
اوس زما په غېږ کې داسې خبرونه زما لوستونکيو ته وړاندې کېږي چې هر خبر څو وارې په راډیو ټلوېزیون او وېبپاڼو کې اورېدل شوی او لوستل شوی وي.
ډېر افسوس دی! اوس یوازې هغه نمایشي حالت هم راباندې درېدلی او له تېري یوې نیمې میاشتې راهیسې مې د تخنیکي او اقتصادي ستونزو په پلمه پر خوله د سقوط مهر لګول شوی او له چاپه لوېدلی یم، خو څوک مې پر حال زړه نه سوځي.
په نوره نړۍ کې چې پر یو خپرنیز ارګان څومره وخت تېرېږي، په هماغه اندازه يې د نوم، باور او پرمختګ منارې اسمان ته لوړېږي، خو زموږ په هېواد کې دا خبره سرچپه ده.
زما سل کلنۍ ته یوازې د ګوتو په حساب یو څو کلنو پاتې دي، خو له بده مرغه زه ورځ تر بلې د هر چا له پامه لوېږم.
زړه مې ډېر ډک دی، خو خپلې خبرې د سید جمال الدین افغان په دې مقوله پای ته رسوم چي: (ويښ ملتونه پرمختللي مطبوعات لري او پرمختللي مطبوعات خپل ملتونه د غفلت له درانه خوبه راویښوي.)
سرخط ورځپاڼه