د ملي وحدت؟ حکومت يو کلن شو,خو پښه نه شي اخيستلای


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • استاد حبيب الله رفيع
  • 943

 يو کال وړاندې د افغانستان د ملت انتخابات په انتصاباتو وا وښتل او د ملي وحدت په نامه يو ايتلافي او پيوندي حکومت ترې وزېږېده.

دې سوءشکل زېږېدلي ماشوم ته تر مور مهربانې ميرې (جان کېري) د پوډري شيدو پر ځای د اوښې پۍ ورکړې. زموږ د خلکو په انګېرنو کې د اوښې پۍ درنې وي او چا ته يې چې ورکړې، نه ژر پښې اخيستلای شي او نه هم ژر خبرې کولای شي.
د امريکا دې نازولي حکومت په دې يوه کال کې خبرې ډېرې وکړې، خو د کار او عمل په لور يې پښه وا نه خيستلای شوای؛ نو ځکه ولس ترې بې‌زار او حتی د ځينو ناوړه کړو له امله ازار شو.
د حکومت کارونه داسې غړند او جنجالي دي چې تر اوسه يې نه کابينه بشپړه شوې، نه يې د واليانو نصاب پوره شوی او نه د نورو لوړپوړو څوکيو په وېش سره جوړ شوي دي.
د کار لپاره څوکۍ په خولوېش سره وېشي، خو د کار لپاره د متخصصو او مسلکي کسانو د ګمارلو ژمنه يې د کندو شا ته ايښې او د کاغيانو په شان خپل خپل بچيان د ښکلا د ملکو په حيث د قدرت څوکيو ته وړاندې کوي او خپله ونډه پرې ډکوي.
څرنګه چې داسې د روابطو ټاکنې او مقررۍ د ملي ګټو او ملي اړتياوو لپاره کار نه شي کولای؛ نو ځکه ورځ په ورځ بې‌کاري زياتېږي، ناامني زياتېږي، قومي، ژبني، سمتي او مذهبي تعصبونه په هر ځای او هره اداره کې ځاله کوي، له افغان او افغانيت سره دښمني ورځ په ورځ د ملي نفرت لپاره زمينه برابروي، د پرديو هېوادوالو لپاره مزدوري د افغانانو ملي او هېوادنۍ ګټې د نورو تر ګټو قربانوي او هېواد ورځ په ورځ د قهقرا په لوري روان دی.
په حکومت کې د ملي خدمت اراده نه شته، د ملي وحدت احساس نه شته، د شويو وعدو تر سره کولو نيت نه شته؛ نو ځکه دا حکومت ځای پر ځای فلج شوی او د پرمختګ لپاره پلان او پروګرام نه لري.
په يو کلن کېدلو سره حکومت خپله پنځمه برخه عمر تېر کړی او بايد د خپل پنځه کلن ماموريت پنځمه برخه کارونه يې تر سره کړي وای. دې رفتار ته چې ګورو څلور پاتې کلونه يې هم همداسې در واخلئ.
وايي، ملا نصرالدين ته يو څوک راغلی وو او ورته ويلي وو: زه به پلاني ځای ته په څومره وخت کې ورسېږم؟
ده ورته ويلي وو: لار ووهه! هغه چې څو مټره تللی وو، ده ورته ويلي وو: 
په پنځو ساعتونو کې! سړي ورته ويلي وو: مخکې دې ولې راته نه ويل؟ ده ورته وويل، تر اوسه دې تګ راته مالوم نه وو!
نو اوس هم چې موږ د دې حکومت پښه پر ځای حالت ته ګورو، فکر نه کېږي چې په راتلونکيو څلورو نورو کلونو کې دې هم څه ترې جوړ شي. شمس الدين کاکړ د خپل اس په باب وايي:
تر ولاړو اوبو تېز دی په رفتار کې
د ګنټې مزل په مياشت وهي تنها
سرخط ورځپاڼه