کندوز،خېزش مردمي نه، يوازې افغان سرتېری


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • بسم الله يوسفي
  • 1215

 اوس نو د طالبانو تر دورې وړاندې وخت نه دی چې د تنظيمي کړيو وسله‌وال دې د هېواد د ساتنې په موخه په نامنظمو ليکو کې وسلې ته لاس کړي.

نن نظام لرو، په نظام کې ملي اردو، ملي پوليس او د ملي امنيت په چوکاټونو کې د افغان ځواکونو بېلابېلې برخې لرو. ممکن دغه لوري ستونزې ولري؛ خو د همدې برخو په چوکاټ کې د نظام ساتنې او ملاتړ کولو چاره به د افغانستان د ژغورنې يوازېنۍ لاره وي.
په کندوز کې د وسله‌والو طالبانو د ځپلو په موخه د افغان ځواکونو ټولې خواوې په پوره ځواک د دغې سيمې د ساتنې لپاره وسله‌واله مبارزه کوي، نو د نظام په شتون کې به د دې اړتيا نه وي چې د خېزش مردمي په نامه د نامسوولو وسله‌والو جوپې کندوز ته ولېږو.
د کندوز تېرو ديارلس کلونو موده کې همداسې کړنو ثابته کړې چې د وسله‌والو طالبانو پر مټ پر کندوز بريد ته نامسوولو وسله‌والو او په دغه ولايت کې شته مافيايي کړيو زمينه برابره کړې وه.
په دغه ولايت کې د مرکز اړوند کنم سيمې د عامو خلکو د وژنې کيسه، چې له امله يې د وسله‌والو طالبانو ليکې پياوړې شوې؛ د کندوز هر اوسېدونکي ته مالومه ده.
مير عالم، چې په دغه ولايت کې د شمال زون په کچه د څلور زره نامسوولو وسله‌والو مشر دی؛ ټول يې پېژني.
په کنم سيمه کې د همدې زورواکي د يو اربکي د وژل کېدو په ټس کې نږدې شل بې‌ګناه ښځې او سړي ووژل شول.
د سيمې خلکو د دغه زورواکي د ماتولو لپاره د وخت حکومتي واکمنو ته لاسونه لپه کړل، له شلو بې‌ګناه وژل شويو څخه يې د ديارلسو جنازې د خښولو پر ځای د ولايت او امنيه قومندانۍ تر دروازو راوړې؛ خو د هغه وخت د مرکزي حکومت د زورواکيو واکمنانو د مداخلې په زور د کندوز سيمه‌ييز امنيتي چارواکي لاس تړلي پاتې شول.
د کنم سيمې خلکو د بدل په موخه خپله وسلې ته لاس کړ، په جګړه کې ښکېل شول، د ساتنې يې څوک يې نه وو، نو د وسله‌والو طالبانو سيوري ته پټ شول.
نو که چېرې يو ځل بيا پخوانيو تنظيمي ډلو ته د افغان سرتېرو په ډلو کې ځای ورکړل شي، لېرې نه ده چې د کنم سيمې په څېر ډېرې ناوخوالې راوټوکېږي، د وسله‌وال طالب ورکېدا به مو د وسله‌وال طالب د پالنې پر ټغر کښېنوي.
په ټولو ستونزو سربېره، لا هم افغان سرتېري په پوره ايماندرۍ او هېوادنۍ مينه خپله دنده تر سره کوي، دوی د ((خدای، وطن، دنده)) له سپېڅلي شعار سره د هېواد د درې رنګې (تور، سور، زرغون) جنډې تر سيوري لاندې د وطن د ساتنې په پار کفنونه تر سر تړلي دي.
د يو خبريال په توګه مې پر کندوز د وسله‌والو مخالفينو د بريد پر مهال د افغان سرتېرو دغه اړخونه حس کړي دي.
پر کندوز د وسله‌والو طالبانو له بريد سره سم ځينو ډلو د خپلو نا مسوول وسله‌والو پر مټ د کندوز په جګړه کې د برخې اخيستو اوزاې پورته کړې، چې د روان ناورين د له منځه وړلو تر څنګ د همدې ناورين د لا اوږدېدو شونتيا يې ډېره ده.
په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په ځينو ولايتونو کې ځانګړو کړيو د وطن د ساتنې په پار غونډې وکړې، سړکونه ته راووتل او په ښکاره يې داسې وښوده چې رښتيا هم دوی د وطن د ساتنې په پار د کندوز په جګړه کې برخې اخيستو ته لېوال دي.
په کابل کې چې په همدې تړاو غونډه وشوه، په فېسبوک کې خپرو شويو تصويرونو يې غونی راته زيږ کړ، څنګه کېدای شي چې د وطن د ساتنې په پار دې غږ پورته کوم او د ملي بيرغ پر ځای دې، د ځانګړي وخت جنډه، چې په يوې ځانګړې کړۍ پورې تړاو لري، پورته کړم. ورته کړنې په هېواد کې د اويايمې لسيزې د پيل کېدا بوی ورکوي.
د کندوز پخوانی والي عمر ساپی که څه هم په رسمي چوکاټ کې د دغه ولايت د والي په توګه حکومت او خلکو ته مسوول دی؛ خو تېره ورځ يې له طلوع ټلوېزيون سره په ځانګړې مرکه کې پر کندوز د بريد له سترو پټو او ښکاره لاملونو پرده پورته کړه.
نوموړي زياته کړه چې کندوز له تېرو دوو دريو کلونو د نړيوالو استخباراتي کړيو له لوري د شمال د ناامنه کېدو په موخه د سقوط له ستر ګواښ سره مخ وو.
ده، په کندوز کې د کورنۍ مافيايي کړيو او نامسوولو وسله‌والو شتون د وسله‌والو طالبانو پر مټ د نړيوالو استخبارتي کړيو د شومو اهدافو د پلي کولو لپاره ښه بستر وباله.
د کندوز د پخواني والي له څرګندونو څخه برداشت تر همدې ځايه دی چې د نورو اړخونو تر څنګ نامسوول وسله‌وال د طالبانو په لاس د کندوز د سقوط يو لامل دی.
عمر ساپي بايد د کندوز له ډېرو اړخونو پرده پورته کړې وای؛ خو يوازې دومره يې وويل چې د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابرهيمي چوپان هم ټانګ لري.
که څه هم ولسمشر اشرف غني په وروستۍ خبري ناسته کې په ډاګه کړه چې د افغان ځواکونو مشرتابه ته يې امر کړی چې بايد پرته له نظامي مسوولينو، بل هيڅ وسله‌وال د کندوز په جګړه کې شريک نه وي.
وېره همدلته ده چې د پخوانيو جهادي قومندانانو د ملاتړ په ټس کې هغه ټولې څېرې په اسانه د کندوز حالت لا پسې کړکېچن کولای شي چې په ملاتړ يې سيمه‌ييزو استخباراتي کړيو د وسله‌والو طالبانو پر مټ پر کندوز بريد وکړ، درې ورځې يې د دغه ښار د واټونو ولکه په لاس کې وه.
په کندوز کې د وسله‌والو طالبانو په پراختيا کې تر ټولو ډېر د سيمه‌ييزو نامسوولو وسله‌والو لاس وو. دغه ټکي ته د کندوز پخواني والي عمر ساپي هم اشاره وکړه.
دوی په دغه ولايت کې د تېرو ديارلسو کلونو په اوږدو کې د شخصي ګټو په موخه د قومونو تر منځ واټن پيدا کړ، خلک يې وځورول او په لوی لاس يې د ځان د ساتنې په موخه وسله‌وال کېدو ته مجبور کړل.
مرکزي حکومت مسووليت لري چې د هغو کړيو مخنيوی وکړی چې د کندوز د ساتنې تر سيوري لاندې د کندوز د لار بربادۍ لامل کېدای شي.
کله چې د نظام خبره کوو، نو بايد هر څه د نظام په چوکاټ کې تر سره کړو. د کندوز په جګړه کې د ملي ځواکونو د ملاتړ لپاره تر ټولو ښه او اسانه لاره همدا ده چې په همدې ځواکونو کې جذب شو او د مسوول سرتېري په توګه د وطن ساتنې لپاره ګام پورته کړو.
 
سرخط ورځپاڼه