- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- حفيظ الله تراب
- 1172
خدايه څومره مهربان يې! ستا هرې لورينې ته چې ګورم، نو سل شکره کوم.
څومره ښکلی او له سکونه ډک هېواد دې راکړی؟! د نړۍ د خلکو ټول غيرت دې زما په هر هېوادوال کې ننهایستی.
رښتيا چې د هيچا خواري په سيند نه لاهو کېږي. که د روسانو په مقابل کې مو دوه ميليونه شهيدان ورکړل، خو ثمره يې هم موږ وليده. تر هغه وروسته مو خپل هېواد د داسې عزت او وقار خاوند کړ چې نه مو چا ته د خيرات لاس ونيو او نه راباندې چا هم بريد ته زړه ښه کړ.
ورپسې مو د ډېرې پرهېزګارۍ له امله پنځه وخته لمونځ پنځلسو ته ورساوه. داسې اوږدې ږيرې مو پرېښودې چې ځانونه راته بيا د نړۍ د مسلمانانو سرلاري ښکاره کېدل.
له نېکهمرغه زموږ د وړتياوو دا لړۍ ټکنۍ نه شوه او تا راکې داسې استعدادونه وزېږول چې هر يو له خدای بخښلي لقمان حکيم نه کم نه وو.
داسې چارواکي دې راکې پيدا کړل چې د نړۍ سياستوال ورته ګوته په غاښ شول. په نړيواله کچه مسلکي جنرالان، مارشالان او د سياسي مبصرينو خو مو جوړه نشته.
دغې طلايي او له ویاړه ډکې دورې څوارلس کاله دوام وکړ. د مدنيت او پرمختګ په دې دوره کې د يوه فیلسوف او يوه ماشوم استعداد د انصاف له مخې په يوه تله کې وتلل شو، خو کله کله به متمدن بدمعاش تر ټولو غوره او د ستاينې وړ وو.
په ياده موده کې زموږ د هېواد بهرنۍ پاليسي بهرنيو لويو پاليسي جوړونکيو د نړۍ نادره پاليسي وبلله.
که زموږ د خاورې کومه برخه به ونيول شوه، نو حکومت به يوازې يوه خوږه موسکا وکړه. هغوی ګرم نه وو، د علامه اقبال په دې شعر به يې استناد کاوه، چې:
(هر ملک، ملک ماست.)
رښتیا هم د لويو خلکو خويونه لوی وي. دوی د بشري خواخوږۍ له امله لویو غلو ته د شرافت نښانونه او منصبونه ورکړل.
د انساني پېرزوينو دا لړۍ اوس هم ښه په درز کې روانه ده، خو تر ټولو ارزښتمنه ګټه چې ولس ته يې ورسوله، هغه دا ده چې له هغوی يې د دنيا لار ورکه او د اخېرت پر سړک يې د اخلاص له مخې برابر کړل.
زموږ د چارواکيو تر ټولو ستره لورينه دا ده، که ولس د قیامت تر عذابونو، په سختو کړاونو په مياشتو مياشتو ربړېږي، نو حکومت يې پوښتنه کول د بشري حقوقو کلکه خلاف ورزي ګڼي.
رښتيا هم پر داسې حکومت وياړ په کار دی چې د خپل درنښت او سنګينۍ له امله ولس ته يو تش ډاډ ورکول هم د وخت ضياع ګڼي.
هغوی ګرم نه دي، لویان بايد لوی لوی کارونه وکړي، د سل دوه سوه ماشومانو، ښځو د وژلو، سوځولو يا پر بمونو الوځولو پوښتنه او له مخکې نه چاره کول د اوسني سياست په ډيکشينري کې لوی حماقت دی، ځکه نو افغان ولس بايد خپلې د صبر اوسيلې تر سپين غره اوچتې وساتي.
د ګيلو ټول فايلونه دې په زړونو کې ثبت کړي، هسې هم د افغانستان قضايي سيسټم وړه مسئله په کلونو کې نه شي حل کولای، ښه دا ده چې د خپلو کوکو او نادودو دوسيه د اخېرت محاکمې ته وساتي.
سرخط ورځپاڼه