د ابراهيم عليه‌السلام دعا


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • اسماعيل لاروی
  • 1199

اسماعيل عليه‌السلام او مور يې چې په مکه کې وو، هغه مهال مکه بې اوبو، بې ګياه او بې ونو وه. 

ژوند پکې سخت وو، ابرهيم عليه‌السلام د بت پرستو له چال چلند، عقيدو، نظرياتو، ژوند او خرافاتو په تنګ شوی وو. اسحاق عليه‌السلام او مور يې په په فلسطين کې مېشته وو.
هغه مهال خو د نور څه ډېره اړتيا وه. سېوری، اوبه، شنېلی، خواړه او د ژوند نور امکانات نه وو، خو ابراهيم عليه‌السلام چې مکې ته امن غوښت؛ دا ورته تر ټولو جامع دعا ښکارېده او په دې کې يې د خپلې کورنۍ او سيمې خير ليد. 
رَبِّ اجْعَلْ هذا البَلَدَ آمِناً... ای زما ربه! دا ښار باامنه کړې! له بت پرستۍ، شرک، لوږې او نورو د امن او خوندي ژوند دعا څکه لومړيتوب لري چې امن نه وي، سجدې به دې هم په خطر کې وي؛ د کورنۍ عزت او عفت به دې هم په خطر کې وي او که امن وي باالعکس. 
د دې هر څه تر ټولو موږ ښه شاهدان پاتې شوي يو. تېرو جنګونو او ناخوالو مو د سترګو پر وړاندې عزتونه را ولوټل. 
د پاټکونو قومندانانو به مو په لوڼو، خوېندو، ښايسته زامنو... زموږ په مخ کې تېري کول او موږ به په چوپه خوله پاتې وو.
نو امن تر ټولو په بشپړه مانا د ستونزو او مشکلاتو رفع کوونکی دی. يوازې امن دی چې په فضا کې به يې ډاډمن لمونځ کوې، يوازې امن دی چې په جنتي سېوري کې به يې د ژوند رښتيني خوندونه اخلې، يوازې امن دی چې موږ به پکې د حقانيت لاره مومو.
هغوی چې باامنه هېوادونه لري، باامنه کلي او ښارونه لري، باوجود د دې چې زموږ په څېر د اسلام ستر رحمت هم نه دی پرې پېرزو شوی؛ باوقاره او سعادتمند دنيوي ژوند لري. 
که پر موږه الله ج د امن سېوری راوستی وای؛ نو موږ به د دنيا د ټولو ملتونو په نسبت باعزته ژوند نه لاره؟! يقيني يم، که فقر هم وای، موږ به باعزته وو. 
زموږ اوسني ټول بد حالات د ناامنۍ له رويه دي. دې ناامنيو د ژوند له هيڅ خونده خبر نه کړو، مولانا محمد عليم بسمل پر ځای خبره کړې:
دغه ژوند مو د فاسد لمانځه په څېر دی
دا به بيا راګرځوو چې کراري شي
له امنه بغير دې دنيا کې ارماني ژوند ته رسېدل ناممکن دي؛ دا هم د بسمل خبره ده:
د نورو به جنت حورو غلمان لپاره خوښ وي
زما به په دې خوښ وي چې جګړه به پکې نه وي
رښتيا هم زموږ د اکثريت ملت دعا همدا ده. امن تر ټولو لوی نعمت دی، تر ټولو لوی رحمت دی. 
مکه چې د اسماعيل عليه‌السلام او هاجرې بي‌بي لپاره باامنه ځمکه شوه؛ نو د ژوند ټول امکانات پکې د انسان د هلو ځلو او الهي نصرت له برکته برابر شول.
ابراهيم عليه‌السلام خو پخپله دعا کې د مېوو او خوراکونو غوښتنه هم کړې وه خو لومړيتوب يې پکې امن ته ورکړی و؛ امام باقر وايي، چې د نورې نړۍ مېوې مکې ته وروړل کېږي خو امن پرې الهي رحمت دی.
امن دی چې انسان ته شرافت ورکوي، امن دی چې انسان ته خپل رښتينی حيثيت ورپېژني او امن دی چې په سېوري کې يې نور ټول پرمختګونه شوني دي.
انسان د تاريخ زرګونه پاڼې پر دې تورې کړې چې په جګړو کې يې څه فاجعې و نه ليدې؟! 
د دويمې نړيوالې جګړې د واقعاتو بيان په يو ناول کې شوی وو، هسې خو د ناول ډېرې صحنې هو بهو واقعيتونه نه وي، خو تاثرات خامخا وي؛ څو ځله مې پکې ژړلي دي چې د مسلمانانو تر څنګ هغه د کفارو ژوند تر کومه بريده د افسوس وړ وو؟! 
په جګړه کې انسان دې ته برابر نه وي چې حقه لاره ووينې، هر څوک د سر ژغورلو او انقام په تکل کې وي او دا ډېر بد حالت دی. د خپل اوسني او راتلونکي ژوند تصميم خو په ارامه فضا کې نيول کېږي. چې څوک خپل سر نه شي ژغورلای، نو د ټول ژوند په باره کې به څه تصميم ونيسي؟! عقيده او ايمان به څه ډول بشپړ کړي؟!
نو امن تر ټولو لوی نعمت او رحمت دی چې ترې بې برخې يو او موږ په لوی لاس دې ته کار کوو چې ژوند مو له تشدد سره تېر شي. 
زموږ په ښار کې هيځ وخت د بدمعاشۍ کلتور ورک نه شو، په کلي کې مو بدۍ او دښمنۍ پای ته و نه رسولې او ماشومان مو بې‌ټوپکه لوی نه کړل. 
زه په دې يقيني يم که زموږ د خاورې هر اوسېدونکی د ابراهيم عليه‌السلام دعا د زړه له تله و نه کړي او د تشدد د فکر ورکولو لپاره په رښتيني مانا کار و نه کړي، دا ناامنه خاوره به تر عمره، عمره ناامنه وي. 
د تشدد فکر که ورک نه شي، زه يقيني يم چې سبا به د اوسنيو جنګي ډلو ځای نورو ځکه نيولی وي چې زموږ نسلونه په جنګي روحيه لويېږي او هر انسان چې له فطرت، و طبيعت و جنسيته څه اخلي، هغه به خامخا د ژوند په اوږدو کې استعمالوي، که فکر دی، که کسب دی، که هنر دی.
الله ج دې نور د دې خاورې په باره کې هم د ابراهيم عليه‌السلام هغه دعا قبوله کړي چې د مکې معظمې لپاره يې کړې وه او زما د خاورې ځورېدلی انسان يې له هر نفس ايستو سره کوي.