- 3 کاله دمخه (21/09/2020)
- محمد ابراهيم سپېڅلی
- 1136
د کندهار ښار په زړه کې شهیدانو څلي ته مخامخ، ملي بانک او د دغه بانک څنګ ته څلور پوړیز مارکېټ هم د دغه بانک د ملکیت په سبب د (ملي مارکېټ) په نامه یادېږي.
ملي مارکېټ په دې وروستۍ لسیزه کې جوړ شوی دی.
د دغه مارکېټ په لوړو پوړونو کې د کندهاري او کابلي سندرغاړو او نوازندګانو دفترونه دي.
یو څو کاله وړاندې چې په هېواد کې د امریکایانو او د هغوی د ملګرو د شتون په سبب د پيسو باران (!) وو، نو په دغه مارکېټ کې د سندرغاړو پر دفترونو هم د موسیقي د مینهوالو ګڼه ګوڼه ډېره وه.
اوس په دغه مارکېټ کې اکثرو سندرغاړو خپل دفترونه پرې ایښي، یا یې څو دفترونه لکه ايتلافي حکومت سره ګډ کړي او په یوه دفتر کې سره تخته شوي دي.
د ملي مارکېټ په درېیم پوړ کې یو کوچنی تاریک دفتر دی چې (غلام رسول کوچک) او له ده سره ملګري نوازندګان پکې اوسي.
غلام رسول کوچک اصلا د کابل اوسېدونکی دی، خو له (۱۳۵۲) کال راهیسې په کندهار ښار کې ژوند کوي.
غلام رسول په لوی کندهار (زابل، روزګان، هلمند، کندهار) کې ځکه په (کوچک) پېژندل کېږي چې اته یا نهه کلن به وو چې کندهار ته راغلی او دلته يې پر جشنونو او اخترونو سربېره، د معارف په کنسرټونو کې هم په نیمچه پښتو ژبه سندرې ویلې او زیات مینهوال يې درلودل.
"ستا په یاري کې سوم بېماره، راسه راسه دلبره یاره"
یاداسندره؛ "ګل دی د رېدي ماله يې راوړه، په تور اوربل کې به يې ږدمه"
د نوموړي ډېرې مشهورې سندرې دي او تر اوسه يې خلک په پیتو (کیسټونو) کې په مینه اوري.
غلام رسول کوچک د سندرو ویلو ترڅنګ، پر هارمونیه غږولو هم غښتلی دی.
تېره ورځ د دوی دفتر ته ورغلی وم، غلام رسول کوچک د شنو چایو ګیلاس خولې ته پورته کړ او تر ایښولو وروسته يې راته وویل؛
"شوق جوړول او سندرې ویل، د خلکو په اقتصاد او خوشحالۍ پورې تړلي دي. اوس چې خلک له اقتصادي ستونزو کړېږي، نو په کوم زړه به شوق جوړ کړي او په کوم زړه به خوشحالي وکړي؟"
نوموړی وايي، تر مخه به په هفته کې څلور یا پنځه شپې خامخا په ودونو او ښادیو کې سندرو ویلو ته خبر وو، لېکن اوس په میاشت هم کوم محفل ته نه خبرېږي. ټوله ورځ له ځان سره د سندرو ویلو او هارمونیې غږولو په تمرین بوخت وي.
د ده په قول، دغسې حالت د کندهار د هنرمندانو لپاره یوه لویه اقتصادي ضربه ده او که حالت همداسې وي، نو اړ کېږي چې د خپلې کورنۍ د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د هنر له کور څخه مخ واړوي.
دا یوازې په کندهار کې مېشت مشهور سندرغاړی غلام رسول کوچک نه دی چې د اقتصادي ستونزو په ګرداب کې سرګردان یوې او بلي خوا ته سره څرخي، بلکې په کندهار کې د موسیقۍ د کور ټول خلک له روانو حالاتو څخه شکایت کوي.
د کندهار سندریز مکتب د پښتو سندریز له نورو مکتبونو سره ښکاره توپير لري چې د موسیقۍ د ځینو استادانو په وینا، که دا مکتب د هند د خاص اریايي مذهبي نیازونو ته ډېر ورته نه دی، خو څه ناڅه شباهت ورسره لري.
د کندهار سندریز مکتب بابولاله، خورښادي، د شین خالو نارې، د کیسو او نکلونو نارې، د هوتکو نارې، کاکړۍ غاړې، ځینې سروکي نړيوال شهرت لري چې له نېکهمرغه استاد فرخ افندي د هېواد د تکړه فولکلوریسټ محمد ګل نوري په مرسته نوټېشنونه هم ورته جوړ کړي دي.
نو په کار ده چې له لویه سره د هېواد روان حالت او په ځانګړي ډول د کندهاري هنرمندانو اقتصادي ژوند ته پاملرنه زیاته شي، ترڅو د پښتو دغه لوی سندریز مکتب له اغېزو خلاص راتلونکيو نسلونو ته پاتې شي.
سرخط ورځپاڼه