- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- ذبيح الله احساس
- 1157
تر عرفې يوه ورځ وړاندې، په کندوز ښار کې د ښوونځيو د رخصتۍ زنګ ووهل شو؛ زدهکوونکيو بستې شاته کړې او په منډه منډه د اختر په خوشاليو کې پټو ارواګانو يې د کورونو په لور ګړندي ګړندي ګامونه واخيستل.
اختر په نسبي خوشاليو تېر شو. د اختر د پنځمې په سبا ډېری زدهکوونکي خپلو همصنفيانو پسې خپه وو، د همدې شپې تېرېدو ته لېوال وو چې سبا به بيا ښوونځي ته ځي، خو داسې و نه شول.
دغه سبا يي له ځانه سره رڼا را نه وړه، د تيارو او وحشت په ولکه کې بند پاتې شو.
ښار نابلدو خلکو په سر اخيستی وو، په دې سهار، مور د خپل بچي د بستې د خورو ورو کتابونو د راټولېدو غم نه خوړ، بلکې د خپل نامراد د ژوند برخليک ته خپه وه.
زدهکوونکيو په کور کې د ډزو له امله غوږونه نيولي وو او هلته د ښوونځي ور تړلی پاتې وو.
اوس جګړه تته ده؛ خو لا هم د کندوز ښار د ښوونځيو دروازې تړلې دي، د جګړې اوږدېدو او نامالوم برخليک د همدې تړليو ښوونځيو ډېری زدهکوونکي د ژوند د ساتنې په پار له ښاره تېښتې ته اړ کړل، دوی اوس ښوونځي کې نه، د بلخ، کابل، تخار او نورو ولايتونو د بېځايه شويو په کمپونو کې د بېچارګۍ ژوند تېروي.
د کندوز ولايت د مرکز د ښوونيز حالت په تړاو د پژواک خبري اژانس د خپاره شوي راپور پر بنسټ، د جګړې له لومړۍ ورځې تر دې دمه په دغه ښار کې د ۱۱۹ ښوونځيو دروازې تړلې پاتې او د ۱۳۸زره زدهکوونکيو برخليک يې نامالوم دی.
موږ چې هر ډول جګړه نفي کوو، نو موخه مو همدا ده چې د نورو ډېر بدو ناخوالو تر څنګ دغه ډول معنوي ارزښتونه هم راته ويجاوړي چې زما په ګران افغانستان کې د هرې ناخوالې د پيدا کېدو ريښه ده.
د اوښتو زيانونو لړ دې ډېر دى
تا زما د تاريخونو نوم د بل كړ
د افغان په مټ دې توره ده رايستې
د افغان د هر كاله څراغ دې ګل كړ
پر کندوز د وسلهوالو طالبانو د بريد لاملونه به ډېر اړخونه ولري؛ خو د زدهکړو د ملاتړي په توګه، هغه جګړه له ټولو خطرناکه ده چې زما د وطن بنسټيزې ستنې سستوي.
زما د هر کاله زدهکوونکی يوازې د هماغه کاله نه؛ بلکې د دې پراخ وطن د وحشتونو او تيارو لپاره څراغ دی چې ګل کول يې موږ نور هم خواروي.
په کندوز کې د ښوونيز کال اوومه مياشت روانه وه چې د کندوز ښار د ښوونځيو دروازې وتړل شوې او زدهکوونکي له ښاره وتو ته اړ شول.
ډېری زدهکوونکيو، چې په نورو ولايتونو کې د لنډمهال لپاره مېشت دي؛ مرکزي دولت او په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت ته په کار دي چې په کمپونو کې ورته د ښوونيز نصاب په نظر کې نيولو سره لنډمهالي کورسونه جوړ کړي او د قضا شوي درس پور يې پرې کړي.
کنه... وېره يوازې د نصاب د نه پوره کېدو نه ده، بلکې وېره له ښوونيزې کړۍ څخه د يو ځوان او ماشوم لېرې کېدل دي. وېره د ماشوم په ذهن کې پر قلم د ټوپک بری دی چې ښه برخلېک نه لري. موږ بايد د تتې جګړې تر څنګ د ماشومانو د روزنې لپاره رڼه سټراټېژي ولرو.
که دې اور اور حالاتو رانه د وطن جوړونې دغه بنسټيزه لاره ګردجنه کړه؛ نو د اور د وژلو ټولې لارې به رانه ورکې شي.
جنګ د سپين سهار جسد دلته پرې ايښى
جنګ خو دلته د تيارو بلا راوړې
جنګ دى ټولو خلكو ايستى له خپل كوره
جګړه كور ته خپله ما او تا راوړې
سرخط ورځپاڼه